
کندز ښار له څو ساعته واک وروسته یو ځل بیا سقوط وکړ
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۹مه، ۱۳۹۴ل): په افغانستان کې مېشت د امریکا هوايي ځواکونو تېره شپه د کندز پر ښار پراخ هوايي بریدونه ترسره کړل چې په پایله کې يې افغان امنیتي ځواکونه وتوانیدل چې دغه ښار له طالبانو څخه ونیسي. خو تازه ترلاسه شوي راپورونه وايي چې افغان ځواکونه له کندز ښار څخه تښتېدلي او دغه ښار یو ځل بیا د طالبانو لاس ته لوېدلی.
له سیمې څخه عیني شاهدان وايي چې طالبانو د ښار هغې سیمې بیرته نیولي دي چې تېره شپه یې له امریکايي عسکرو سره په جګړه کې خوشې کړې وې.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د کندز ښار بیرته نیول تاییدوي او وايي چې دوی د یو ځانګړي تاکتیک له مخې مقابل لوري ته فرصت ورکړی و ترڅو ښار ته ننوزي. نوموړی زیاتوي چې ګډ ځواکونه یې د کندز له ښار څخه بیرته شړلي او د هوايي ډګر پر لور تېښتې ته اړ کړي دي.
ښاغلی مجاهد وايي:
«نن سهار مزدور عسکر د امریکایانو په اوږو سپاره د لږ مهال لپاره د کندز ښار ته رادننه شول چې بیرته پسې اخیستل شوي او اوس ښار بیرته ونیول شو».
د طالبانو ویاند زیاتوي چې د ځانګړو تاکتیکونو په مټ له تلفاتو څخه ژغورل شوي دي.
پر کندز ښار د څو ساعته واک وروسته د دغه ښار د دوهم ځلي سقوط راپورونه په داسې حال کې ورکول کیږي چې له تېرې شپې راهیسې د دې ولایت قلعه زال ولسوالۍ، د بغلان ولایت تالاوبرفک ولسوالۍ او د تخار ولایت خواجه غار ولسوالۍ هم سقوط کړی او د طالبانو لاس ته لویدلي دي.
دولتي چارواکو تر اوسه د کندز د بیاځلي سقوط په باب څه نه دي ویلي.
ورورجانه ویډیودرته لیګم پوسټ یی کړخ