د نن سرلیکنه

د کندوز د ولسي خلګو ژوند ژغورلو ته بايد توجه وشي! – سرمقاله

نن ټکی اسیا – سرمقاله(جمعه، تلې۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د تيرې دوشنبې په ورځ طالبانو په يوه ډراماتیک اقدام کې د کندوز ښار له دولتي ځواکونو څخه لاندې او د امریکايي ځواکونو او ګډ حکومت له ټولو هلوځلو سره سره يي تر اوسه پوري په خپلې ولکې کې ساتلی.

اوس چې بیرته د امريكا او ناټو ځواکونو تر مستقیم حمایت لاندې دولتي ځواکونه د کندوز ښار د بیرته نیولو پلان لري باید هلته د ولسي خلګو ژوند ژغورلو ته ډیره توجه وشي .

کندوز د هیواد په کچه هغه ولایت دی چې تقریبا د افغانستان د ټولو توکمونو د موجودیت ممثل دی ، دا ولایت په افغانستان کې د کمونیستي نظام تر سقوط وروسته څو کرته د متخاصمو لوریو ترمنځ لاس په لاس شوی دی چې له امله یې اوسیدونکو ته د سر او مال درانه تاوانونه اوښتي .

په افغانستان باندې د امریکايانو د برید له پیل نه تراوسه پوري په تیر ۱۴کلن بهیر کې کندوز یوه ورځ هم آرامي نده لیدلې او ټول وخت يي په جګړو کې تیر شوي چې له امله يې په کندوز کې میشت ولسي وګړي سخت کړول شوي.

داچې د ټول هیواد په کچه كندوز لومړنی ولایت دی چې د طالبانو لاس ته لویږي نو طبعا به هم بهرني ځواکونه او هم د هغوی تحت الحمایه حکومت د کندوز د بیرته نیولو لپاره خپل ټول توان کاروي چې په دې سره به حتما د ولسي خلګو په منځ کې مرګ ژوبله پیښیږي .

ځکه همدا اوس د کندوز ښار او د هغه خواو شا سیمې عملا د جګړې په کرښه کې د اخلې دي چې خامخا به د امریکايي الوتکو د بمبار او د جګړې د ښکیلو لوریو ترمنځ د کاریدونکو وسلو او بریدونو هدف ګرځي .

که څه هم چې د ګډ حکومت مشر دکندوز ښار د بیرته ترلاسه کولو لپاره د عاجل اقدام نه کولو لامل ظاهرا د ولسي خلګو ژوند ژغورل توجیه کړل خو د همدي حکومت بل سهیم لوری (شمالي ټلواله) په ښکاره وايي چې د ولسي خلګو په منځ کې دي پر مخالفینو بریدونه وشي او په هرډول چې وی باید کندوز د طالبانو له ولکې و ایستل شي .

په هرصورت داچې د کندوز ولسي خلګ د جګړې د ښکیلو لوریو ترمنځ د جګړې په لومړۍ کرښه کې راګیر دي نو باید دغه جهتونه هريو د خپل انساني مسؤلیت له مخې د ملکي خلګو ژوند ژغورلو ته ډیر متوجه او د امکان تر حده باید کوښښ وکړي چې جګړه له ملکي ساحې څخه بهر وباسي.

او که هغه نه وي ولسي خلګو ته باید د جګړې له ساحې نه د خوندي وتلو لارې چارې برابرې کړي ، او همداراز ولسي وګړی باید له متخاصمو لوریو سره د مرستې او پلوي په تور ونه ځورول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبيدالله طوطاخیل

دکندز لنیولو ورسته دکندز پنصوص50 ملکی وکرونه زیاد دامریکایی الوتکو په بمبار کی شهيدان شوی اودسلونه زیاد زخمیان دی چی پکی ماشومان اوشزی هم شاملی دی دادحرمونی بچی په کورو اوپه غیر ه خلکو بمباری کوی اوزما دفامیل نه لس نفره شهيدان اوزخمیان دی اوزه مسافر دایران یم آلله پاک دی دهغوی شهادت قبول کری

عبدالرازق

دغه ویب پاټه د طالبانو ويبپاڼه ده. ټولی خبری یي د طالبانو په پلوي خپريږي. که چيری څوک يوه رښتيا خیره د طالبانو په ضرر دغې ويبپاڼې ته ولېږل شي هېڅکله یې نه خپروي.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x