fbpx

عیني شاهدان: امریکايي او افغان ځواکونه کندوز کې ملکیان په نښه کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د کندوز ولایت د مرکز په شاوخوا سیمو کې طالب ځواکونه د افغان او امریکايي ځواکونو پر ضد پر جګړه بوخت دي. جګړه له هغې وروسته پیل شوه، چې طالبانو وکولای شول څلور ورځې وړاندې د کندوز ښار په بشپړ ډول له حکومتي ځواکونو څخه ونیسي.

له وړمې ورځې راهیسې چې افغان او امریکايي ځواکونو د طالبانو پر ضد جګړه پیل کړه، تر اوسه روانه ده. له سیمې څخه عیني شاهدانو په خپلو خبرو کې له نن ټکي اسیا سره ویلي چې افغان او امریکايي ځواکونه په خپلو سیمو کې ملکیان په نښه کوي. د کندوز ښار یو تن اوسېدونکی لیکي: «که کوم ملکي وګړی د امریکایي او افغان ځواکونو په سیمو (خیابان، کاساني، امنیه قومندانۍ او فاطمة الزهرا ښوونځي) کې وګرځي، بې له کوم اخطار او خبرداري څخه په نښه کېږي. د سیمې خلک د دې وضعیت شاهدان دی».

د کندوز دغه اوسېدونکي په خپل لیک کې کاږي، چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ملکي وګړي کولای شي د خپل اړتیا وړ توکي له خلاصو بازارونو څخه راونیسي: «مګر د طالبانو په سیمو کې خلک د خپلو ستونزو د حل په موخه خریداري کوي او ګرځي راګرځي». دغه عیني شاهد زیاتوي: «ضمناً د دولت الوتکې د خلکو پر کورونو ړنده بمباري کوي چې زما د ماما کور هم ساعت وړاندې د دغو الوتکو په واسطه بمبار شو».

د کندوز خلک اندېښنه څرګندوي، چې د جګړې مدیریت د حکومت له کنټروله وتی. دا لا نه ده مالومه چې تر دې دمه څومره ملکي وګړي وژل شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د