افغانستان

ایساف: د پل علم په سرښندونکی برید کې دوه تنه بهرني عسکر ووژل شول

American soldier June242010Kandaharنن ټکی آسیا: د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې پر بهرنیو ځواکونو سرښندونکی برید شوی، چي له کبله یې د ایساف په وینا دوه تنه بهرني سرتیري ووژل شول.

د لوګر امنیه قومندانۍ څخه چارواکو رسنیو ته ویلي چي دغه سرښندونکی برید نن شا وخوا یولس بجې د ولایت د مرکز پل علم څخه په درې کلیومتری کې د بره کي برک ولسوالۍ بر سړک د اوني سیدان په کلي کي ترسره شوی.

هغوی ویلي چي لومړی د افغان او بهرنیو ځواکونو پر ګډي ګزمي د سړک د غاړي ماین وچاودېد، او بیا یو کرولا ډوله موټر چي د چاودېدونکو توکو ډک وو، د بهرنیو ځواکونو د موټر سره ټکر سو، او چاودنه وشول.

هغوی د مرګ ژوبلي په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

په کابل کې د ایساف مطبوعاتي دفتر هم د پيښي پخلی وکړ، او زیاته کړه چي لومړی د وسلوالو مخالفینو سره جګړه ونښتله، او بیا سرښندونکی برید تر سره شو، چي له کبله یې د ایساف دوه تنه عسکر ووژل شول.

هغوی د وژل شویو عسکرو هویت نه دی څرګند کړی.

د عیني شاهدینو په قول سیمه د بهرنیو او افغان ځواکونو له خوا کلا بنده شوې، او سیمي ته د امبولانس او نورو الوتکو تګ راتګ زیات شوی.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x