
نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۷مه، ۱۳۹۴ل): ولسمشر اشرف غني نن په ارګ کې رابلل شوو خبریالانو ته وینا وکړه. دغه ناسته د راغلیو خبریالانو پوښتنو ته له ځواب ویلو پرته پای ته ورسېده.
اشرف غني د کندز په اړه څرګندونې وکړې. د دغه ولایت مرکز پرون په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته ولوېد. تر دې دمه حکومت د پرمختګونو ادعاوې کوي؛ خو د طالبانو ویاند د خپلو ځواکونو د پرمختګونو خبر ورکوي.
ولسمشر په نننۍ ناسته کې رسماً ومنله چې پر کندز «غدار دښمن» برید کړی. اشرف غني د کومې ځانګړې ډلې نوم یاد نه کړ؛ خو څرګنده اشاره یې وسله والو طالبانو ته وه. ولسمشر د طالبانو پر ضد د پراخې جګړې نه کولو دلیل د ملکي تلفاتو وېره وبلله: «د افغانستان دولت وطنوالو باندې د ښار په منځ کې بمباري نه کوي؛ نو ځکه زما هدایت ټولو چارواکو ته دا دی چې لومړی به د ملکي وګړو ژوند ته توجه کوي».
غني بې له دې چې کره شمېره وښيي، ادعا وکړه چې طالبانو ته یې درانه تلفات اړولي دي: «دښمن ته درانه تلفات اوښتي، په څو هوايي او ځمکنیو بریدونو کې يې تلفات لیدلي». طالب ویاند، ذبیح الله مجاهد بیا له امریکايي الوتکو څخه د دوو انداختونو خبره مني؛ خو زیاتوي چې د دوی ملګرو ته تلفات نه دي اوښتي.
ولسمشر وویل، چې نه غواړي د کندز د عملیاتو پر جزییاتو خبرې وکړي او د کورنیو او دفاع پر وزیرانو پوره باور لري.
اشرف غني په خپلو څرګندونو کې په ډاګه کړه چې حکومتي ځواکونه توانېدلي چې سږ کال د حکومت د سقوط مخنیوی وکړي: «امنیتي او دفاعي ځواکونو د کال له پیله په ډېره مدبرانه توګه د دولت د سقوط هڅې شنډې کړي دي».
ولسمشر اشرف غني وویل، چې د طالبانو د دغو پرمختګونو په باب د دوی وړاندوینه «بدبختانه» کره وختله؛ خو زیاتوي چې د دوی ځواکونو یې په ښه ډول مقابله وکړه.
له خبریالانو سره د ولسمشر اشرف غني نننۍ ناسته د هغه قراني ایت له ترجمې سره پای ته ورسېده چې له «هرې سختۍ وروسته اساني راځي».
دا اشرپ غني نده چې زمونږ دخره حرګاډي دي ورپوري تړلي وي او ښه شنه لښته درسره وي او دې شا شا ته دي وهلي دي ليوني زمونږ دټولو کوچيانو احمدزو نوم يی بد کړ دي د خداي ووهي په هيڅ څه شي نده خبر دلته زان نيغ نیغ کوي پاچا یمه والله کې مي په کابل کی هم پريښي وي دوي په ارګ کي کينولي ليوني قوم ليوني پاچا هههههه
هههههههههه ولابیاهم شاباس خبری خولاکولای سی ماخوویل گونگی سوی به یی داپک رزیل
چې دکوم قوم مشر په درواغو نه شرمیږي نو له کشرانوخوئې ګیله نشته دغه ښوی سری دقوم دغولولولپاره دومره درواغ وائې چې کیدلی شي د نړی د درواغو په ځغاښته کښې لومړنی مقام ترلاسه کړي لکه چې دفساد په لوبه کښې لومړنی مقام لري . مرګ پدغه بی ضمیره غلام