د کندز په جګړه کې بهرني ځواکونه هم برخه لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۹مه، ۱۳۹۴ل): له تېرې شپې راهیسې د کندز په مرکز کې د طالبانو او حکومتي او بهرنیو ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده. نن سهار د کورنیو چارو وزارت ویاند، صدیق صدیقي داسې مهال د کندز د مرکز د نیولو خبر ورکړ، چې د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد د دغه ولایت د امام صاحب ولسوالۍ ته د خپلو ځواکونو د رسېدلو خبر ورکړ.

تر دې دمه د طالبانو او حکومت غاړې د پرمختګونو ادعاوې کوي. دغه خبرونه د کومې خپلواکې سرچینې له لورې نه دي تایید شوي.

ځینو نړیوالو رسنیو هم خبر ورکړ، چې د کندز په جګړه کې له افغان امنیتي ځواکونو سره بهرني ځواکونه هم برخه لري. دا لومړی ځل دی، چې د ۲۰۱۴م کال له پای وروسته بهرني ځواکونه په جګړه کې برخه اخلي.

د کابل او واشنګټن ترمنځ د لاسلیک شوي امنیتي تړون له مخې، بهرني ځواکونه به له ۲۰۱۴ کال وروسته یوازې د مشوره ورکولو او تجهیز او روزنې په برخه کې له افغان ځواکونو سره مرسته کوي.

د امریکا سي ان ان ټلویزیوني چینل نن راپور ورکړ چې د کندز په جګړه کې د دغه هېواد اړوندو ځواکونو هم هوايي بمبار کړی. سي ان ان لیکي: «د امریکايي ځواکونو پر سخت بمبار سربېره، کندز ته څېرمه د ناټو ځواکونو محدودې قطعې هم افغان ځواکونو ته په مشوره ورکولو او لارښوونې بوخت دي».

د کورنیو چارو وزارت ویاند هم د کندز په جګړه کې د بهرنیانو شتون تاییدوي: «په دغو عملیاتو کې د پرېکنده ماموریت بهرني ځواکونه هم د افغان ځواکونو ملاتړ کوي». په جګړه کې ښکېل افغان سرتېري چې نه غواړي نوم یې یاد شي هم په جګړه کې د بهرنیانو شتون مني: «بهرني مرين ځواکونه له موږ سره یو ځای دي».

امریکايي جنرال، مارک هرټلنګ وايي: «موږ امریکايي جنګي الوتکې ولیدې چې له افغان حکومت او افغان ځواکونو سره یې مرسته کوله؛ ځکه دوی لا هم په یوازې سر مقاومت نه شي کولای». دغه امریکايي متقاعد جنرال دا هم په ډاګه کوي، چې ځانګړي امریکايي ځواکونه، د ځانګړو عملیاتو قطعې هم په کندز کې د طالبانو پر ضد له افغان ځواکونو سره مرسته کوي.

د بهرنیو ځواکونو اړتیا

له هغې وروسته چې طالبان وتوانېدل د کندز مهم ښار ونیسي، د ګډ حکومت مشر او اجراییه رييس تر سختو نیوکې لاندې راغلل. د کندز د

د کندز د جګړې پر مهال د اجراییه رييس په ګډون د ګډ حکومت ډېری چارواکي په بهرنیو سفرونو بوخت وو

د کندز د جګړې پر مهال د اجراییه رييس په ګډون د ګډ حکومت ډېری چارواکي په بهرنیو سفرونو بوخت وو

جګړې پر مهال د اجراییه رييس په ګډون د ګډ حکومت ډېری چارواکي په بهرنیو سفرونو بوخت وو.

عبدالله عبدالله پرون وویل، چې د طالبانو له خوا د کندز ولایت مرکز نیولو وښوده چې افغان ځواکونه لا هم د بهرنیو ځواکونو ملاتړ ته اړتیا لري. طالبانو څوارلس کاله وړاندې د خپل حکومت له سقوط وروسته د لومړي ځل لپاره د یوه ولایت مرکز ونیو.

عبدالله عبدالله وايي، افغان ځواکونو د بهرنیانو له وتلو وروسته یوه «ستر مسوولیت» ته اوږه ورکړې ده. د ګډ حکومت اجراییه رييس وايي: «زه هیله من یم چې کندز به ‘ژر’ په څو ورځو کې ونیسو».

اجراییه رييس زیاتوي: «په عین وخت کې دا هم په ډاګه شوه چې افغان ځواکونه لا هم د بهرنیانو د ملاتړ دوام ته اړتیا لري». د ګډ حکومت دغه مشر وايي، دا متحده ایالاتو پورې اړه لري چې پرېکړه وکړي چې د خپل شتون د راکمولو پر پلان بیاکتنه وکړي؛ خو: «تر کومه ځایه چې زه پوهېږم، د ټولو هغو امریکايي جنرالانو او مامورینو نظر چې د جګړې په ډګر کې حضور لري، همداراز زموږ د خپلو نظامي مشرانو نظر دا دی چې له ۲۰۱۶م کال وروسته د بهرنیانو شتون ته اړتیا شته».

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د