افغانستان

کندز: امريکايي جنګي الوتکو کندز کې د بې پولې ډاکترانو پر روغتون بمبار کې لسګونو کسان وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): کندز ولايت څخه تر لاسه شوي خبرونه وايي، چې امريکايي جنګي الوتکو کندز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون بمبار کړی، چې له امله يې د روغتون ډاکټرانو، پرسونل، ناروغانو او د ناروغانو د پيوازانو په ګډون له اتياوو زيات کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور يې ټپيان دي.

له کندزه د نن ټکی اسيا همکار وايي، چې په دغو ړندو بمباريو کې د کندز وتلي جراح ډاکټر عبدالستار په ګډون ګڼ شمېر ډاکټران او نرسان هم وژل شوي دي.

د کندز وتلی حراح ډاکټر احسان هم د امريکايي الوتکو په بمبار کې شهيد شوی
د کندز وتلی حراح ډاکټر احسان هم د امريکايي الوتکو په بمبار کې شهيد شوی

امريکايي ځواکونو منلې، چې کندز کې يې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون بمبار کړی دی.

افغانستان کې د امريکايي عسکرو وياند ډګروال برين ټريبوس رسنيو ته ويلي، چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او زياتوي، چې کېدای شي په دغه بمبارۍ کې ولسي وګړي وژل شوي وي.

د کندز ولايت د عامه روغتيا رياست وايي، چې په دغه بريد کې د ډاکټرانو او نرسانو په ګډون لسګونو کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.

د بې پولې ډاکټرانو اداره وايي، چې په دغه روغتون کې ۱۵۰ ناروغان او له اتيا زيات کورني او بهرني ډاکټران موجود وو.

د بې پولې ډاکټرانو ادارې له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې امريکايي جنګي الوتکو کندز کې د دوی پر روغتون بمبار کې له دېرشو زیات کسان وژلي دي.

د کندز د بې پولې ډاکټرانو پرسونل د امريکايي الوتکو له بمبار وړاندې په روغتون کې ډله ييز انخور
د کندز د بې پولې ډاکټرانو پرسونل د امريکايي الوتکو له بمبار وړاندې په روغتون کې ډله ييز انخور

د بې پولې ډاکټرانو د عملياتو عمومي مدير برټ جانسن وايي، چې دوی د امريکايي الوتکو په بمبارۍ هک حيران دي او دوی نه پوهيږي، چې امريکايي ځواکونو ولې د دوی روغتون بمبار کړ او د دوی ډاکټران او ناروغان يې ووژل.

ډاکټر جانسن زياتوي، چې د بمبار د قربانيانو کره شمېر نه دی ورمعلوم او د ټپيانو لومړنۍ درملنه يې پيل کړې ده.
د بې پولې ډاکټرانو نړيوالې ادارې په خپله اعلاميه کې د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتنه کړې، چې د روغتيايي چارواکو درناوی وکړي او هيڅکله بايد داسې ډلې او ټولنې په نښه نه شي، چې د ولسي وګړو خدمت کوي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو سره په خپلو خبرو کې د ياد بريد پخلی کړی او دا کار يې په سختو ټکو غندلی او د بشريت دښمني يې بللې ده.

مجاهد زياتوي، چې په دغه روغتون کې د دوی يو ملګری هم نه و بستر؛ ځکه چې جګړه ييز حالات د دې اجازه نه ورکوي، چې طالبان دې خپل ملګري هم په دې روغتون کې بستر کړي.

وړمه ورځ يو شمېر رسنيو راپور ورکړی و، چې طالبان د بې پولې ډاکټرانو روغتون ته ورغلي وو، هغوی سره يې نغدي مرستې کړې وې، د خپل د دوام او د هر ډول مرستو ډاډ يې ورکړی و.

دولتي چارواکو او نړيوالو ټولنو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د بې پولې ډاکټرانو اداره له ۱۹۸۰ز کال راهيسې افغانستان کې طبي خدمتونه کوي او د خپلو مرستو په لړ کې د عامه روغتيا وزارت سره وخت پر وخت مرستې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x