نظــر

افغانان ولي اوس دامريکا بيرغ سوزوي؟

protest-US-quranتيره ورځ په پېښور کې دميشتو افغان ښوونځيو دمديرانو ، استادانو او شاګردانو لخوا د امريکايي  ګستاخانه فلم پر ضد دغندنې غونډه کې دامريکا په سياست او مسلمانانو سره د امريکا په دښمنۍ  ويناوي وشوې زه دجهاد دپيل څخه دافغانانو دغه ډول تعليمي  او ګونديزو غونډو ته ورځم زما نظر ديريش کاله وړاندې حالاتو ته ورغې او چې دتيرې ورځې د ديريش او يا   شل کاله وړاندې چې دروسانو او دهغه وخت کمونسيت رژيم پر خلاف دافغانستان دمسلمان ملت لخوا مقدس جهاد روان ؤ په پاکستان کې ميشتو افغانانو به دجهادي مشرانو دجذابو او دجهاد داهدافو دويناو په اخر کې دروسيې د ( لورسټک ) بيرغ ته اور واچاوه .

پدې غندنيزه غونډه کې چې دامريکايي  ګستاخ ټيرى جونز لخوا زمونږ دستر لارښود او رحمت اللعلمين په شان کې دفلم په جوړولو ګستاخي شويده هماغه دشلو او ديرشو کالو وړاندې په څير ويناوې وشوې هغه وخت په پاريدلو افغانانو دروسيى او کمونيزم مردباد او اوس يي  دامريکايي  بيرغ دسوزولو پر مهال دامريکا مرد باد نعرى ووهلې .

ددې غونډې په وينا والو کې مې هغه ويناوال هم وليدل چې دمخه به ئې د روسيى او کمزنيزم پر خلاف په پوره جذباتو وينا  کوله او د روسانو کرغيړنې  څيرى به يي  افغانانو ته بربنډولي ولي دامريکا پر خلاف يې ژبه ګونګه وه . زه دافغانستان په عام مسلمان ولس داعتراض ګوته نه پورته کوم خو دومره وايم چې هغه وخت به جهادى مشرانو دامريکا دچارواکو دريګن نه واخله تر اخرى پوړ پورى ټولو سره ناستى او مشورى کولې دروسانو پر خلاف دپروګرامونو او په هغه وخت کې په کابل کې دکمونستي حکومت افغانستان د ورانولو دپاره به يې دالوتکى وروستى برخه د ډالرو ورته ډکه کړه بيا به په غندنيزو غونډو کې دامريکا پر خلاف ددوى په خوله مهر لګيدلى ؤ يوازې دثور داوومي او جدې  دشپږمې په غونډو کې به ئې مردباد کمونيزم نعرى دسټيج پر سر داسې په جوش وهلي چې دمسلمانو افغانانو وينه به ئې په جوش راوسته .اوس هغه ويناوال وائى مسلمان يو او په مقابل کې کفر بل ملت دي .

دکافرو سره تجارت سفارتي اړيکې او ټوله راکړه ورکړه حرامه ده او دا په قران کريم کې ثابته ده . دلته اصلي ټکى ته را ورسيدو، ايا هغه وخت په دې ويناوالو کې دومره سياسي بصيرت نه ؤ چې دقران کريم له دغه امر په اصلي مقصد يې ځان پوهه کړى واى ؟ ايا دامريکا په کفري  هېوادونو کې شمار نه وه ؟ ايا امريکا دمسلمانانو دښمنه نه وه ؟

ايا دامريکا سره ملګرى هېوادونه چې اوس په افغانستان کې د وينو سيلابونه وبهول دادانسانيت قاتله نه وه ؟ ايا هغه وخت مسلمانانو باندې دکفارو پر پخوانيو ظلمونو خبر نه وى ؟ايا داسلام په تاريخ کې تاسو ته ديهود سيسې  نه وى څرګندى ؟

ايا تاسې هغه وخت داسلام دتاريخ مطالعه نه وه کړى . آيا تاسې زمونږ دستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم سره دا بوجهل له  مخالفت اوښمنۍ  خبر نه وئ  ؟ ايا امريکا چې تاسې ته په يوه او بل نامه مرستې  درکولې هغه وخت هغه ډالر حرام نه ؤ ؟ که دا ستاسو ځواب وي چې دهغه وخت سياست همداؤ چې دبل دښمنى په مقابل کې موترى مرسته اخيسته خو اوس  دهغه مرستو په ځواب کې دادى دټولي اسلامي نړۍ سپکاوى  په خپلو سترګو ګوري ؟

هغه وخت مو چې دروسانو بيرغ سوزاوه او دامريکايي  بيرغ ترڅنګ مو دامريکايى چارواکو مشورې  اخستې  پايلې  يې  دا راووتى . چې اوس دهېواد په داخل  کې ، پاکستان او نورو هېوادونو کې افغانان  زمونږ د ستر دلارښود او رحمت اللعلمين دسپکاوي  پر خلاف دروسانو دبيرغ پر ځاى دامريکا بيرغ سوزوي بيا هم لرې نده افغانانو ته او هغه چاته چې اوس هم ځانونه مشران بولې خپل دوست او دښمنى وپيژني نور په خپل مسلمان ملت رحم وکړى  دپرديو  داهدافو دسرته رسولو له جګړې  يې  وژغوري  په افغانستان کې دهر ډول فساد نه دپاک اسلامي ، خپلواکه او دافغانانو دعزت او وقار په لرلو سره سالم حکومت جوړ کړى .

س ، سيرت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x