افغانستان

طالبانو د بغلان تالاوبرفک ولسوالۍ هم ونيوله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۹مه، ۱۳۹۴ل): بغلان ولايت څخه تر لاسه شوي خبرونه وايي، چې طالبانو تالاوبرفک ولسوالۍ هم په مکمله توګه ونيوله.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد سيمه کې د خپل همکار له قوله وايي، چې ملګرو يې تېره شپه ناوخته د تالاوبرفک ولسوالۍ پر مرکز، امنيه قوماندانۍ او شاوخوا دفاعي پوستو د سپکو او درنو وسلو په واسطه ډله ييز بريدونه پيل کړل، چې له څه وخت مقاومت وروسته حکومتي عسکرو ولسوالۍ پرېښوده او د ولسوالي مرکز، امنيه قوماندانۍ او شاوخوا سيمې طالبانو ونيولې.

د ذبيح الله مجاهد په وينا طالبانو په دغه جګړه کې پنځه رينجرې، دوه ټانکونه او ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې هم نيولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x