افغانستان

کندز: د حکومت له ماتې وروسته بهرني عسکر جګړه کې برخه اخلي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، تلې ۸مه، ۱۳۹۴ل): د طالبانو له لوري د کندز ښار او نن د بالاحصار ستراتيژيکې ودانۍ له نيولو وروسته ناټو د افغان حکومت هغه غوښتنې منلي، چې د افغان امنيتي ځواکونو د مرستې او له کندزه د طالبانو د وېستلو په موخه دې د ناټو عسکر کندز کې عمليات وکړي.

افغان حکومت د بهرنيو عسکرو د لېږلو غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې طالبانو دوه ورځې وړاندې د کندز ښار په بشپړه توګه ونيو، خپل پرمختګ ته دوام ورکوي او نن يې د کندز ښار تر ټولو مهمه نظامي نقطه، بالاحصار هم ونيو.

له امریکا او ناټو سره د لاسلیک شوو امنیتي تړونونو له مخې، بهرني عسکر په افغانستان کې د ۲۰۱۴ له پای وروسته برخه نه شي اخیستی.

افغان امنيتي ځواکونو تېره ورځ رسنيو ته ويلي و، چې مرستندويه عسکر يې کندز ته لېږلي او د کندز ښار ځينې برخې يې له طالبانو نيولي دي، مګر د کندز ښار اوسېدونکي د حکومتي چارواکو دا ډول څرګندونې بې بنسټه بولي او وايي، چې د کندز ښار واک په بشپړه توګه له طالبانو سره دی او مخ پر وړاندې روان دي.

د راپورونو له مخې طالبان هڅه کوي، چې له بالاحصار وروسته د کندز هوايي ډګر کنټرول په لاس کې واخلي، مګر حکومتي ځواکونه سخت مقاومت کوي او تر اوسه دا نه ده روښانه، چې امنيتي ځواکونه به تر کومه د طالبانو مقابله وکړای شي.

د بالاحصار له نيولو سره شپېته امنيتي ځواکونه وروسته له هغې طالبانو ته تسليم شول، چې د دفاع وزارت له لوري د مرستنديه ځواکونو او نظامي تجهيزاتو له ور رسولو نهيلي شول.

د امريکا دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په ترڅ کې ویلي، چې د کندز سقوط افغان حکومت لپاره تر ټولو ستره ناکامي ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ يوې باوري سرچينې د نوم نه څرګندولو په شرط نن ټکی اسيا ته ويلي، چې ولسمشر اشرف غني له تېرو دوو ورځو راهيسې په پرله پسې توګه له ناټو او امريکايي چارواکو د هوايي بريدونو او ځمکنيو عسکرو د مرستو غوښتنه کوي. په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو مېشتو قومندانانو افغان ولسمشر ته تر پرونه مثبت ځواب ورنه کړ. دغو بهرنیو نظامي قومندانانو له ولسمشر څخه غوښتل چې د بهرنیانو د مرستې پر ځای دې د ګډ حکومت بنسټونه قوي کړي.

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې طالبان به کندز ښار کې له بهرنيو عسکرو او هوايي بريدونو سره څومره مقابله وکړای شي، مګر کندز لپاره د طالبانو والي ملا عبدالسلام نن په خپلو خبرو کې ويلي، چې دوی تيار دي، چې په خپل سر له کندز څخه دفاع وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شبیراحمد عثماني

محترم مولوي عبدالسلام صیب ستاپه خبرو اوریدو انتهایي خوشحال شوم . پرون دافغانستان استخباراتو اعلان کړی و چې مولوي عبدالسلام ووژل شو پدې اعلان تریو حده خفه شوو خو بیا مو هم دا ویل چې دا کومه دپریشانۍ خبره نده ځکه چې داسلام او دازادۍ په لاره کې شهادت زمونږټولو وروستی هدف دی. دا چې نن امریکایي یرغلګرو ځواکونو بریدونه پیل کړي یایې پیل کوي کومه دپریشانۍ خبره نده ځکه چې ددوی په وړاندې مو مقدسه مقابله پیل کړي. که څه هم تاسې پخپلو جنګي تکتیکونو ښه پوهیږئ خو زه دیوکشر مجاهد ورور په توګه دامشوره درکوم چې په سیمه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x