افغانستان

طالبان: پر کندوز ښار اوس هم واکمن یو

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو نن پر خپلې رسمي وېب پاڼې کندوز ولایت ته د نوي ټاکل شوي امنیه قومندان مرکه خپره کړې ده چې ادعا کوي، د کندوز ښار د دوی د ځواکونو په لاس کې دی.

مولوي شمس الدین زیاتوي، چې نن په ښار کې د خلکو ژوند عادي حالت ته ورګرځېدلی او خلکو نن په بازار کې سودا وې کولې. په کندوز کې دغه طالب چارواکي هغه راپورونه د «دښمن تبلیغات» وګڼل چې ګواکې طالبانو په کندوز کې چور او چپاول کړی او د خلکو دوکانونه یې لوټ کړي.

مولوي شمس الدین وړاندې وايي، چې د کندوز ښار له نیولو سره یې مخکې له مخکې د ښار د ساتنې په موخه یو ځانګړی ټیم ګومارلی و چې وکولای شول د ښار اړوند بازارونه او دفترونه خوندي وساتي.

طالبان په داسې حال کې د کندوز د بازار د خوندیتوب خبر ورکوي، چې ځینو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې ګواکې په کندوز کې د طالبانو له بریا وروسته د دغه ښار بازارونه لوټ شوي او دولتي دفترونو ته اور لګول شوی دی.

د طالبانو له خوا د کندز امنیه قومندان وايي چې حکومت ځواکونو برید کړی وو چې اوس ۳۰تنه کلابند دي.

نن څلورمه ورځ ده چې پر کندوز ښار طالبان واکمن دي. افغان حکومت پرون د کندوز د بیا نیولو ادعا کړې ده؛ خو تر اوسه داسې اسناد نه دي خپاره شوي چې ښکاره کړي کندوز د حکومت په لاس کې دی.

د نوي امنیه قومندان مولوي شمس الدین سره د طالبانو له خوا نشر شوې مرکه په لاندي ډول ده:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x