افغانستان

شمال کې د ناټو يو عسکر وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، تلې ۸مه، ۱۳۹۴ل): د هېواد شمال کې د ناټو د قاطع ملاتړ ادارې يو عسکر وژل شوی دی.

کابل کې د ناټو د قاطع ماموريت مرکزي دفتر رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې تېره ورځ د هېواد شمال کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموريت يو عسکر په غير نظامي پېښه کې وژل شوی دی.

ناټو د خپلې پاليسۍ له مخې د وژل شوي عسکر هويت او د پېښې دقيق ځای او لامل نه دی په ډاګه کړی.
تېره اونۍ هم د ناټو يو عسکر په پروان ولايت کې وژل شوی و.

ناټو وايي، چې د وژل شوي عسکر مړينه د کندز له پېښې سره تړاو نه لري، مګر د پېښې د اصلي لامل په اړه يې هم رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د روان کال له پيله د ناټو د قاطع ملاتړ ماموريت د وژل شوو عسکر رسمي شمېر يوولسو تنو ته ورسېد.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x