fbpx

د کندز له سقوط وروسته پوځ او پولیس یو پر بل بدګمانه دي

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د طالبانو په لاس د کندز ولایت سقوط ملي اردو او ملي پولیس یو پر بل بدګمانه کړي دي، دواړه لوري یو بل په دې تورنوي چې د کندز په سقوط کې یې رول تر بل زیات و.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر اساس د دواړو امنیتي ادارو تر مینځ د هماهنګۍ نشتون د کندز د سقوط لامل و، چې له کبله یې په تیرو ۱۴ کلونو کې د لومړي ځل لپاره طالبان وتوانېدل چې د یو ولایت مرکز ونیسي.

د ملي اردو یو سرتیري «اغا شیرین» رویټرز ته ویلي: «دوی (پولیس) طالبانو ته تسلیم شول، مونږ (ملي اردو) نه یو تسلیم شوي. د دوی اکثریت د بې غیرتو ټولۍ ده».

نوموړي وویل چې مونږ ستراتیژیکه غونډۍ وروسته له هغه پریښوده کله چې زمونږ وسله او خوراک ختم شول، او مونږ د ۳ ورځو لپاره مقاومت وکړ، له هغه وروسته د هوايي ډګر په لور وتښتېدلو.

نوموړي په داسي حال کې چې شونډي یې چاوې وې، او له ۳ ورځو څخه یې خوب نه و کړی، د رویټرز خبریال ته د هوايي ډګر په لور د خپلې تيښتې کیسه کوله او ویل یې چې څرنګه د زغروال موټر په واسطه په تيښه بریالی شو.

خو بل لوري ته د عبد الکریم په نامه د پولیسو یوه افسر وايي چې کله طالبانو پر ښار برید وکړ، دی د ساعت ټاور خوا ته چې هوايي ډګر ته نږدې دی، ولاړ و. نوموړي د ملي اردو عسکر په دې تورن کړل چې ښار یې طالبانو ته ور پرېښود. عبد الکریم وویل: «د اردو عسکر د جګړې غیرت نه لري، ټوله جګړه مونږ وکړه».

د پولیسو یوه بل افسر «سید زبیر» رويټز ته ویلي چې په کندز کې په زیات شمېر امنیتي ځواکونه موجود وو، مګر د دغه ځواکونو (پولیس، امنیت او ملي اردو) تر منځ د هماهنګۍ نشتون ددې لامل وګرځېد چې کندز ښار د طالبانو په لاس سقوط وکړي. نوموړي زیاته کړې چې د ملي اردو عسکر که څه هم نوي او پرمختللې وسلې لري، خو بیا هم دوی دا خوښوي تر څو په خپلو قرارګاوو کې دننه پاته شي.

د رویټرز خبري اژانس په وینا که هر څوک د کندز ولایت د سقوط لامل وي، خو د دواړو ارګانونو ترمینځ اختلاف او یو بل په ښکاره په شکست تورنول د افغانستان د حکومت، اشرف غني، ناټو، او امریکا لپاره یو لوی سرخوږی دی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما خپل ټول امیدونه پر هغه امنیتي ځواکونو تړلي، پر کومو چې د نوموړي هیواد (امریکا) ۶۵ ملیارده ډالره مصرف کړي او شمېر یې ۳۵۰۰۰۰ ته رسولی.

اوس چې اوباما د خپلو عسکرو شمېر د ۱۳۰۰۰۰ څخه یوازي لس زره ته را کم کړی او غواړي چې په ۲۰۱۶ کې پاتې عسکر هم له افغانستان څخه وباسي، داسي ښکاري چې د عسکرو د ایستلو وخت لا نه دی را رسیدلی.

د پوځي چارو کارپوه (مایکل کوګلمان) رویټرز اژانس ته ویلي: «که څه هم افغان ځواکونو په تیرو کلونو کې ډیر پرمختګ کړی، خو تر اوسه یې جګړییز مورال کمزوری دی، او لا زیات کار ته اړتیا لري. کله چې په هیواد کې د طالبانو غوندې پیاوړی مخالف په جګړه بوخت وي، په داسي صورت کې د دغو عسکرو اوسنی حالت د ډاډ وړ نه دی».

د ناټو ځواکونو ویاند (برین ټریبس) وايي چې دوی اوس د افغانستان د دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت ترمینځ د هماهنګۍ د زیاتولو په خاطر لاس په کار دي، او په خبره یې، د دواړو ادارو ترمینځ هماهنګي د افغانستان د امن او ثبات لپاره ډیره اړینه ده.

نوموړی زیاتوي: «د کندز عملیاتو تر پای ته رسېدو وروسته به افغان حکومت له دغې پيښې څخه د درس اخیستنې په خاطر څیړنې وکړي، او د نیمګړتیاوو د پوره کولو لپاره به لازم ګامونه اوچت کړي».

د کندز د سقوط په پېښه کې د دې ولایت اوسیدونکي اوسیدونکي د طالبانو شمېر سلګونه اټکلوي، په داسي حال کې چې د امنیتي ځواکونو شمېر لږ تر لږه تر ۵۰۰۰ زیات ښيي.

لومړی بریدمن «احمد رضا» ویلي چې له ده او عسکرو سره یې لږ شمېر وسلې او ناکافي خوراک موجود وو، او پر دوی مشران قومندانان تر دوی وړاندي تښتېدلي وو.

د ملي اردو یوه بل عسکر «محمد انور» د کندز د سقوط په اړه رویټرز ته ویلي: «دا چې مونږ ولې د طالبانو سره مقابله ونه کړه، لامل یې دا دی چې اکثره وختونه هغه ځواکونه چې زمونږ تر شا زمونږ د کومک او حمایت دنده په غاړه لري، تر مونږ مخکې د جګړې له میدانه تښتي».

هغه زیاتوي : «ما غوښتل چې مخ پر وړاندې لاړ شم او جګړه وکړم، خو کله چې مونږ محاصره شو، له شا څخه کومک نه راځي، او مونږ به وژل کیږو».

ولسمشر اشرف غني وايي چې د ده ځواکونو مقاومت کړی، خو د خپلمنځي هماهنګي، تصمیم نیولو او فساد د مخنیوي په برخو کې لا زیات کار ته اړتیا لري.

نوموړي په کابل کې خبریالانو ته وویل: «کله چې خلکو ته تلیفون وشي او وویل شي چې سیمه پریښودل شوه، دغه خبره د نورو مورال او روحیه ټیټوي، او مورال بایلل یو لویه مسله ده چې لوړول یې زمونږ تر ټولو لویه اړتیا ده».

رویټرز خبري اژانس د عیني شاهدانو او چارواکي له قوله وايي چې کله طالبانو پر ښار برید وکړ، عسکرو، پولیسو او دولتي چارواکو په ګډه هر څه تر شا پرېښودل او د تیښتې لاره یې ونیوله، په ډیرو ځایونو کې د ملي اردو عسکرو او پولیسو خپلې پوځي دریشي ګانې هم پرځای پريښي او پخپله له میدانه تښتیدلي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د