افغانستان

طالبانو په کندز کې د چور او غلاوو خبرونه «تبلیغات» وبلل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۷مه، ۱۳۹۴ل): د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد په یوې تازه ویناپاڼه کې د ځینو رسنیو هغه رپوټونه تبلیغات وبلل چې ګواکې په کندز کې صرافۍ غلا شوي، د سرو زرو دوکانونه او بانکونه چور شوي. ذبیح الله مجاهد ډاډ ورکوي چې «په کندز کې د چا ستن هم نه ده ضایع شوې». مجاهد وايي چې چاته اجازه نه ورکوي چې ورانکاري وکړي. دی زیاتوي: «دښمن په داسې پروپاګند غواړي مجاهدینو پسي نام بدي وکړي».

د طالبانو ویاند د کندز خلکو ته د وضعیت په اړه ډاډ ورکوي. وروسته له هغې چې کندز د طالبانو لاس ته ولوېد، تر اوسه د رسنۍ دغه ولایت ته لاسرسی نه لري. یوازې د طالبانو مطبوعاتي کارمندان دي چې له رسنیو سره په تماس کې د وضعیت په اړه څرګندونې کوي.

ښاغلی مجاهد دا راپورونه ردوي چې ګواکې د ګډ حکومت ځواکونو د کندز امنیه قومندانۍ او زندان بیا نیولي:

«دښمن د ځينو رسنیو له لارې ادعا وکړه چې په کندز کې يې بیرته عملیات پيل کړي او د کندز زندان او امنيه قومندانۍ يې بیانیولي، یا يې په مجاهدینو بمبار کړی. موږ د دښمن دغه ادعاوې په کلکه ردوو، په کندز کې وضیعت په عادي ډول روان دي، خلک په آرام ژوند کوي، مجاهدین په استحکاماتو بوخت دي».

ذبیح الله مجاهد وايي چې د حکومت د عملیاتو اثر نه ښکاري. دی وايي «دښمن د دې توان نه لري چې بېرته راوګرځي». دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاند مني چې پر دغه ولایت امریکايي الوتکو بمونه غورځولي؛ خو زیاتوي چې کوم هدف یې نه دی په نښه کړی.

د کندز مرکز له پرون مازیګر راهیسې د طالبانو په ولکه کې دی. طالبانو پرون په یوه کم ساري برید کې وکولای شول چې د کندز ولایت مرکز په بشپړ ډول د حکومت له ولکې څخه وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کندهار

ډیر چی مسلمانان ضرورت ورته لری هغه د کفری میډیا په کلکه مبارزه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x