نظــر

په کوکا کولا او پپسی کی د الکهولو ورګډولو ثبوت

Pepsi-Cokeدری ورځی مخکی زما یوه لیکنه » اسلامی نړی ته هیښونکی خبر« تر عنوان لاندی د لر اوبر ویيپاڼی له خوا خپره شوه ، ما هلته په کوکا کولا او پپسی کی د الکهولو ورګډولو په اړه پوره مالومات وړاندی کړ . د زیاتو لوستونکو له خوا هیله څرګنده شوه چی که زه ددی موضوع په باب ثبوت وړاندی کړم ، نو د ګرانو لوستونکو قناعت به حاصل شی . له همدی کبله یی زه اوس پر ځای بولم ، پدی موضوع پوره رڼا واڅوم .

لکه څنګه چی ما په تیره لیکنه کی لیکلی وه ، د لمړی ځل لپاره یوی امریکای ویبپاڼی خبر ورکړ چی د کوکا کولا د ګډیدو نسخه لاس ته ورغلی ده او په هغه کی روښانه شوی ده چی کوکا کولا او پپسی ته الکهول ور ګډیږی . کوم وخت چی ددی موضوع په اړوند د کوکا کولا د کمپنی نه پوښتنه وشوه ،

هغوی ومنل چی الکهول ور ګډیږی ، اما په ډیره کمه پیمانه . د کوکا کولا کمپنی ددی لپاره چی ددی خبر نه لویه ډ نډوره جوړه نه شی ، زیاته کړه چی په هره میوه کی لکه مڼی (سیب) ناک او یا انګور د کوکا کولا تر پیمانی زیات الکهول موجود دی ، او دا میوی خو هم مسلمانان خوری . دا خبره پر ځای ده ، لیکین له میوو نه الکهول د نشی په منظور نه تجزیه کیږی ، او ترکومه وخته چی میوه پدی شکل تجزیه شوی نه وی ، و مسلمانانو ته د میوی حیثیت لری ، نه د الکهولو . له بلی خوا هغوی ته باید وویل شی چی مسلمانان د اسلام ددین پیروی کوی او هر څه چی په اسلام راغلی دی پرهغه مسلمانان عمل کوی . په اسلام کی د میوی خوراک منع نه دی او الکهول منع دی . پدی ځای کی دا سوال بیځایه دی چی په میوه کی الکهول شتون لری او که نه؟

د دا لاندی لینکونو په کتلو به محترمو لوستونکو ته ثابته شی چی په کوکا کولا او پپسی کښی الکهول شتون لری او ددی حقیقت نه هیڅوک سترګی نه شی پټولای .
Telegraph /GB
http://www.telegraph.co.uk/foodanddrink/8324778/Coca-Cola-recipe-discovered.html#

The Sydney Morning  Herald
http://www.smh.com.au/lifestyle/life/is-the-secret-to-cocacola-out-20110215-1au59.html

Time
http://newsfeed.time.com/2011/02/15/is-this-the-real-thing-coca-colas-secret-formula-discovered/

د کوکا کولا د کمپنی د پالیسی سره سم باید د دی خوندورو اوبو د تولید لپاره په هر ځای ، هر هیواد او هره کمپنی کی د اصلی او اوریجینل نسخی نه استفاده وشی . هغوی په خپله پالیسی کی د اسلامی او غیر اسلامی هیوادونو توپیر نه دی ښودلی . دا چی په افغانستان کی به هم د اصلی نسخی په استفاده کوکا کولا او پپسی تولید کیږی او که نه ، و دی پوښتنی ته باید د افغانستان د کوکا کولا کمپنی جواب ووایی . زما نظر دادی چی د کوکا کولا کمپنی کولای شی هر څه و خپلو تولیداتو ته ور ګډ کړی ، خو باید پر بوتل او قطعی لیکلی شوی وی چی هلته کوم شیان ور ګډ دی . پدی صورت کی به هغوی له ځانه مسئولیت لیری کړی وی او مسلمانان به پوه وی چی له کومو تولیداتو نه استفاده وکړی او له کومو نه ډډه شی . اما داسی کړنه چی  الکهول ور ګډ کړی او د اسلامی نړی په مقابل کی پر هغه خوله پټه کړی ، د انسانیت او اخلاقو نه لیری کار دی . ما خپله اولنی لیکنه په هماغه ورځ په افغانستان کی تقریباً ټولو ورځپاڼوته هم لیږلی ده. خو څنګه چی زه په افغانستان نه اوسیږم ، راته مالومه نه شوه ، چی ورځپاڼو دا خبر خپور کړی دی او که نه ؟ که یی نه وی خپور کړی نو جوته کیږی چی هغوی د خپلو ګټو په نظر کی نیولو سره دداسی هیښونکی خبر د خپریدو نه قصداً ډډه کوی . نن ورځ دولسونو د خبرتیا لپاره ښه ترینه وسیله ورځپاڼی دی . نو که هغوی پر داسی مهمو موضوعګانو باندی خوله پټه کړی ، بیا به د افغان نا خبره اولس په څه خبریږی . زموږ سپیڅلی اسلام ته نه یواځی په بمونو اویا فلمونو سپکاوی کیږی ، حتی په خوراکی مودو کښی مو هم د ین سپک دی .

خدای (ج) قاضی دی ، هغوی به خپله جزا ووینی . ومن الله توفیق

احمدالله رحمانی – المان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x