نړۍ

پاکستان: د موسمي بارانونو او سیلابونو پنځه میلیونه کسه متاثره کړي، او 422 یې وژلي دي

http://dawncompk.files.wordpress.com/2012/09/lahore_rain_afp_670.jpg?w=670&h=350&resize=542%2C283نن ټکی آسیا: د پاکستان چارواکي وايي چي سږ کال د موسمي بارانونو او سیلابونو له کبله تر اوسه تر  400 زیات کسان وژل شوي دي.

د پاکستان د طبیعي پيښو سره د مبارزې ادارې ویلي چي سږ کال د موسمي بارانونو او سیلابونو له کبله 422 تنه وژل شوي دي، او 3000 ته نیژدې نور ټپيان شوي دي.

او پر دې سربیره ددغو بارانونو او سیلابونو له کبله نیژدې 5 میلیونه نور زیانمن شوي دي.

په پاکستان کې د تیرو درو کلونو راهیسي په پرلپسې توګه د ګرم موسم په وروستیو کي درانه بارانونه کیږي چي له کبله یې هر کال زیات شمېر کسان متاثره کیږي، چي په هغو کي بی کوره کیدل، د فصلونو ورانیدل، او هم مرګ ژوبله شامله ده.

ددغي ادارې یوه چارواکي ویلي چي د کال 2010 په پرتله سږ کال بارانونه کم وشول، ځکه چي په 2010 کي تقریبا د پاکستان پنځمه حصه تر اوبو لاندي راغلې وه، او 1985 کسان وژل شوي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x