
د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې هم جګړه روانه ده
نن ټکی اسیا (جمعه، تلې۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د جوزجان ولایت له درزآب ولسوالۍ نه را رسېدلي خبرونه وايي، د دغې ولسوالۍ په شاوخوا کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ نښتې رواني دي.
د درزآب ولسوال ذبیح الله زاهد رسنیو ته د نښتو خبرونه تایید کړي او ویره ښيي چې که د اربکیانو او پولیسو لازمه مرسته ونشي، نو درزآب ولسوالۍ به هم د طالبانو لاس ته ولویږي.
بل پلو د جوزجان امنیه قومندان فقیر محمد جوزجاني ډاډ ښودلی، چې په درزآب کې یې د طالبانو د مقابلې لپاره د فاریاب له ګرزیوان او بلچراغ ولسوالیو او همداراز د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ نه نظامي ملاتړ غوښتی، چې ډېر ژر به سیمې ته ورسیږي.
ویل کېږي، چې دا نښتې نن د سهار له اوو بجو راهیسې پيل شوې دي او تر اوسه پورې رواني دي.
په دې نښتو کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه مالومات په لاس کې نشته.
د یادونې ده ، چې په روانه اونۍ کې په شمال کې د کندوز پر مرکز سربېره پرله پسې شپږ ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي او سیمه یېزو چارواکو یې هم سقوط باندې اعتراف کوي.