fbpx

شاباش طالبانو!

حمزه افغان
له نن نه څوارلس کاله مخکې کله چي امریکا په افغانستان باندې یرغل وکړ،او د افغانستان اسلامي امارت یې له مینځه یوړ، نو یې په خپلو ظلمونو او وحشتونو لاس پورې کړ، تر څو د خلکو د ذهنونو څخه دا مفکوره هم ورکه کړي چي بیا به طالبان راځي. همداسې وشول چي د ټولو خلکو دا یقین جوړ شو چي بیا به د امریکا په خلاف هیڅوک هم دا جرأت ونه کړي چي وسله پورته کړي. خو نه هسې ونه شول څنګه چي ددوي فکر و ، بلکې الله تعالی یو داسې ډله راپیدا کړه چي له الله پرته له بل چا یې ویره نه کیدله چي هغه همدا طالبان دي ، چي د امریکا په خلاف یې وسله پورته کړه ، تر څو خپل کړیدلئ ولس ددوي له ظلمونو څخه په امان کړي،او د خپل ولس د زخمونو لپاره ملحم شي. نو په الله یې توکل وکړ او څوک چي په الله توکل وکړي نو یواځې الله ورته کافي ده (ومن یتوکل علی الله فهو حسبه) همغه و چي د وخت په تیریدو سره یې همدغه دښمن دې ته مجبور کړ چي له دوی سره مذاکرات وکړي او خبرو ته ورسره کیني ، او په دې قایل شول چي طالبان زمونږ په وړاندې یو ځواک ده.
نو طالبانو هم دا کوشش شروع کړ تر څو د دښمن په مقابل کې د خپل دریځ څخه وانه وړي ، او په دې کوشش وکړي چي د ولس تر مینځ محبوبیت پیدا کړي ، نو د وخت په تیریدو سره دې حد ته ورسیدل چي ولس یې د راتللو ارمان وکړ او ددې ارمان ترسره کولو لپاره یې په خپله غیږه کې ځای ورکړ، او په ډاګه یې له دوی څخه ملاتړ اعلان کړ. نو طالبان هم د خپل جدوجهد او د ولس په ملاتړ دې حد ته ورسیدل چي اوس په دې قادر دي چي په مکمل ډول ولسوالئ او ولایت تر خپل کنټرول لاندې راولي، راځم د تیرې ورزې د کندوز فتحې ته چي طالبانو وکولئ شول جي په مکمله توګه د کندوز ولایت تر خپل کنټرول لاندې راوست.
اوس سوال دا ده چي آیا طالبان به وکولئ شي چي دا ولایت تر خپل کنټرول لاندې وساتي او کنه؟
دا مهمه نه ده چي طالبان دې دا تر خپل کنټرول لاندې وساتي ، بلکې په دې فتحه د طالبانو څو هدفونه و چي هغه یې لاس ته راوړل، چي په لاندې ډول دي
۱:دا چي حکومت ته دا معلومه شي چي طالبان اوس کولئ شي چي په مکمل ډول یو ولایت تر خپلې ولکې لاندې راولي ، او د حکومت مورال یې په مقابل کې کمزورئ معلوم شي.
۲:دوهم هدف یې له ولایت څخه د بندیانو خلاصون و ، جي په مکمل ډول سره یې ټول آزاد کړل.
۳:دریم هدف یې د غنیمتونو لاس ته راوړل و ، چي په دومره اندازه غنیمتونه یې لاس ته راوړل چي هغه د نورو ولایتونو د نیولو لپاره کافی دي.
۴: دا چي د خلکو تر مینځ دا سوچ ختم شي چي که بیا طالبان راشي نو د ولس سره به سه ډول رویه کوي ، آیا سر او مال به یې خوندي وي او کنه ، لله الحمد هغه دی چي هغه ټولو ته معلوم شو.
د طالبانو وروڼو لپاره یو څو لارښوونې تر څو دښمن د دوی د مقابلې څخه ناتوانه شي!
۱: دا چي دوی دغه کوم غنیمتونه چي نیولي دي ، دا د ټول ولایت په مجاهدینو تقسیم کړي او حتی چي خپلو نژدې ولایتونو ته یی ولیږي ، تر څو وکولئ شي له هر لوري د دښمن مقابله وکړي.
۲: دا چي د وردګو او لوګر مجاهدین په خپلو بریدونو کې اضافه والئ راولي، تر څو دوی په خپل ځای کې په ډار شي نو ستاسې طرف ته توجه به یې له مینځه لاړه شي.
۳: دا چي دوی اوس له شمال نه صرف په خطر کې دي ڼو په جنوبي ولایتونو کې خپلو حملو ته زور ورکړئ تر څو له دوی څخه لاره ورکه شي.
۴: دا چي د کندوز په نژدې کلیو کې له هغو کسانو سره چي هغه افشا نه وي صلاح ځای پر ځای کړئ، تر څو تاسې یو څه تکتیکي شاتګ وکړئ او دښمن په دې یقیني شي چي دوی لاړل ، او بیا پرې له دواړو طرفونو برید وکړئ تر څو ترې لاره ورکه شي.
۵: دا چي ولس له ډیره وخته دداسې ورځې د راتللو په ارمان و ، هغه ده چي ارمان یې نن پوره شو ، نو د ولس سره ښه معامله وکړئ تر څو یې زړونو ته تسکین میلاو شي.
په آخر کې ټولو مجاهدینو ته دا وایم چي تواضع اختیار کړي، او هغه د مکې فتحه ځان ته رایاده کړي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په کوم حالت کې مکې ته ننوت ، او بل دا چي د آمر اطاعت ته خاصه پاملرنه وکړئ.
د یو سپیڅلي اسلامي نظام په هیله!

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
pattang
میلمه
pattang

ياره زړګۍ مې داسې راته وایې که ځوان وی نو دغه یې وخت وو پرې ور غورځېدلی به ومه۰
که په میوند کې شهيد نشوې
خدا ږو لا لیه بې ننګي له دساتمه !