افغانستانخبرونه

د کورنیو چارو وزارت د کندز د بیانیولو ادعا کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې۹مه، ۱۳۹۴ل): د کورنیو چارو وزارت یو شمېر چارواکو نن سهار وخته د ټولنیزو رسنیو له لارې ادعا وکړه چې د کندز ښار یې له طالبانو څخه بېرته نیولی دی. د کورنیو چارو وزارت یو جنرال، ظاهر ظاهر ادعا کوي چې د طالبانو مړي پر سړکونو پراته دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، صدیق صدیقي پر خپل ټویټر ولیکل: «د هېواد ځانګړو ځواکونو د کندز ښار کنټرول په خپل لاس کې ونیو». صدیقي ادعا کوي چې طالبانو ته یې درانه تلفات هم اړولي دي.

دا خبر داسې مهال خپرېږي، چې په ځايي وخت بېګا ناوخته د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد د خپلو ځواکونو د پرمختګونو په اړه یو مفصل راپور خپور کړ. مجاهد ویلي و چې ځواکونه یې توانېدلي چې د کندز ښار ته څېرمه د بالاحصار سیمه او په دغه ولایت کې د امام صاحب ستره ولسوالۍ هم د حکومت له کنټرول څخه وباسي.

د کورنیو چارو وزارت له هغې وروسته د کندز د ځینو سیمو د بیانیولو ادعا کوي، چې څو ساعته وړاندې يې د عملیاتو د پيل خبره وکړه.

د بي بي سي خبریال له سیمې څخه د عیني شاهدانو له قوله وايي چې د قلعه زال ولسوالۍ هم د طالبانو لاس ته لوېدلې ده. په دې اړه تر دې دمه حکومت او طالبانو څه نه دي ویلي.

په هېواد کې مېشتو د ناټو بهرنیو ځواکونو هم پرون اعلان وکړ چې ځانګړي ځواکونه یې کندز ته رسېدلي تر څو افغان ځواکونو ته مشورې ورکړي.

د حکومت له لورې د پرمختګونو خبر تر دې دمه کومې خپلواکې سرچینې نه دی تایید کړی. طالبانو هم تر دې دمه په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x