کندوز، د بې پولې ډاکټرانو روغتون، له بمبار وروسته

د بې پولې ډاکټرانو ادارې د طالبانو سیاسي دفتر ته مننلیک استولی و

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې۱۱مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو د تلې پر ۶مه د کندز ښار په بشپړ ډول له حکومت څخه ونیو. پر لومړۍ ورځ په خواله رسنیو کې د ځینو طالبانو انځورونه خپاره شوي وو چې ښيي په یوه روغتون کې له ډاکټرانو سره ښکاري.

نن ټکي اسیا ته یوې باوري سرچینې په ډاګه کړې ده چې وروسته له هغې چې طالبانو د کندز ښار ونیو، د بې پولې ډاکټرانو روغتون ته یې درناوی وکړ او ډاکټرانو ته یې ډاډ ورکړی و چې خپل کار ته دوام ورکړي.

د بې پولې ډاکټرانو ادارې د طالبانو سیاسي دفتر ته په خپل پيغام کې لیکلي و: «تاسې به د رسنیو  او په سیمه کې د خپلو ټیمونو له لارې اورېدلي وي چې په کندز کې پر روغتون ډېره ګڼه ګوڼه ده او د ورځې يې تر ۱۳۰ تنو ټپیانو درملنه کړې ده».

د بې پولې ډاکټرانو ادارې په خپل لیک کې د طالبانو سیاسي کمېسیون ته ډاډ ورکړی و چې خپل کار ته به دوام ورکوي: «که څه هم زموږ روغتون پرانیستی دی؛ خو د کار د بوج له امله یوازې د سختو ټپيانو درملنه کوو. موږ اوس هم په کندز کې یو نړیوال ټیم لرو او د خپل فعالیت د دوام ډاډ درکوو». خو د دغه روغتون د کار دوام د بېګا شپې امریکايي بمباري شوه. امریکايي الوتکو دغه روغتون په بشپړ ډول له منځه یوړ.

په دغه لیک کې په سیمه کې د هغوی طالب جنګیالیو له نېک چلن څخه مننه شوې ده چې روغتون ته ورغلي وو: «د طالبانو ځینې استازي د روغتون دروازې پورې راغلل او د روغتون درناوی یې وکړ، هېڅ یو یې هم له وسلو سره داخل نه شول».

د بې پولې ډاکټرانو اداره د طالبانو له ملاتړ څخه مننه کوي: «له MSF څخه ستاسو له ملاتړه مننه».

د بې پولې ډاکټرانو ادارې داسې مهال د طالبانو له چلن څخه مننه کړې وه، چې بېګا شپې په کندز کې امریکايي جنګي الوتکو پر دغه روغتون بمبارد وکړ او ټول کارکوونکي او ناروغان په کې ووژل شول.

په دغه بريد کې د ډاکټرانو او نرسانو په ګډون لسګونو کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي. د عامې روغتیا وزارت وايي چې په بريد کې د روغتون ودانۍ ویجاړه شوې، روغتيايي پرسونل وژل شوی او د ځينو مړي سوځېدلي دي.

د بې پولې ډاکټرانو اداره وايي، چې په دغه روغتون کې ۱۵۰ ناروغان او له اتيا زيات کورني او بهرني ډاکټران موجود وو.

د دې پېښې په اړه تر دې دمه د ګډ حکومت چارواکیو غبرګون نه دی ښودلی.

 

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نور
میلمه
نور

ورونو عمیق فکر او قضاوت وکری دا امریکای طیاری چه په روغتون بمباری وکر دا د چا په قومانده وشو ایا دا صافی په قومانده شوی یا دبل چا په قومانده هم دا خلک قندوز ته سقوط ورکر. مننه