افغانستان

جلال اباد: د امریکايي الوتکي د غورځېدو په پيښه کې ۱۲ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): په کابل کې د امریکا د پوځ چارواکو د یوې خبرپاڼي په نشرولو سره ویلي چې تیره شپه د جلال اباد په هوايي ډګر کې ددوی د ځواکونو یوه عسکر او بار وړونکې الوتکه (C-130) غورځېدلې چې له کبله یې ۱۲ تنه وژل شوي.

په کابل کې د امریکايي ځواکونو ویاند برین ټریبوس ویلي چې الوتکه هواته د پورته کېدو وروسته سمدستي وغورځېدل.

نوموړي وویل چې په دغه پيښه کې ۱۲ تنه ووژل شول، چې د هغو څخه ۲ تنه افغانان، ۵ تنه د الوتکي چلونکي د امریکايي پوځ افسران، او پاته ۵ کسان د ناټو سره بهرني قراردادیان وه.

نوموړي ویلي چې د پوځ ۵ تنه افسران د الوتکي پیلوټان وه.

هغه زیاته کړه چې په الوتکه کې سپاره ۵ تنه قراردادیان د ناټو په مشري د بشپړي همکاري په سلسله کې د افغاني ځواکونو د روزني او مشورې ورکولو مسؤولیت په غاړه لرله. په خبرپاڼه کې او نه هم د امریکا د پوځ ویاند دا جوته کړې چې دغه قراردادیان د کوم هیواد تابعیت لري.

تر اوسه د پيښي اصل علت نه دي مالوم، او نه هم په افغانستان کې د امریکا د پوځ چارواکو په دې اړه څه ویلي.
د امریکا د پوځ ویاند برین ټریبوس ویلي د الوتکې د غورځېدو په وخت کې د دښمن کوم تحرکات نه دي تر سترګو شوي.

باید وویل شي چې د امریکا د پوځ (C-130) الوتکه څلور ماشینه عسکر او بار وړونکې الوتکه ده، چې په یوه وخت زیات شمېر عسکر او پوځي وسایط انتقالولای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
رشتوني لار

مننه وروره

رشتوني لار

ډير ښه

سالم جهادخوش

داچی دوی پخپله دولس کسان منی نوشکاره خبره ده سی دوزل سویو عسکروشمیریوسل اوشل عسکراوافسران دی

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x