نظــر

هغه حقائق چې د کندز جګړې روښانه کړل

لیکوال: حبیب مجاهد

کندز ښار طالبانو د څو ساعتیزو عملیاتو په پیل کې مکمل فتحه کړ، د ښار د بیا نیولو لپاره دداخلي عسکرو ټولې هڅې ناکامې ثابتې شوه، د جګړې په دریمه شپه ناڅاپه امریکایي هوایي او ځمکنیو ځواکونو به کندز درنه حمله وکړه، په سلګونو امریکایي ځانګړې ځواکونه د کندز هوایي ډګر ته نږدې او د ښار په زړه کې له چورلکه پیاده شول او په ښار امریکایي الوتکو درنه بمباري پیل کړه..

دکندز دری ورځني جریان لاندې خبرې ثابتې کړې .

ـــ طالبان یوه کمزورې یا ګریزي چریکي ډلګۍ نه بلکې یو منظم او د حکومت په وړاندې موازي جنګي صف دی، چې کولای شي د هیواد شپږم لوی ښار په ظرف د څو ساعتونو کې فتحه کړي.

ــ دولتي ځواکونه تر اټکل زیات کمزوري ، بې روحیې او تښتیدونکي دي، چې د پایدار مقاومت او موضع ګیرۍ تاب او تجربه نلري بلکې یو معمولي تعرض یي هم په تیښته مجبورولای شي.

ـــ د کندز پیښې ثابته کړه چې طالبان د کلیو غوندې په ښارونو کې هم پراخ ملاتړ له ځان سره لري، د کندز عامو ښاریانو د طالبانو دروند استقبال وکړ ، هغوی یې په غیږ کې ونیول او په خندانو څیرو یي ورسره سیلفي انځورونه واخیستل .

ـــ دا خبره ثابته شوه چې طالبان د پخوانیو تنظیمي مجاهدینو غوندې څولاسه او خپلسري نه دي چې ښارونه له سقوط وروسته د غنیمت په نوم لوټ او تالان کړي، طالبانو نه یوازې د ښار امنیت او شتمنۍ وساتلې بلکې د هغو حکومتي فرصت طلبو مخه یي هم ونیوله چې غوښتل یي له ګډودۍ په استفاده عامه شتمنۍ لوټ کړي.

ـــ په کندز کې چې کله د داخلي عسکرو ځوابي عملیات پرلپسې ناکام شول، نو امریکایي ځواکونو او الوتکو په ښار دروند برید وکړ، امریکایي پوځیان د کندز ښار په مختلفو ساحو کې پیاده شول . دې پیښې وښودل چې د اوباما لخوا د افغان جګړې د پای اعلان هسې یوه غولوونکې ادعاء وه چې هیڅ حقیقت نلري، امریکایان اوس هم د پخوا په شان جنګي اشغالګر او د افغانستان په ځمکه او هوا د حاکمیت متکبرانه سوچ او اراده لري که ددوی دغه اشغال څوک وننګوي دوی په ټول قوت سره میدان ته راوځي او خپل ټول پوځي زور کاروي.

هغه کسان چې دا ډیره موده یي تبلیغوله چې امریکایان او نور اشغالګر کفار له افغانستانه وتلي،جنګ بین الافغاني دی او طالبان باید پرته له قید او شرطه اوربند وکړي دغه اوسنۍ د کندز پيښې ته باید ژور ه توجه او پام وکړي تر څو وپوهیږي چې دا هیواد لاهم اشغال او د کفارو تر عملي پوځي تهدید لاندې دی. دلته لا هم امریکایي یرغلګر شته چې د جګړې اصلی لوری دي او د اړتیا په وخت میدان ته کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

همداسې ده مننه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x