افغانستانخبرونه

ذبیح الله مجاهد د طالبانو د وروستیو پرمختګونو راپور خپور کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۸مه، ۱۳۹۴ل): د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد په کندز او بغلان ولایتونو کې د خپلو ځواکونو د پرمختګونو په اړه مفصل راپور خپور کړ. د خبري رسنیو، په سیمه کې د عیني شاهدانو او د طالبانو له خپرونو څخه څرګندېږي، چې په دغو سیمو کې طالب ځواکونه هره شېبه د پرمختګ په حال کې دي.
ذبیح الله مجاهد په خپل راپور کې تایید کړه چې د کندز د امام صاحب ولسوالۍ هم د طالبانو تر ولکې لاندې راغلې ده. د امام صاحب د ولسوالۍ خبر څو شېبې وړاندې ځینو رسنۍ ورکړ. مجاهد پر امام صاحب سربېره د پوځي اډو د نیولو ادعا هم کوي: «د امام صاحب ولسوالۍ فتحه شوه، د کندز مرکز اړوند باچاقلندر او اکادمۍ بیسونو کې هم ۲۰۴ټانکونه او رینجر موټر ونیول شول».
مجاهد په خپل ننني راپور کې د زیات شمېر حکومتي د ملي اردو او پولیسو سرتېرو د نیولو خبر هم ورکوي. مجاهد لیکي، چې ۳۳ تنه عسکر د غلام علي تيپې اډې څخه، ۵۰تنه د کندز له بالاحصار څخه او همداراز ۲۱تنه نور عسکر د کندز له علي آباد روغتون څخه د دوی د ځواکونو په لاس اسیران شوي.
پرون د کندز له بالاحصار سیمې څخه کلابندو امنیتي ځواکونو له رسنیو سره په خبرو کې ګواښ وکړ چې که یې حکومت ژغورنې ته ونه رسېږي، شاید ډېر ژر د طالبانو لاس ته ولوېږي. نن له ماښام مخکې دغه عسکر د طالبانو په لاس اسیران شول.
پر اسیرانو سربېره له نیول شوو پوځي اډو څخه طالبانو په زیاته کچه پوځي وسایل هم ترلاسه کړي. مجاهد وايي، ۲۰۴رینجرونه یې د کندز له باچاقلندر او د اکاډمۍ له بیسونو او ۳ټانګونه، ۳رینجر موټر له غلام علي تیپې څخه نیولي دي.
همداراز ذبیح الله مجاهد لیکي، چې د کندز کلابندو امنیتي ځواکونو ته تلونکي مرستندویه ځواکونه لا هم په بغلان کې کمینونو کې بند پاتې دي: «د بغلان ولایت د مرکزي بغلان په مربوطاتو کې اوس هم د دښمن غټه قوه چې لسګونه ټانکونه او موټر په کې ونډه لري او تر یونیم زرو پورې عسکر يې د کندز ولایت سره د مرستې لپاره د بلخ او کابل څخه راوستي وو اوس هم د مجاهدینو لخوا تر سختې محاصرې لاندې دي، ګڼ ځایونه کمینونه ورته نیول شوي، لویه لار يې په مخ تړل شوې، له سهار تر نن ماښامه يې ۴ټانکونه له منځه تللي، ګڼ شمیرعسکر يې مړه او ژوبل دي او الحمدلله نه پرمختګ کولای شي او نه هم بیرته شاګرځ».
طالب ویاند په کندز کې د وروستیو پېښو په اړه وايي: « دښمن په ټول کندز کې په ځان پټولو او تسلیمیدو بوخت دي، هيڅ پرمختګ نه لري، د عملیاتو آوازې يې هم د خلکو د غولونې لپاره مطبوعاتي پروپاګند دی».
طالبان په کم ساري ډول په کندز او بغلان ولایتونو کې د پرمختګونو په حال کې دي. د طالبانو د وروستیو پرمختګونو له کبله د ګډ حکومت چارواکي تر سخت فشار لاندې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حامد احمدی

مرګ بر ظالمانو او متجاویزنو

سالم جهادخوش

نن ماشام خوسی ماپه ملی تلویزون کی دحکومت کونجاره خواره ولیدل
نودپخواه په لس برابره می نفرت جینی وسوه
زکه سی دجهان په مخکی درواغ بادول اشرپک هم لاپی شاپی ویستی

Abubakar Dawlatzai

سلامونه او نیکی هیلی د نن ټکی اسیا ټولو ښاغلو کارکوونکو ته:
وروره تاسی چی کوم خبرونه خپروی داسی معلومیږی لکه تاسو چی د یومشخص نظام طرفداری کوی حال داچی ذبیح الله مجاهد خپله ویلی چی رسنی باید خپلواکه اووسی تر څو هیڅوک ونه وایی چی دا د امارت طرفداری کوی یا د حکومت نو هیله ده چی تاسو باید د هیچا طرفدار ونه اوسی
مننه

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x