افغانستان

پروان کې پر ګڼو امنيتي پوستو بريدونه شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د پروان ولايت چارواکي وايي، چې طالب جنګياليو تېره ورځ د پروان په ګڼو سيمو کې د امنيتي ځواکونو پر څو پوستو بريدونه کړي دي.

د پروان امنيه قوماندان محمد زمان مموزي رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې طالبانو تېره ورځ د شينوارو ولسوالۍ اشتر سيمه، صوفي خيلو، همدارنګه د سالنګ پر لويه لار او شيخ علي کې پر ګڼو پوستو بريدونه کړي دي.

ښاغلي مموزي د طالبانو او امنيتي ځواکونو د تلفاتو په اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې ملګرو يې د پروان ولايت سالنګ ولسوالۍ قبر کلينر سيمې څخه تر والنګ پورې د دولتي عسکرو پر پوستو هممهاله بريدونه کړي، چې له امله يې ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مجاهد زياتوي، چې د دولتي عسکرو د مرګ ژوبلې کره شمېر تر اوسه نه دی ور معلوم او لويه لار ټوله ورځ د دوی په کنټرول کې وه او دولتي چارواکو پرې تک راتګ نه شو کولای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x