نظــر

دریمه درجه مخالفین

د کندهار خبریالان وایي  چې دروانې میلادي میاشتې په ۲۵ مه نیټه  دکندهار مرستیال والي عبدالقدیم پتیال ، دسولې دمحلي شورا مشر عطاء محمد احمدي او  دکندهار دملي امنیت  دریاست کارکوونکو خبریالان   دملي امنیت  ریاست ته وروغوښتل ترڅو د دولت دسولې له بهیر سره  د۱۳ تنو  طالبانو دیوځای کیدو په اړوند په جوړو شویو مراسمو کې شرکت وکړي او په اړه یي راپورونه جوړ کړي   .

کله چې خبریالان مراسمو ته ورځي ګوري چې څو تنه عادي وطنوال چې مخونه یې تړل شوي دي ، خاموش ولاړ دي او  چارواکي یې په اړه وایي چې داټول تسلیم شوي طالبان دي  چې اوس زموږ  دهڅو په برکت یې له مبارزې لاس اخیستی او خپلې وسلې یې موږ ته تسلیم کړې دي .

چارواکو وویل چې ددوی مخونه یې ځکه ورتړلي ترڅو امنیتي ستونزې ورته پیدا نه شي ، خو کله چې خبریالانو وغوښتل له دغو کسانو پوښتنه وکړي ، دملي امنیت چارواکو وویل چې دوی اجازه نلري چې خبرې وکړې یا دخبریالانو پوښتنو ته ځواب ووایي ، خو په دې مابین کې بیا هم خبریالانو له دوی سره دخبرو کوښښ وکړ ، چې څو تنو یې خبریالانو ته وویل  (  په خدای که به یا طالبان یو یاوسلوال  ، دبندیانو پایوازۍ ته راغلي وو هلته یې ونیولو او لاستړلي یې دلته راوستو ، مخونه یې راوتړل او راته یې وویل چې سپڼ  مو له خولې ونه وزي ، دلته یې په دروغو نوم راباندې پورې کړ چې داطالبان دي وسله یې په ځمکه ایښي او تسلیم شوي دي )

ددې کسانو له جملې یو تن چې خپل نوم یې عزیزالله وښود دبینوا ویب پاڼې خبریال ته خپل نکل داسې وکړ (دوه كاله مخكي حج ته تلم ، د حج او اوقافو د رياست مخي ته ولاړ وم او خپل كار مي سموى چې پر رئيس چاودنه وشوه ، عسكرو زه بوتلم ، بندي شوم ، دوه كاله مې په بګرام كې تېر كړل هيڅ ګنا مي نه وه كړې او نه هم د طالبانو سره تړاو لرم ، درې مياشتي كيږي چې خوشي شوى يم ، اوس په  دې خلكو كې  د مجبوريت له مخي راغلم  او دا فكر كوم چې په اينده كې مشكل راته پېښ نه شي ،ښه دى  چې خلاص شم ، نه مي تر اوسه فعاليت كړى دى او نه هم د طالبان سره تړاو لرم )

خو کله چې عزیزالله په خپلو څرګندونو له دې رازه پرده پورته کړه او دچارواکو سترګې زیړې شوې ، نو دسولې دشورا استازي عطامحمد احمدي ناڅاپه وویل چې دغه یو عزیزالله لیونی په کې راغلی دی  ، عصبي ناروغي لري له ده سره خبرې مه کوئ  ، احمدي په عزیزالله دلیونتوب تور ولګاوو خو دایې ونه ویل  چې لیونی یې نو ولې  په دې کسانو کې درولی دی  ؟

خو په عزیزالله سربیره نورو کسانو هم  وروسته خبریالانو ته وویل چې دوی ټول ملکي وګړي دي ، چې له مختلفو ځایونو راټول شوي او دلته په زور  دتسلیمۍ مراسم ورباندې تمثیل کیږدي ، ځینو وویل چې دخپلوخپلوانو  بندیانو لیدو ته زندان ته دپایوازۍ لپاره  ورغلي وو ، چې ویې نیولو او سیده یې دلته راوستو .

دکندهار چارواکو چې دامهال یې نور دافشاء شوي راز لپاره هیڅ کومه توجیه  نه درلوده ، خبریالانو ته یې وویل چې په اصل کې دغه کسان   ( دریمه درجه مخالفین ) دي ، مطلب دوی خپله وسلوال مخالفین نه دي ، بلکې  دوی دوسلوالو مخالفینو وطنداران یا دکورنیو غړي دي !!

د سولې دشورا محلي مشر عطاء محمد احمدي وویل چې ددغو کسانو دکورنیو غړو له وسلوالو مخالفینو سره شناخت درلود ، نو په دې اساس دوی  دریمه درجه مخالفین بلل کیږي ، او دسولې له بهیر سره یوځای کیدل یي لویه لاسته راوړنه بلل کیږي .

احمدي دغه راز وویل چې تراوسه په کندهار کې  ۱۵۴  تنه  وسلوال مخالفین له دوی سره یوځای شوي ، خو دهغوی درجه بندي یې په ډاګه نه کړه ، چې څو یې د دریمې او څو یې دپنځمې یا لسمې درجې مخالفین دي .

څو کاله وړاندې  دافغانستان لپاره دامریکا ځانګړي استازي ریچارډ هالبروک ویلي وو ، چې دافغانانو په هرکور کې یو طالب شتون لري ، که  چیرې دطالبانو دکورنیو غړي دریمه درجه مخالفین بلل کیږي ، نو بیا خو شاید  له پتیال او احمدي رانیولې تر راغونډو شویو خبریالانو پورې  دتسلیمۍ دمراسمو ټول غړي  دریمه درجه مخالفین وبلل شي ، نه پوهیږو دکندهار چارواکو دکوم علت له مخې  دټولو ترمنځ یوازې همدې ۱۳  تنو ته د دریمه درجه مخالفینو نوم ورکړی دی .   

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x