نظــر

پکه دادي لا بله سپکه

KARZAI مرستیال خپل ښاروال په  نره په موټر وواهه اوښاروال بیا په نره په ډزوځواب ورکړ

 کرزی صیب! څو ورځي وړاندي به مو اوریدلي وي چې ستا په ځانګړي فرمان اولاسلیک ټاکل شوي دهلمند دښاروالۍ مرستیال ښاغلي اینجینیر مطیع بهیر  ږوندی کس(ښاروال) ترموټر لاندي کاوه او غوښتل یې چې په خپل لیوني غرور اوقومي مستۍ سره یې دخپلي ګاډي تر سینه لاندي خړیت او اړیسه کړي اودتاریخ کندي  ته یې دابد لپاره ور ولیږي ستا ناپوه ښاروال فاضل صافي بیا خپلو بدماښو ساتونکو ته داور قومانده ورکړه ترڅو له مرستیال نه خپل غچ واخلي  ایا خبر شوي چې ستا ددغودوو لیونیانو ښخړه پر دولتي موټرباندي شویوه؟

یوه دځان اوسنۍ حق ګاڼه او دا بل یې میراثي دعوه کول دلومړنیو معلوماتو له قراره په جوړ شوي اړودوړکي دښاروال د اوږې هډوکي او پښه لږغوندي بی ځایه شویدي اومرستیال صاحب دبست په روغتون کي بستر دی اوریدلي مي دي چې  غاړه اوسر یې ګولیو څټلي دي.
  کرزۍ صیب په وچه کلکه پشتو درته وایم نه د ښاروالۍ دمرستیال سره کوم مښکل لرم او نه هم دښاروال سره کومه خیشي مګر پر خپل بي وزله بې سرپرسته او بیچاره خلکو مي زړه دخدای په ذات چی  خوږیږي دروغ نه درته وایم  نو ځکه داهرڅه ښکاره او واضح درته لیکم چې خپه نه شي اوبیا قسم کوم چې هر څه به درښتیا پر بنیاد درته لیکم .
ښاغلي مشره! په لومړی ورځ چې ستا رالیږل شوي دښاروالی مرستیال په توره کرتۍ اوپه خپل څرخنده چوکۍ کښي دخبریال کامري ته کښینستي داسي یې وویل  زه وړړړړړړ اومسلکي ښخصصصصصص یم رییس جمهورررررررر دښاروالۍ د مرستیالۍ لپاره په ځانګړي فرمااااااان رالیږلي یم زه به دلته مسلکي کار کوم او دخپلو ښاریاااااااانو په خدمت کي به ښپه و ورځ ولاړیم. دغم دي دهغوی ولاړه شي ښه ولاړه یې وکړه ټول هلمند یې وښرماوه. په همهغه ورځ مي دزړه درګ شو چې پاچاصیب یواځي ددې کس په انتخاب کي نه بالکه ددواړو په انتخاب کي   شوییدلی دی خاماخا به دقومي ګوندي او یا دانډیوالی داړیکو تر یو قسم فښار لاندي راغلی وي په پوټو سترګوبه یې کاغذونه لاسلیک کړیوي اووړتیا به یې په نظر کي نه وي نیولي. نادان اوناپوه ماشومان یې و هلمند ته راولیږل هسي ماشومان چې نه په کورني اړیکو نه په کلیوالي اړیکو  او نه هم په دفتری او رسمي اړیکو پوهیږي  یواځي او یواځي یې دپیسو سره اړیکي له موټرو سره اړیکي او له چوکۍ سره مینه زده ده غرور نشه کړیدی  له بله طرفه ښاروال ته فکر وړی یم چې هغه ولي دناپوه دناپوهۍ ځواب بیرته په ناپوهۍ سره ورکوي خیر دی دهغه مرستیال دي هغه په موټر وهلی واي مرستیال خو دکرزي صاحب داکا زوی دی په قوم پوپلزی دی هر ځای چې کشیني وی موږ له کرزي صاحب سره فامیلي تګ اوراتګ لرو نو هرڅه چې یې زړه وغواړي هغه یې کولای شي غریب ښاروال  ته هم په سوچ کي یم چې هغه بیا  دچا مړۍ مست کړي دی اوریدلي مي دي چې دهغه اوربوز بیا دافغان ملت ګوند په آخور سپیره دی او ددې ګوند لخوا یې حمایت کېږي.
