افغانستان

میدان وردګ: طالبانو د سیاف مشهور قومندان وواژه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۹مه، ۱۳۹۴ل): د پخواني جهادي رهبر او جنګسالار عبد رب الرسول سیاف نږدې قومندان «داود» تېره ورځ د میدان ورګو په جلریز ولسوالۍ کې ووژل شو.

قومندان داود د پغمان اوسیدونکی او د پخواني جنګسالار سیاف د تنظیم مخکښ غړی و او په میدان وردګ ولایت کې د ملي اردو د شپږم کنډک قومندان و.

د میدان وردګو والي ویاند «عطاء الله خوګیاڼي» ویلي چې ډګرمن داود په سیمه کې د طالبانو په کمین کې ووژل شو.

نوموړی په سیمه کې په ظلم او وحشت پیژندل کیده، د سیمې اوسیدونکي وايي چې هغه به عام ولسي وګړي د طالب په نامه په وحشتناک ډول شکنجه کول او له ځینې خلکو کې يې تناسلي آلې هم پرې کړي دي.

طالبانو د قومندان داود د وژنې پړه په غاړه اخیستې او ویلي يې دي چې له نوموړي سره یې د ملي اردو ۱۳ تنه عسکر هم له مینځه وړي دي.

پخواني جهادي مشر او جنګسالار سیاف د قومندان داود په وژنې ژوره خواشینې څرګنده کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حامد

سياف هم دوحشت اوظلم دكاروان لاروي دي الله دي وكي جه يوه ورز دده د وزني خبر هم نشر شي انشاالله غازيان دي زوندي وي

احمد

وایي چې بد ګرځي بد به پرځي.

د پښتو ژبې اور ژبی شاعر عبدالقادر خټک وایي:

دغه زور به چلوې تر کومه پورې >><><< ما دا ستا د پریواته هله ارمان خوړ

دا وحشي ځناور به اوس د خدای حضور ته ورشي او د خپلو وحشیانه کړنو ځواب به ورکړي. انشاالله
مننه

pattang

که دا منافق مردار شي زه به لوی خيرات وکړم ! دا سياسي فاحشه له cia نه ځيره اخلي خو ځان مجاهد بولي !
ورڼو دافغانستان ددولت له شورا نيولې تر سینا پورې ټولې پیسې يې cia ورکوي او دا کسان اوس ځانونه مجاهدين بولي!
هو دوی ددالرو مجاهدین هېواد فروشان دي !

امان

سیاف باید خواشینی وکړی ځکه چی دی ځناورو نه یی یو کم شو اوس به دخداوند ځواب ورکړی.:روس دا عمل نو کړی چی دی دروس بچی کاوه او دی مسلمانو تناسلی التونه یی پریی کول. لعنت دی پر داسی انسان وی.
انشالله چی یو ورځ به غټ ځناور سیاف هم مردار شی.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx