د نن سرلیکنه

ایا کندوز ریښتیا تر مدیریت لاندې دی؟!- سرلیکنه

نن ټکی اسیا-سرمقاله: تیره ورځ د ګډ حکومت مشر اشرف غني د کندوز ولایت په اړه جوړه شوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل چې زه غواړم ټولو هیواد والو ته ډاډ ورکړم چې د کندوز وضعیت ترمدیریت لاندې او هلته د تازه دمه ځواکونو په رسیدوسره به دا ولایت ډیر ژر بيرته زمونږ تر ولکې لاندې راشي .

یادې غونډې ته د دفاع، کورنیو چارو او ملي امنیت وزیرانو او نورو امنیتي مسؤلینوهم ویناوې وکړې او هر یو په خپل نوبت کوښښ وکړ چې د طالبانو په لاس د کندوز سقوط یوه عادي پیښه وبولي او په خپلو لفاظیو سره مورال بایللو ځواکونو ته روحیه ورکړي.

ښاغلی اشرف غني په داسې حال کې د کندوز د مدیریت خبرې کوي چې نیږدي دی مرکز کابل د مدیریت له بحران سره مخ شي.

ځکه تیره ورځ چې د مشرانو او ولسي جرګې رئیسانو او نورو غړیو کوم الفاظ او ناوړه القاب خپله د اشرف غني او د نورو لوړپوړو امنیتي چارواکو په اړه کارول په بشپړه توګه دا ترې څرګندیدله چې نور د ټول هیواد کنټرول د دوی له لاسه د وتو په حال کې دی .

د هیواد په دفاع او د هغه د ځمکني تمامیت په ساتلو کې دری شیان محوري رول لري .

د دفاعي او امنیتي ځواکونو سالمه اداره ، د هغوی ترمنځ دائمي همغږي او له هغوی سره د هیواد له حریم څخه د دفاع انګیزه.

له بده مرغه چې د ګډ حکومت اداره له دغو دریو واړو اساسي ممیزاتو څخه بي برخې ده . نه يي اداره سالمه ده ، نه یې د امنیتي او دفاعي ارګانونو ترمنځ همغږي شته ده او نه یې امنیتي ځواکونه د جګړې لپاره انګیزه لري.

ښايي ډیرو هیواد والو به د هغه محاصره دولتي سر تیري چیغي او بُغارې ښې اوریدلې وې چې له طلوع ټلویزون سره يي د مرکې په حال کې وهلې ، که چیري ياد سر تیري جنګي روحیه او انګیزه لرلای نو هیڅکله به يې نه ځان په داسې شرمونو شرماوه او نه هم دولت.

واقعیت دادی چې د کندوز سقوط د ټول هیواد په کچه د نظام مدیریت له ګواښ سره مخ کړی او طالب ځواکونوته یې دومره مورال ورکړی چې اوس د هغوي په منځ کې د ولایتونو او ولسوالیو د لاندې کولو پرسر رقابت روان دی .

ښايي طالبانو قندوز په دې نیت نه وي لاندې کړی چې هغه د تل لپاره په خپلې ولکې کې وساتي ، بلکي هغوی غوښتل په دې پوځي مانور سره هم بهرنیو ځواکونو او هم د هغوی تحت الحمایه ادارې ته دا په اثبات ورسوي چې دوي کولای شي په هروخت او هرځای کې د کندوز په څیر مستحکم مرکزونو تر خپلې ولکې لاندې راولي.

که د کندوز پوځي او سوق الجیشي اهمیت ته وکتل شي نو هغه یواځې د یوه ولایت مرکز نه بلکې د ټول شمال د مدافعې لومړنی مستحکم سنګر و چې له تیریوه کال راهیسي دولت هغه د طالبانو د بریدونو د منخیوي په خاطر تقویه کاوه .

په دې دفاعي سنګر کې د دولت ټول پوځي قطعات د فوق العاده محاربوي احضاراتو په حال کې په ترټولو ښو وسلو او پوځي تجهیزاتو مجهزول.

هلته نه د بشري ځواکونو کمی و او نه هم د پوځي اکمالاتو ، خو دغه ټول پوځي قطعات چې د پرسونلو شمیر يي د رسمي تشکیلاتو په اساس لس ګونو زره سرتيرو ته رسیدو د یو ډیر محدود شمیر طالبانو په مقابل کې چې هغوی نه د دوی په شان جنګي تجهیزات لرل او نه يي د دوی په څیر د هوايي دفاع ملاتړ له ځانه سره درلود له ډیر لیږ مقاومت وروسته ماتې وخوړه او طالبانو وکړای شول د کندوز ښار کنټرول په لاس کې واخلي.

طالبانو د څو ساعته تکتیکي جګړې په ترڅ کې وکړای شول دولتي ځواکونو له داسې ماتې سره مخ کړي چې والي یې د کندوز په ګاونډ تاجکستان کې ځان خوندي نه ګڼي او له هغه ځایه د انګلستان په لوري پښې سپكوي.

د ګډ حکومت مشر ښاغلي اشرف غني ته په کار دى چې هغه لومړی په خپل نظام کې د فساد مدیریت کنټرول او داسې کسان پر واک وګماري چې د مجازات او مکافات صلاحيت يي د ده په واك کې وي.

همدا اوس د ګډ حکومت په تشکیل کې ډیری وزیران او حتی والیان د بهرنیو هیوادنو تابعیت لري او که پر هریوه باندي فشار راځي او یايي په اداري فساد کې ښکیلتیا افشاء کیږي نو هغوی به هم د کندوز د والي په څیر د خپل متبوع هیواد په لوري پښي سپکوي چې ښاغلي غني به یې بيا نه د را ټینګولو توان لري او نه هم د مجازات کولو صلاحيت.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x