افغانستان

طالبانو د کندز لپاره د ټاکل شوي والي غږیزه مرکه خپره کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې۸مه ۱۳۹۴ل): د کندز لپاره د طالبانو والي مولوي عبدالسلام نن په یوه غږیز کليپ کې د ملي امنیت ریاست هغه ادعاوې رد کړې چې نوموړی بېګا شپه په هوايي برید کې وژل شوی دی.

دغه غږیز کليپ چې د طالبانو لخوا نن ټکی اسیا ته رالېږل شوی، په کې مولوي عبدالسلام د کندز تازه وضعیت په اړه جزییات هم ورکړي دي.

نوموړی د بېګانۍ بمبارۍ او د نوموړي د وژنې د ادعاو په اړه وايي چې « دا د دښمن تبلیغات دي او هيڅ مشکل نه دی پېښ شوی، خلکو ټولو ته اطمینان ورکوو، ټول روغ جوړ یو».

ملا عبدالسلام وايي که دی په جګړه کې ووژل شي نو د دوی پر جګړې هېڅ اغېز نه غورځي: « زموږ په شهادتونو په کار کې هېڅ فرق نه راځي. داسې ډیر مجاهدین شته دي چې دا کار به ښه پر مخ بوځي. دا تاریخ ثابته کړې ده، الله خپل دین په خپل ساتي. د چا په سر د الله دین نه دی ولاړ. ټولو ته وایم چې که بالفرض داسې کومه پېښیږي، دوی دې تشویش نه کوي، نور ملګري شته دی، په کار کې به هېڅ خلل نه راځي».

هغه مني چې بېګانۍ بمبارۍ کې ۵ طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي. د ملا عبدالسلام په وینا د کندز په ټوله جګړه کې ۷ طالبان وژل شوي او تر ۱۲ پورې ټپیان دي.

نوموړي یو ځل بیا پر هغو دولتي مامورینو چې په ښار کې بند پاتي دي غږ کړی چې د دوی لخوا ورته عفوه ده او د دوی دعوت و ارشاد له لارې دې تسلیم شي.

«څرنګه چې امیرالمومنین عفوه کړې ده، دغسې د دوی دروازه خلاصه ده، که داسې خلک په ښار کې پاتې وي چې دولت سره یې کار کړی وي او د حکومت منسوبين دي، زموږ ورته عفوه ده، د دعوت و ارشاد له لارې دې راشي تسلیم دې شي او خپل ارام ژوند دې تیر کړي».

هغه د ځینو چارواکو هغه ادعاوې ردوي چې په حکومت کې چور و تالان شوی دی. نوموړی وايي « نه د چا کور تلاشي شوی نه کوم دکانونه وهل شوي، نه کوم مشکل پېښ شوی نه شته دی، صرف ولسوالیو څخه مو خلک بند کړي دي، له دې وجې څو ښار کې د خلکو شتمنۍ لوټ نشي. هغه مو خلکو ته په بار بار عذر ویلي دي چې موږ سره همکاري وکړئ، تاسو ښار ته مه ځئ څو د خلکو امنیت محفوظ شي».

د چاردرې یو تن اوسیدونکي حفیظ کاکړ هم نن ټکی اسیا ته د فیسبوک له لارې وویل چې طالبان د کندز په دروازو کې ناست دي، ښار ته د تلونکو او بېرته وتونکو خلکو څخه پوښتنې کوي، هر موټر تلاشي کوي، ټول اسناد یې کمپيوتر ته پورته کوي.

هغه وايي چې طالبانو ورته ویل چې دا کار ددې موخې لپاره کوو څو غله د چا موټر غلا نه کړي او د خلکو شتمنۍ لوټ نشي.

د طالبانو لخوا د کندز والي ځايي خلکو ته اطمینان ورکوي چې «هېڅ مشکل نشته دی، له پرون ورځو راهیسې موږ د ولس په امنیت مصروف یو، ملګرو ته مو وظیفه ورکړې هر ځای کې کوښښ کوي چې د مشکلاتو مخنیوی وکړي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ذبیح الله

د کندوز په فتحی چې څومره خوشحاله شو دده څخه زیات په ننګرهار کې د منافقینو(ګاونډي تورمخو) له لوري چې کوم ظلم روان دی دغه ډیر ودردولو ، طالب مجاهدین باید خپل مسلمان مظلوم ملت یوازې پرینږدي او دا ظالمان باید زر تر زره په دار وخیژوي … هو که په رښتیا هم مجاهدین ددې تور مخو تر اثر لاندې نه وي نو بیا کولای شی چې په یوه ورځ کې يې سفايي وکړي .

Ahmad

مبارک موسه دکندوزمبارکی وتولومجاهدینوته الله تعالی مو تل کامیابه لره اوس که یی وربریدی هم ددوغیرت معلوم شو بغاری او چغی یی تولی دنیا او کفارو وواریدی اوس ددوی باداران کفار هم ورسره خبله ماتی منی. والسلامl

usman khan

یا الله جل جلا له نن په کندز دوه ډلي دي یوه ډله یې ستا دښمنان دي چې ټوله تکیه یې پر خپلو اسبابو او شیطاني دماغو باندي ده ، دوهمه ډله داسلامي امارت دیو زړه ور مخلص پر افغانیت او اسلامیت مین شخص ملاعبدالسلام په مشري ستا د دین څخه دفاع کونکي ډله ده ، چې ټوله تکیه یې ستا پر نصرت او عظمت باندي ده ، یا الله دغه ټوله مجاهدین دشهادت په ارمان جنګیږي ، خو یا الله ج ته په دغه حساس پړاو کي دیوه مجاهد پزه هم مه ویني کوي ، او په مرګ باندي… نور لوستل »

یاسر

سلام دیه پرتولودو.ستانونه پوهیژم چه جه ولیکم ده دیری خوشحالی خدای پاک ج دیه خپله ده مجاهدین نصرت وکری اوده اسلام دشمنان دی خپل په قدرت سره مات وکرزوی اللهم انصرالاسلام والمسلمین

حامد احمدی

د دواحشو زناورو تخریب د کندوز د نیولو نه ضروری بولم زکه هره ورز راباندی ظلم کوی

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x