افغانستان

د مړو شمېر ۱۴ ته پورته سو، طالبانو د امریکايي الوتکي د ویشتلو مسؤولیت په غاړه واخیست

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): طالبان وايي چې په جلال اباد کې د امریکایانو غورځېدلی الوتکه دوی غورځولي چې له کبله یې لږ تر لږه ۱۵ بهرني عسکر او زیات شمېر داخلي عسکر وژل شوي دي.

په یوه کوچني پیغام کې چې د طالبانو له لوري رسنیو ته لیږل شوی په کښي ویل شوي چې ددې پيښي په اړه به نور معلومات وروسته خپاره کړي.

د امریکایانو دغه الوتکه چې تیره شپه د جلال اباد د هوايي ډګر څخه د پورته کیدو وروسته غورځېدلي، د وروستیو راپورونو سره سم په دغه عسکر او وسایط وړونکې لویه الوتکه کې ۱۴ تنه وژل شوي.

دغه الوتکه چې نوعیت یې (C-130j) ښودل شوې، د امریکايي ځواکونو د خبرپاڼي سره سم د هوايي ډګر څخه د پورته کېدو وروسته د نامعلومو وجوهاتو له کبله غورځېدلې، چې له کبله یې د لوموړی معلوماتو سره سم ۱۱ تنه وژل شوي.

ځیني امریکايي رسنۍ خبر ورکوي چې په دغه الوتکه کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي، چې په هغه کې ۶ تنه امریکايي عسکر، ۵ تنه عسکري قراردادیان، او ۳ تنه افغانان دي.

تر اوسه د ناټو د ۵ تنه قراردادیانو په اړه څه نه دي ویل شوي چې د کوم هیواد تابعیت لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x