ورزش

انضمام الحق د ملي لوبډلې مشر روزوونکی وټاکل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۱مه ۱۳۹۴ل): د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان پخوانی لوبډل مشر او پیاوړی لوبغاړی د ملي لوبډلې د مشر روزونکی په دنده ګومارلی. د اوس لپاره انضمام الحق یوازې د زیمبابووي په وړاندې لوبو لپاره د ملي لوبډلې د روزوونکی په توګه ټاکل شوی خو شفیق الله ستانکزی رسنیو ته وویل چې له انضمام الحق سره معاهده د دوو نورو کلونو لپاره هم غځیدی شي. له دې وړاندې انضمام الحق له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۳ پورې د پاکستانۍ لوبډلې د توپ وهنې روزونکی ټاکل شوی و.

شفیق ستانکزی د اي ایس پي این (ESPN) خبري کانال ته ویلي چې انضمام الحق د اوس لپاره یوازې د زیمبابووي په وړاندې لوبو لپاره د ملي لوبډلې مشر روزوونکی ټاکل شوی خو مونږ به په زیمبابووي کې سره ووینو او له خبرو اترو وروسته د دواړو لورو توافق په صورت کې د دغې معاهدې موده وغځوو.

انضمام الحق تیرو دریو کلونو کې د پاکستان د کرکټ لوبډلې د توپ وهنې روزوونکی و خو د پاکستان کرکټ بورډ غوښتل له دې هم پیاوړی او تجربه لروونکی کس د خپلې لوبډلې د توپ وهنې روزوونکی په توګه وګوماري نو له همدې امله يي د انضمام الحق پر ځای ګرانټ فلاور د توپ وهنې روزوونکی په توګه انتخاب کړ.

په ۲۰۰۷ زیږیدیز کال کې له نړیوال کرکټ څخه تر استعفاء وروسته انضمام الحق د کرکټ په نړۍ کې ډیر لږ لیدل شوی. نوموړی یوازې څو ځلي د کرکټ کارپوه په توګه په تلویزیونونو کې ښکاره شوی. د انضمام الحق د کورنۍ او دوستانو په وینا نوموړی خپل ډیر وخت په عبادت او خپل تجارت کنټرلولو کې تیروي. کله چې ذکاء اشرف د پاکستان د کرکټ بورډ مشر و غوښتل انضمام الحق د پاکستان د ملي لوبډلې مشر روزوونکی په توګه وګوماري خو دواړه لوري کومې پایلې ته ونه رسیدل.

د افغانستان ملي لوبډلې له کله نه چې د افغانستان کرکټ بورډ ونه غوښتل له انډي مولز د ملي لوبډلې پخوانی مشر روزوونکی سره امضاء شوې معاهده وغځوي مشر روزوونکی نه لري.

شفیق ستانکزی رسنیو ته وویل:« زیات شمیر کسانو د انډي مولز څخه وروسته غوښتل د ملي لوبډلې مشر روزوونکی شي چې د هغوي له ډلې څخه د هندوستان سریدرن سریرام او د پاکستان انضمام الحق تر ټولو غوره او پیاوړي ول.»

سریرام د هندوستان د لوبډلې پخوانی پیاوړی توپ وهوونکی په وروستیو کې د استرالیا الف لوبډلې روزوونکی و. نوموړی بنګله دیش ته د استرالیا ملي لوبډلې د سفر لپاره د استرالیا د ملي لوبډلې مشر روزوونکی په توګه ټاکل شوی خو دغې لوبې او سفر د امنیتي ستونزو له امله وځنډول شوه.

د ملي لوبډلې لپاره نوی روزوونکی په داسې حال کې ټاکل شوی چې ملي لوبډله یوازې ۱۳ ورځې وروسته به د زیمبابووي په خلاف خپل لومړۍ یوه ورځنۍ سیالۍ ترسره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x