fbpx

کندز کې په امریکايي بمبارد کې د شهید ډاکټر وروستۍ خبره

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): ډاکټر احسان عثماني چې د کندوز ولایت په مرکز کې د بې پولي ډاکټرانو په یوازيني روغتون کې فعال ډاکټر وو، تیره شپه د امریکایانو په بمبارۍ کې دغه روغتون په نښه شو، او د وروستیو راپورونو پر اساس د ډاکټرانو، نرسانو، ناروغانو او د ناروغانو د پایوزانو په ګډون اتیا کسه ووژل شول، چې په هغو کې یو کس ډاکټر احسان عثماني هم وو.

ډاکټر احسان عثماني چې د بلخ ولایت د طبي پوهنتون څخه فارغ شوی، د بې پولي ډاکټرانو سره یې د کندوز په ولایت کې په روغتون کې دنده اجرا کول.

نوموړي د کندوز د رواني جګړې په اړه په خپل فیسبوک پاڼه کې وخت په وخت معلومات شریکول، تیره ورځ (جمعه، تلې ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): یې د کندوز د روان جریان په اړه لاندي تبصره وکړه.
————–
«اشرف غني او ستانکزیه، پر تاسو دي زر واره د خدای لعنت او شرم وي چې تاسو د کندوز پر ولسي وګړو باندي ړندې بمبارۍ کوئ، او ملت مو په خاورو او وینو کې لت پت کړ.

ستاسو پر بې ایمانه څیرو او بی وجدانه ضمیرونو باندي لعنت

له خدایه وډار شئ، د آخرت له ورځې او د الله له محکمې څخه وډار شئ

ستاسو نجس او کثیف مخونه دې تور او مردار وي

ای خلکو د خدای په لحاظ او د بشردوستۍ په خاطر! دغه پیغام له ټولو خلکو سره شریک کړئ، چې د نجس او مردار دولت بمونو د نن ورځي مازیګر څخه د کندز ښار خاوره اسمان ته پورته کړه، او په پایله کې په لسګونو بې ګناه انسانان مړه، معیوب او ټپيان کړل، او پر مظلوم ولس باندې د خپل دولت لخوا دغه لوی جنایت اوس هم دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې اوس هم په لسګونو انسانان د جګړې په ډګر کې مړه او ټپيان پراته دي، او د جګړې د شدت له کبله روغتون ته نه شي رارسیدلای.

جګړه داسې په شدت روانه ده لکه امریکا چې پر ویتنام برید کړی وي، او یا داسې جګړه معلومیږي لکه امریکا چې د جاپان په هیروشیما او ناګازاکي ښارونو اټومي بمونه غورځوي.

راځئ مونږ ټول د کندوز د خلکو پر مظلومیت وژاړو، تر څو زمونږ اوښکې سیلاب جوړ شي او ارګ د هلاکت کندې په لور یوسي.

ملګرو!

ستاسو ته دي په خدای قسم وي چې دغه پیغام دومره خپور کړئ چې هر څوک یې وویني او د ظالمو واکمنو په خلاف خپل اواز اوچت کړي».

د نوموړي د وروستي پوسټ انځور:

lanat

avatar
6 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
yousuf
میلمه
yousuf

تقبل الله شهادتهم اجمعین!
و لا تحسبن الذین قتلو فی سبیل الله امواتا بل احیاء عند ربهم یرزقون!.
څومره خوند کوي چې خپل آخر فعل یې نورو ته ادرس ورکوي او خپله دنده یې ترسره کړه!

خاکسار فاریابی
میلمه
خاکسار فاریابی

تقبل الله شهادتهم اجمعین!

ميرويس مجاهد
میلمه
ميرويس مجاهد

مسلمانو ورونو او ګرانو هيوادوالو که موږ لږ فکر وکړو نو موږ ته به د نړي د تش په نامه بشردوستانو(يهودانو او عيسويانو) ناولی او توره چهره همدارنګه د منافقو او د دوي د لاس پوڅو نوکرانو کرغيړنه او دروغجنه چهره به راته څرګنده شي، دا ځکه چې په غولونکي او درواغجن او شرمونکی تړون کی دوی په خپله موافقه کړی چي له دی نه پس به امريکايې او د ناټو ليوان او خون خواران به په عملياتو کی برخه نه اخلی مګر پر دی برسيره دوی په جګړه کی په بشپړه توګه برخه اخلي ايا دوی په دی تړون… نور لوستل »

Ben omar
میلمه
Ben omar

وایی یاالله(ج) اخره خاتمه می ته ښه کړه، نو حقیقت دی چی داکتر صاحب د غیرت څخه ډکی ویناووی دی دوه سری حکومت ته وکړی، خو افسوس چی د داسی غلامو حاکمانو په کپرۍ کی ذره قدری ماغزه وای چی پداسی ‌‌ویناوو یی سوچ کړای وای ، ډاکتر صاحب که نن نه وی سبا به ستا وینه انشاءالله رنګ راوړی او د هر مظلوم د وینی بدله او پوشتنه به له داسی ګوډاکی حاکمان څخه په میړانه کیږی، ترڅو قصاص پوره شی، الله) ج(دی ستا شهادت په خپل عظیم دربار کی قبول کړی، او کورنۍ ته دی الله(ج) صبر جمیل… نور لوستل »

زيير
میلمه
زيير

د غلام رژيم ظلم او وحشت تر بادارانو څو چنده زيات دی.دوی په رڼا ورځ دخلکو په سترګو کی خاوری اچوي د خپلی اجيری او ايمان پلورلی ميډيا له لاری.دوی د ايمان څخه عاري دي.تاسی پر تلويزونونو ددی غلام رژيم اعلاناتو ته پام کړی چه د نورو چټياتو تر څنګ وايي:مونږ پر خپلو پياوړو ملګرو(امريکا او نور باداران يی) باور لرو.ايا څوک چه دالله ج پر ځای د الله پر دشمنانو باور لري, هغه مسلمان کيدای شي او يا دخير تمه تری کيدای شي.د افغانستان ټول ريشتوني مسلمان بچي ددی خبيث رژيم دشمنان دي,او دوی(غلام رژيم) به يي شهيدولو څخه… نور لوستل »

mohammad sediq
میلمه
mohammad sediq

اشرف خرزی دی یهود دی د یهود په وراندی افغان ور ته هیچ هم نشکاری