افغانستان

نیویارک ټایمز: د چارواکو د ادعاوو سربېره؛ کندز لا هم د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۹مه ۱۳۹۴ل): نیویارک ټایمز په یوه تازه راپور کې وايي چې د افغان حکومت د ادعاو سربېره د کندز اوسیدونکو او ولایتي چارواکو ورته ویلي چې د کندز ښار لا هم د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دی.

نیویارک ټایمز د کندز د ولایتي شورا غړې کریمه صدیقي له قوله لیکلي چې «ښار تر دې مهاله د طالبانو تر کنترول لاندې دی» خو افغان امنیتي ځواکونه د کندز ښار دروازو پورې یو ځل «چکر» وهلی دی.

د کندز ډيری اوسیدونکو منلې چې جګړه لا هم روانه ده.

د صدیقي په نوم یو تن چې په کابل کې اوسیږي خو په کندز کې د خپلې کورنۍ سره اړیکه لري نیویارک ټایمز ته ویلي چې «افغان امنیتي ځواکونو د هغو طالبانو پر وړاندې مقاومت کوي چې د ملي اردو یونیفارم یې اغوستی دی».

د طالبانو یو له عامو جګړییزو تکتیکونو څخه یو دا هم دی چې د افغان ځواکونو یونیفارم استعمالوي څو دولتي ځواکونه مغشوش کړي.

د دوشنبې په ورځ طالبانو د کندز ولایت د یوې ورځې درنې جګړې په ترڅ کې ونیولو. نن پنجشنبه د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ادعا وکړه چې په کندز ولایت اوسمهال د افغان ځانګړي ځواکونو کنترول دی. نیویارک ټایمز وايي چې دغه کنترول د ډيرې لنډې مودې لپاره و.

صدیقي ویلي چې ښار دوی نیولی خو تصفیوي عملیات روانه دي. ورځپاڼه وايي چې ځايي اوسیدونکو دغه ادعا نه ده تایید کړې.

تر هغه وروسته چې د شپې مهال طالبانو تکتیکي شاتګ وکړ، ځايي اوسیدونکي ام ایس صدیقي نیویارک ټایمز ته ویلي طالبانو چې د ملي اردو یونیفارم یې په تن وو، ځینو موټرسایکل چلولو او ځینو نورو هغه ټانګونه او موټر چې د کندز په جګړه کې یې نیولي وو، چلول. دوی هغه افغان ځواکونه چې د ښار په څنډو کې و، په شا وتمبول.

سلګونه حکومتي چارواکي د کندز په جنوب کې د هوايي ډګر دننه کلابند دي او مرستندویه ځواکونه لا هم په لارو کې د طالبانو په بریدونو کې ګیر دي. ویل کیږي چې دولتي ځواکونه لا هم په بغلان کې د طالبانو له بریدونو نه دي وتلي.

د کندز یو بل تن اوسیدونکي یادې ورځپاڼې ته منلې چې طالبان لا هم د چاردرې په ولسوالۍ واکمن دي. دغه ولسوالي د کندز مهمه ستراتيژیکه ولسوالۍ ده، ځکه ددغې ولسوالۍ څخه د افغانستان مهم ولایت مزارشریف ته سرک تللی.

پر کندز ښار د څو ساعته واک وروسته د دغه ښار د دوهم ځلي سقوط راپورونه په داسې حال کې ورکول کیږي چې له تېرې شپې راهیسې د دې ولایت قلعه زال ولسوالۍ، د بغلان ولایت تالاوبرفک ولسوالۍ او د تخار ولایت خواجه غار ولسوالۍ هم سقوط کړی او د طالبانو لاس ته لویدلي دي.

په داسې حال کې چې د کندز په جګړه کې له افغان امنیتي ځواکونو سره بهرني ځواکونه هم برخه لري. دا لومړی ځل دی، چې د ۲۰۱۴م کال له پای وروسته بهرني ځواکونه په جګړه کې برخه اخلي.

د کابل او واشنګټن ترمنځ د لاسلیک شوي امنیتي تړون له مخې، بهرني ځواکونه به له ۲۰۱۴ کال وروسته یوازې د مشوره ورکولو او تجهیز او روزنې په برخه کې له افغان ځواکونو سره مرسته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x