افغانستان

امام صیب ولسوالي او دشت ابدان کې د پوليسو اکاډيمي طالبانو ونيوله

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، تلې ۸مه، ۱۳۹۴ل): کندز ولايت څخه تر لاسه شوي خبرونه وايي، چې طالبانو د امام صیب ولسوالۍ مرکز، امنيه قوماندانۍ او شاوخوا پوستې ونيولې.
د بي بي سي خبريال بلال سروري په خپل توټيټر پيغام کې د چارواکو له قوله ليکلي، چې طالبانو تر ټولو ستره، ستراتيژيکه، مهمه او تاجکستان سره په پوله پرته امام صيب ولسوالۍ په بشپړه توګه ونيوله.
د بلال سروري په وينا د امام صيب ولسوالۍ ټول امنيتي لوړپوړي چارواکي ګاونډي هېواد تاجکستان ته تښتېدلي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې ملګرو يې نن ماخستن اته بجې د امام صيب ولسوالۍ مرکز، امنيه قومانداني اوتاشګذر نظامي قرارګاه ونيوله.

د ذبیح الله مجاهد په وينا په امام صيب ولسوالۍ کې لسګونو ټانکونه او نور پوځي موټر نيولي دي.

د يو بل خبر له مخې د کندز ښار اړوند پاچا قلندر بېس او دشت ابدن پوليسو اکاډيمي هم طالبانو ونيوله.
طالب وياند رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې څرګنده کړې، چې ملګرو يې په ياد بېس او پوليسو اکاډيمۍ کې ۷۴ ټانکونه، رينجرې او سلګونو ميله سپکې او درنې وسلې نيولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x