نړۍ

عراق: د تکریت د زندان څخه القاعده خپل په لسګونو بندیان خوشي کړي

http://dawncompk.files.wordpress.com/2012/09/iraq_prisonbreak_afp_1_670.jpg?w=670&h=403&resize=599%2C360نن ټکی آسیا: تیره ورځ د القاعده په ډلي پوري تړلي وسلوالو د عراق په تکریت ښار کې د طالبانو په انداز پر مرکزي بندي خانې برید وکړ، او خپل په لسګونو بندیان یې ددغه زندان څخه خوشي کړل.
د خبرونو له مخي د تکریت د والي مرستیال ویلي چي د بندي خانې څخه 83 تنه په تيښته بریالي شوي، خو د عراق د پارلمان د امنیت او دفاعي چارو یو تن غړي (حاکم الزاملي) ویلي چي تيښتېدلي بندیان 116 دي، او هغوی د تيښتي تر مخه د بندي خانې ټول فایلونه تر لاسه کړي، او هغه یې سوځولي دي.. نومړي زیاته کړې چي د پيښي وروسته د امنیتي ځواکونو د ټولو هڅو او هلو ځلو سربیره یوازي 24 تنه بیرته نیول شوي دي.

ویل کیږي چي په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو په څیر د القاعده جنګیالیو لومړی د بندي خانې په دروازه کي د موټر په واسطه زوروه چاودنه کړې، او بیا بندي خانې ته په ننوتلو توانیدلې او هلته یې تر نورو بندیانو هم وسله رسولې، او د بندي خانې د ساتونکو سره تر مقاومت وروسته په تیښته بریالي شوي دي.

د سیمي څخه عیني شاهدینو رسنیو ته ویلي چي د پيښي وروسته د تکریت په ښار کې عام بندیز اعلان شو، او ټولي لاري کوڅې وتړل شوې، او د تښتېدلو بندیانو د بیرته نیولو په خاطر هلي ځلي شروع شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x