نړۍ

امریکا: په لیسه کې دننه د ډزو له کبله ۱۵ تنه مړه، تر ۲۰ زیات ټپيان دي

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د امریکا رسنیو خبر ورکړ چې تیره ورځ ددغه هیواد په اوریګون ایالات کې یوه امریکايي په مکتب کې دننه په زده کونکو او معلمانو مخامخ ډزي وکړې، چې په ترڅ کې ۱۵ تنه وژل شوي او تر ۲۰ زیات نور ټپيان شوي دي.

د امریکايي رسنیو د راپور سره سم ډزي کونکی هم نیول شوی، خو د هغه په اړه نور معلومات له رسنیو سره نه دي شریک شوي.

د سیمي څخه چارواکو رسنیو ته ویلي چې دغه پيښه د اوریګون ایالات د روزینبرګ ښار په اومبکوا لیسه کې را منځته شوې.

ددغه سیمي اطفائیې په خپل ټویټر کې ویلي چې د پيښي د ټپيانو شمېر ډیر زیات دی، چې اکثره یې روغتون ته رسول شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x