افغانستان

دفاع وزارت: رسنۍ دې زمونږ د بریاوو په خپرولو کې مبالغه وکړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۹مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت دفاع وزارت له رسنیو څخه په ټینګه غوښتنه وکړه چې د افغان ځواکونو د پرمختګونو په راپورونو کې دې مبالغه کوي او افغان سرتېرو ته مورال ورکړي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال «دولت وزیري» په رسنیو غږ وکړ چې د افغان ځواکونو پرمختګونه دې له حقیقي ارقامو څخه لس چنده زیات وځلوي.

نوموړي طلوع سره په خپلو خبرو کې وویل چې دوی د جګړې په حالت کې دي او په هر پوځي او ملکي وګړي د مرستې حق لري. د نوموړي په باور د افغان ځواکونو پرمختګ له حقیقت څخه زیات ځلول د هغوی د مورال او روحیې په لوړولو کې مرسته کوي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

«رسنۍ باید له وسلوال پوځ سره یو ځای شي، که وسلوال پوځ یوه منډه کوي رسنۍ دې ووايي چې لس منډې يې وکړې، که وسلوال پوځ یوه موضع نیسي رسنۍ دې ووايي چې لس یې ونیوې».

د دفاع وزارت دغه ویاند په خپلو څرګندونو کې له طالبانو څخه د کندز د بیرته نیولو او د هغوی په لیکو کې د ګڼو عربانو او بهرنیو جنګیالو د شتون او سلګونو طالبانو د وژنې ادعا هم وکړه. خو ویې نه ویل چې ایا د تلفاتو دغه ارقام حقیقي دي او که هدف یې د وسلوال پوځ مورال او روحیه لوړول دي.

ښاغلي وزیري همدا راز د کندز په روانه جګړه کې د امریکايي ځواکونو په ملاتړ د اعتراف ترڅنګ له هغوی څخه مننه وکړه چې د ښار د مرکزي برخې په بیرته نیولو کې يې ورسره مرسته کړې. نوموړي وویل: «مونږ د بهرنیانو څخه مننه کوو، مونږ چې هرکله ترې د مرستې غوښتنه کړې بهرنیانو کاملا په هوايي برخه کې زمونږ مرسته کړې».

د دفاع وزارت په داسې حال کې له رسنیو څخه د خپلو بریاوو په خپرولو کې د مبالغې غوښتنه کوي، چې وړمه ورځ د ګډ حکومت لوړپوړو امنیتي ارګانونو اعلان کړی و چې په کندز کې يې د طالبانو والي ملا عبدالسلام د امریکا په هوايي برید کې وژلی. خو طالبانو د ملا عبدالسلام د یوې غږیزې مرکې په خپرولو سره دغه راپورونه د ګډحکومت همیشني «بې ځایه تبلیغات» بللي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اونخیوال وردګ

حقیقت هر چاته معلوم دی
دادی اوس یی په خپله اهتراف وکړ چی مونږ ټول خبرونه درواغ دی
که هر څه وکړي بیا هم نه شی کولای حقیقت له ملت نه پټ کړی
الله ج د مجاهیدینو مل دی که هر وخت وی یوه ورځ به دوی هم په خپله سزا ورسیږي
ان شاالله

احمد

وزیری صاحبه!

تردې وروسته به ستا هر څه په لسو یا یو پر لسو کې ضربوو!؟؟

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x