افغانستان

مجاهد: په کندوز کې هېڅ تلفات نلرو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې۸مه، ۱۳۹۴ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهدد ملي امنیت ادارې هغه ادعا ، چې ګواکې د کندوز لپاره یې د طالبانو والي ملا عبدالسلام اخند او یو شمېر نور لوړپوړي طالب مشران وژلي، رد کړې او دا یې تش پروپاګند بللی.

ښاغلي مجاهد  په دوو جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي چې د کندوز والي اوس هم د جګړې په ډګر کې دی او د جګړې رهبري کوي، او ډېر ژر به د نوموړي غږیزه مرکه هم له رسنیو سره شریکه شي.

مجاهد وایی، چې د کندوز هوايي ډګر اوس هم د دوی تر محاصرې لاندې دی او ډېره برخه یې د دوی په واک کې دی او په دې نښته کې یې تر دې مهاله ۸ ټانګونه، ۴۰ رینجر موټرې او ۱۵ نور نظامي موټران چې سپکې او درنې وسلې هم پکې بار وې، نیولي دي.

د مجاهد په وینا د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو مرستې ته روان مرستندوی امنیتي ځواکونه له پرون راهیسې اته ځایه د دوی تر کمین بریدونو لاندې دي او تر اوسه یې لسګونه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې او شاوخوا لس پوځي عرادې يې هم له منځه تللي دي . « دښمن دغه قطار چې غوښتل يې دکندز ولایت ته د مرستې لپاره ځان ورسوي د بغلان ولایت په مربوطاتو کې ۸ ځایه تر کمین بریدونو لاندې دي، او ګڼ عسکر يې ووژل، ټول ۸ ټانکونه او ۳ رینجر ترې تراوسه ویجاړ شوی دي.»

د یادونې ده، چې د ملي امنیت ادارې د شپې ناوخته ادعا وکړه، چې  امریکايي ځواکونو له ملي امنیت سره په همغږو هوايي عملیاتو کې د کندوز لپاره د طالبانو والي ملا عبدالسلام ، د هغه مرستیال او یو شمېر نور طالب قومندانان وژلي دي.

بل خوا بیا د کندز ښاریان له رسنیو سره په اړیکو کې ویلي، چې د کندوز ښار په بشپړه توګه د طالبانو په ولکه کې دی، خو له ګڼو نورو ستونزو بیا سرټکوي، دوی وايي د ښار په واټونو او کوڅو کې خلک ګرځيدو را ګرځیدو ته ډېر زړه نه ښه کوي، اکثره هټۍ بندې دي، نانوایانې هم تړل شوې، له دریو ورځو راهیسې پر کندوز ښار بريښنا او اوبه هم قطع شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
sayed.rahman.ziarmal

وای راشه که یی ګوری!دملی وحدت حکومت سوغات:دخلکو مړینه -زخمی کیدل -بی کوره کیدل -وخشت زاده کیدل -ترس او ویره -دکوره تښتیدل -بی عزته کیدل په دار څوړول وغیره وغیره نورو ولایاتو ته دخدای خیر کړی دا ګناه دچاده؟
دغه زما او ستا انتخاب و غ-ع اوس ورته ټینګ شی خپله رایه درته اور شوله پکی سوزیګی به دبل چا ګیله نه بلکه دخپل څان نه ګیله ده اوبس دومره خپله رایه پښیمان یم لکه هندو………………؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x