افغانستان

د سرپل ولايت کوهستانات ولسوالۍ طالبانو ونيوله

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د سرپل ولايت چارواکي وايي، چې طالبانو له بيګا راهيسې د کوهستانات ولسوالۍ مرکز او شاوخوا سيمې کلابندې کړي دي او دولتي ځواکونه د طالبانو د مقابلې توان او اړين نظامي تجهيزات او خوراکي توکي نه لري.

د سرپل ولايتي شورا يو غړي د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي، چې يوازې ګنجيا او خوال سيمې له دولت سره دي او د ولسوالۍ مرکز په ګډون شاوخوا ټولې سيمې د طالبانو په لاس کې دي.

د سرپل ولايت چارواکي د کوهستانات د سقوط په اړه د رسنيو د پوښتنو ځواب نه وايي.

طالبانو د روان کال د مرغومي په شپږمه هم کوهستانات ولسوالۍ نيولې وه او څو اونيو وروسته يو ځل بيا د حکومت لاسته لوېدلې وه.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې ملګرو يې تېره شپه د پراخ ډله ييز بريد په پايله کې د کوهستانات ولسوالۍ مرکز، امنيه قوماندانۍ او اړوند ټول دولتي تاسيسات په بشپړه توګه نيولي دي.

خبرپاڼه زياتوي، چې طالبانو تېره ورځ پر ولسوالۍ او شاوخوا سيمو پراخ ډله ييز بريدونه پيل کړل، چې تېره شپه ناوخته يې د ولسوالۍ مرکز، امنيه قوماندانۍ او اړوندې ودانۍ ونيولې.

د قاري احمدي په وينا طالبانو د کوهستانات ولسوالۍ د مرکز تر څنګ خمدان، ده سرخ، خوال او ګڼې سيمې له ټولو امنيتي پوستو سره نيولي دي او دمګړۍ جګړه ګنجيا سيمه کې روانه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x