افغانستان

مجاهد: رسنۍ دې په راپورونو کې خپلواکي وساتي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۹مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو له رسنیو او ژورنالیستانو غوښتنه کړې چې د راپورونو په خپرولو کې له بې پرې توبه کار واخلي او د هیڅ اړخ پلوي ونه کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې بار بار یې له رسنیو څخه دا غوښتنه کړې خو په خبره یې، رسنیو دې غوښتنې ته هیڅ توجه نه ده کړې.

نوموړی زیاتوي چې رسنۍ باید خپل ژورنالیستک حیثیت زیانمن نه کړي:

«دوی بايد خپل رسنيز رسالت په کامله توګه سرته ورسوي، د خپلې دندې خيال وساتي او حيثيت يې تر پښو لاندې نه کړي».

ښاغلی مجاهد په ژورنالیستانو غږ کوي چې «ځان يو طرفه ثابت نه کړي تر څو په راتلونکې کې خپل زورېدلي مسلمان اولس ته سر ټيټي نشي».

ذبیح الله مجاهد د کندز پېښې ته په اشارې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د تېرې شپې له موقتي تاکتیکي وتلو وروسته اوسمهال د کندز ښار په بشپړ ډول د دوی تر واک لاندې دی. نوموړي په رسنیو نیوکه کړې چې نن یې د کندز په اړه د دوی څرګندونو ته پاموړ خبري پوښښ نه دی ورکړی.

د طالبانو ویاند په داسې حال کې له رسنیو څخه د بې پرې توب غوښتنه کوي چې نن د دفاع وزارت مرستیال ویاند «دولت وزیري» له رسنیو څخه په ټینګه غوښتنه کړې چې د وسلوال پوځ پرمختګونه دې له حقیقي ارقامو څخه لس چنده زیات ځلوي او «که وسلوال پوځ یوه منډه کوي رسنۍ دې ووايي چې لس منډې یې وکړې، که وسلوال پوځ یوه موضع نیسي رسنۍ دې ووايي چې لس یې ونیوې».

تر دې وړاندې هم طالبانو پرلپسې په رسنیو غږ کړی چې د رسنیزو اخلاقو او اصولو له مخې په یوه راپور کې باید لږ تر لږه د دواړو لوریو نظرونه راونغاړل شي.

یو شمېر ژورنالستان مني چې رسنیز فعالیتونه یې د خبري سانسور ښکار ګرځي، خو زیاتوي چې د امنیتي چارواکو لخوا د ګواښ او تهدید له کبله اړ دي ترڅو په حساسو پېښو کې له رسنیزو اصولو او ژورنالستیکو اخلاقو پښې واړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عمروردګ

دوی خو دا غوښتنه څو څو ځله کړی ده خو که یی ومني دا په ډیره ښه وی ځکه چې ملت به په حقیقت پوه شي

رشتوني لار

مننه وروره

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x