کرزی صاحب زه به یوه سپینه خبره درته وکم ته نو مه رانه خفه کیږه تا موږ ته دحلوا مجنونان رالیږلي دي خو نه دلیلي مجنونان. هغه کیسه به دي ښه اوریدلي وي چې لیلی یوه ورځ مجنون ته حلوا پخ کړیوه نو یې دیوه خدمتګار په لاس مجنون ته ورولیږل او ورته وې ویل مجنون پیدا کړه او دا حلوا ورکړه، هغه حلوا واخیستل ترڅو مجنون پیدا کړي پر لاره ښاوخوا ګوري او دمجنون په څیر یې یوبل کس په څیرو اوخیرنو جامو کي ولید او حلوا یې وهغه ته ورکړه چې دا لیلی درته رالیږلي ده هغه ټوله حلوا دسترګو په رپ کي وڅټل اوتښ قاب یې بیرته د خدمتګار په لاس ورکړ خدمتګار چې بیرته لیلي ته راغی لیلي پوشتنه ترې وکړه چې مجنون څنګه وو اوزما په اړه یې څه  درته وویل خدمتګار ورته وویل چې پر حلوا یې غټ غټ ټیغي وکښل خو ستا په اړه یې  هیڅ یې هم نه دي راته ویلي لیلی په فکر کښي ډوبه شوه چې هسي نه دا غلط مجنون وي نو یې بیرته همدغه کس همهغه سړي ته ورولیږه او ورته ویې ویل چي ورشه ورته ووایه لیلی وینه غواړي سړی هم ورغي او دلیلی لپاره یې دویني غوشتنه ترې وکړه سړی په کړس کړس ورته په خندا شو ویل ځه لیونیه زه خویواځي دلیلی دحلوا مجنون یم خو نه دهغې دویني. په لاس سره یې اصلي مجنون ته اښاره وکړه چې هغه دی دلیلی حقیقي مجنون هغه لیلی ته خپل وینه څه چې ږوند لاهم ورکوي ورشه دحقیقي مجنون سره خبره وکړه نو اوس هم جلالتماب کرزی صیب تا موږ ته دحلوا مجنونان رالیږلی دی نه دملت اوخلکو مجنونان هغوی ستا له نامه څخه ناوړه استفاده کوي غروراونشه یې تاسو ته په پروني کړنه کي ښه معلوم شول چې څه یې وکړل.
اوس دخدای په خاطر یوه غوشتنه درنه لرم  دخدای په ذات که بل هیڅ مطلب لرم دهلمند دبې وزلو اوژړیدلو خلکو دردونه درته ایږدم نوردي دغه دوه لیونیان بیرته موږ ته مه رالیږه دهلمند اولس یې نه غواړي لومړی خودواړو ته درنده سزا ورکړه چې بیا په راتلونکي کي د بل امیر اومعاون تر منځ داسي ناوړه څه پیښ نشي او که دسزا پریکړه نه شي کولای نو  تاخو یې لا له پخوانه ډیر ښه چم زده  دی که په رښتیا دغه ښاروال او مرستیال ډیر تکړه درته ښکاري نو له ځانه سره یې مښاورین مقرر کړه زموږخو هسي هم یوبل ازار وهلی دمښرانو په جرګه کي ارشد مښاور ټاکل ښوی دی اولس پدې ښه پوهیږي چي ستا په نظام کي مجرمین تقدیریږي.

مننه
غورځنګ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x