نظــر

دجال او دهغه پیغامات

future-pastد سړکونو په غاړو به تاسو ته داسی اشتهارات تر سترګو شی چی عجیبی او غریبی جملی به پری لیکی وی کومه جمله چی به له هغه اشتهار سره هیڅ ارتباط نه لری.
مثلا:
یو وخت یوی د سګریټو کمپنی اعلان جاری کړی وو لیکن په هغه باندی داسی جمله لیکل شوی وه
I am present and I am moving on
یعنی زه موجود یم او زه په حرکت کی یم
بیا بله د سګریټو کمپنی وه چی د هغه په اشتهار بیا داسی لیکل شوی وه.

I was, I am, I will be.
یعنی پرون هم وم نن هم یم سباته به هم یم ,  
دا په حقیقت کی خفیه پیغامونه دی د کومو تعلق چی د دجال تر راتللو پوری دی ـ همدغه شان دجال د مختلفو لارو او مخلتفو نښانیو له لاری خپلو پیروانو ته خفیه پیغامونه لیږی.
او هغوی یی  حکمونه هم منی ولی چی دوی یی تابع کړیدی دوی ته یی ټیکنالوجی او ډیری نوری پوهی ورکړیدی او همدغه د دجال امتیاز دی لکه انسټاین چی د دتعلیم په دوره کی تر ټولو لوی غبی او ټمبل وو او وروسته د لږ وخت لپاره ورک شو چی بیرته راستون شو هغه بدل شوی وو او برقونه یی کشف کړل.
انسټاین ځکه د دجال تابع او بنده وو چی هغه به په خپلو مقالو او تقریرو کی د (زما په نظر) پرځای (زمونږ په نظر) لیکل او ویل او همدغه شان به یی (زمونږخدای) پر ځای  (زما خدای) ویل او دایی هم ښه دلیل دی چی انسټاین یهودی وو او یهودان د دجال لشکر دی.
ګوره چی نور یی څومره کسان ورته تربیه کړی وی له دی موضوع نه کتابونه ډک دی خو زه صرف دا ثابتو غواړم چی د جال راتلونکی دی او امریکا یی د ملاتړ ویاړ لری یا داسی  چی د افغانانو او دجال سره جنګ دی.
دجال مونږ ته زمونږ په کور کی زمونږ به غیږ راغلی بس دادی ملا محمد عمر مجاهد یی هم نوره ملا ورته کړیده او ژر ده چی دجال ایمان راوړی.

ناسا کمپنی اختراع نه بلکی نقل کوی او تجربه پری کوی زما خو دا نظر دی چی ناسا د د جال په ملاتړ هرڅه پر مخ بوځی.
نه یوازی ناسا بلکی د د جال ستره قومندانی یعنی پینټاګان د دجال په پلان کارونه مخی ته بوځي او عملی کوی یی نو امریکا افغانستان ته د جال په امر راغلی ولی چی دجال هغوی ته لاری ورښیی او دادی نن سبا یی د دجال د خلقت د محبوبیت لپاره تبلغات شروع کړیدی او هیڅ وس نه دریغوی او د دی پیروسی لارویان په افغانستان کی تر ټولو زیات فعاله دی او فخر یی ګڼی.
 د دجال د ملاتړ ویاړ ربانی هم درلود اوس یی دهغه میراث خواره لری او دهغه ټوله کابینه د دجال د تره زامن دی سیاف خو یی ډیر نږدی رشته دار دی.
هالیووډ راغی له هغه وروسته بالیووډ راغی او دادی اوس خو په افغانستان کی هم د کوم ووډ خبره کیږی.

اوریدلی می دی چی په احادیثو کی دی چی له دجال مخکی به اویازره علماء وی چی د دجال لاره به صفا کوی معنی دجال ته به یی مخکی نه خلک اماده کړی وی چی هغه کاذب رښتونی دی.
او دا ځکه حقیقت لری ولی چی نن سبا چی علماوو د کفارو کوم خدمت کړیدی نو هغه اومیان نشی کولای.
 سیاف یی تر ټولو مشهور دی بل قرضاوی شو د پاکستان افغانستان هندوستان ایران مصر عربستان او لنډه داچی تر اویازرو پوری علما یی په چوپړ کی دی او څه لا مړه او یا قتل شویدی.
زمونږ د کندهار میسټر فیاض هم د دجال له ټولی وو قتل شو او لاړو اوس به یی د اصلی پروردګار غضب نوش جان کړی وی.
خو دا هم باید له یاده ونه باسو چی د دجال مخه هم ملا او طالب ډب کړیده که دوی نه وای نو خدای خبر چی اوس به مونږ دچا بندګان وای دا خو دوی دی چی فساد سره سره یی د دجال سر ور وټکوو.

اشتهارات خو یی د پیغام رسولو  نمونه مشت خروار ده په یو کتا ب کی می لیدلی وو چی جیو تلویزیون هم کله کله دا جیم داسی تاو راتاو کړی چی د د جال سمبول پکښی له ورایه ښکاره شی او ډیر نور نشرات یی د د جال په همکاری کنایة او صریحا دلالت کوی.
نو ولی دانور تلویزیونان رادیوګانی سوشیل نیټورکس لکه فیسبوک، ټیوټر، او ډیری نوری بلاوی دا ټول د د جال دراتګ او استقبالیه په موخه ایجاد او تمویل کیږی.
کله کله خو می پر دی تبلیغانو هم شک  راشی ولی چی دوی هغه څه کوی چی دجال یی کول غوښتل او دومره منظم تشکیلات لری چی بیله یو نظریی او ښه پراخ لوی تنظیم نه بغیر یی څوک نشی منظم کولای. له یو چا نه می واوریدل چی هر ورځ دولس زره تشکیلات لری او په هر تشکیل کی له شلو تر دیرشو کسان وی او هغه ځایونوته یی تشکیل کیږی چی د دوی په لیسټ کی وی او هغه لیسټ بیا هغه کسان هم مشخص کړیدی چی له دوی سره جوړ دی او هغه کسان هم چی له دوی سره ناجوړ دی او دا فضایل اعمال خو یی داسی فرض کړی وی لکه تلاوت بیله دی بله دنده نه لری. والله اعلم بالصواب خو زما شک دی ولی چی دوی تر اوسه زما د سوالو مقنع جواب نه دی راکړی.

د فلمونو او سندرو له لاری هم دا پیغامونه رسوی که چیرته ښه ځیر شی نو په نظر به موشی چی تاسو په یو رازداره دنیا کی اوسی خفیه اشارات…..خفیه پیغامات….به په هر طرف په لیکلی بڼه په نظر درځي.
او له ډیرو نورو لاور دجال پیغامونه رسوی او یا یی رسوی هم نه سیده ورته وایی یا د شیطان په واسطه او یا پخپله.

جاوید عمری

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x