نظــر

د ګوډاګي مفکر بل ستر حماقت …؟!

لیکوال: موسی فرهاد :  2015-10-03

عجیبه دا ده چې د سره شوروي ګوډاګیان هم ، مجاهدینو څوارلس کاله پس را وپرزول ، څوک یې ووژل ، څوک یې توبي ته اړ کړل ، څوک یې په تیښته له هیواده وشړل ، او څوک یې د دار سر ته پورته کړل . او ښایی چې هغه ځړیدلي ځناوران غني هم پیژني ، ځکه چې دی یې هم یو وخت د نیمي لاري ملګری وو ، او بیا وروسته یې ځان د امریکایانو غلامۍ ته وقف کړ روسان یې پریښودل .

په هرصورت مطلب مې دا وو چې له دومره ستر ذلت او شکست سره سره چې کمونستانو د مجاهدینو له لاسه ولید ؛ بیا یې هم دومره اعصاب له لاسه ورنکړل لکه نن چې ارګ میشتي بُت اشرفغني ګوډاګي له لاسه ورکړي ، تراوسه خو طالبانو فقط  29  ولسوالۍ او یو کندوز ولایت نیولی ، نوري فتحې خو لا ورپسي دي ، اشرفغني ولي دومره عصباني شوی چې د انسانیت او افغانیت ضد څرګندوني کوي ، نن یې د کندوز په اړه په خپله خبرپاڼه کي ویلي چې کندوز ته د طالبانو له راتګ سره د خلکو پر ناموسونو جنسی تیری شوی ، آیا په دا ډول څرګندونو سره نوموړی د کندوز له مسلمان ، افغان ولس څخه شرم نه محسوسوي ، دی خو ځان ته پښتون وایی ، ځان مفکر بولي ، او بالآخره ځان ولس مشر ګڼي ؛  ښایی ځان به تزویري مسلمان هم بولي ، آیا په دې فحش دروغو سره دی فقط دا بریا ګڼي چې د طالبانو بدنامي مي وکړه ، آیا بل اړخ ته دا فکر نه کوي چې د کندوز د غیرتي افغانو مسلمانو خویندو میندو  ستره بې عزتي یې وکړه …؟!

ټوله دنیا یې ویني چې د کندوز ولس د طالبانو استقبال کوي ، طالبان په کورو کې ساتي او له همغه ځایه مجاهدین توانیږي چې ستا ګوډاګي اربکیان ، ستا له بادارانو یرغلګرو سره یو ځای له کندوزه شړي ؛  او ته بیا هم په ډېره سپین سترګۍ سره خبر پاڼي صادروي چې طالبانو بشر ضد جنایتونه کړي ، د خلکو د ناموسونو توهین یې کړی .

زه فکر کوم چې د بې فکره مفکر دا ډول څرګندوني له دوو حالو خالي نه دي :

—  یا دا چې ښاغلي مفکر ته ښایی د دې اندازه نه وي چې په دې خبري سره یې نن د کندوز د خلکو څومره ستر توهین کړی ، ځکه چې نوموړی خو هسي هم د غربي تهذیب پرورده دی ، چې د ناموس توهین دومره ورته ارزښت نلري ، که څوک د ده د ناموس په اړه د جنسي تیري خبره وکړي ، ښایی هیڅ باک ورباندي ونکړي او نه یې د ځان لپاره کوم عار وګڼي . ځکه چې غربي کلچر د انساني کرامت له قیودو مستثنی دی .

—  او یا دا چې د دین او وطن د آزادۍ د لاري د مجاهدینو تراوسه له دومره لږو فتوحاتو څخه اشرف غني دومره په وهم کي دی چې نور یې اعصاب له لاسه ورکړي ، دی فکر کوی چې نن کندوز سبا کابل د طالبانو دی او ښایی غني هم د خپلو اسلافو نجیب خیلو انجام په خوب ویني ، ځکه یې دماغي توازن له لاسه ورکړی ، او پخپلو څرګندونو  پوهیږي نه ، چې څه وایي او څه نه ….؟!

پای ……………………………!!!

موسی فرهاد   2015-10-03

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ساپي

فرهادسلامونه اودرناوي
بالكل حقيقت دي گرانه اشرفي مفكر نه دي دايوه مجله ده چي دصليبيانولخواء چاپيژي اوپه هغي كي يوچاته القاب وركوي هغه دمجلي دلوستونكوپه اندازه دي داكوم بين اللملي پيژندل شوي مفكرنه دي داسمه ده چي په جاسوسى كي نامي دي .

حامد

نور ددی وخت رارسیدلی چه مزدور غنی اوغلام عبدالله دواړه لمړی خدای ته اوبیا افغان اولس ته مخ ورواړوی اودخپلو کړو جنایاتو نه توبه اوباسی او له الله څخه مغفرت وغواړی بیا د امریکایانو له غلامی څخه استعفا ورکړی او افغان اولس څخه بخشنه وغواړی دابه ددوی په خیر وی خو که داکار ونکړی نور به هم ذلیل شی بیا به دومره وخت هم ونلری چه توبه وباسی دوی دواړه دی داسلام تاریخ ته متوجه شی چه اسلام څنګه ظهور وکړ او څنکه قوی شو بیا څنکه دمسلمانانو په لاس اسلامی نظام رامنځته شو ،دمسلمانانو داسلامی جذباتو مخنیوی هیڅوک هم… نور لوستل »

pattang

دا فاسد احمق مفکر هغه دستميانو خبرې کوي او بله لاره هم نلري !
کله چې قندوز طالبانو ونيو نو داخبرې د نظار ډلې پيل کړې او تر اوسه يې کوي
ټول پوهيږي چې طالب داسلام د قوانينو لپاره خپلې ويني تويه وي نو هغه کله غيرې اسلامي
او پښتني کارونه کولی شي ؟ په دې خبرو دوی اولس نشي غلولی !

نالت پر دې فاسد مردم !

الحاج استاذ بیانزی

درنو ورونو زما په اند: هغوی لیونی نه مونږ لیونی یو ، پښتو کی یو متل دی ( کلی لیونی او لیونی کلی ته لیونی وایی ) د احمقانو او غلامانو څخه د خبر او ښیګڼی هیله په هماغه وخت او ورځ غوځه شوی چه دوی د غلامی په وندر کی ننوتل او دا چه دی وندر کی ولی ننوتل همدا یی اصلی حماقت وو ، یعنی حماقت یی تر غلامی لومړیوالی لرلو یعنی دغامی منل یی بل حماقت یا پوره لیونتوب وو . څوک چه لیونی او غلام وی ، له هغه وروسته ورته خاوره ، خلک او خپلواکی… نور لوستل »

البلاغ

د چا څخه د توبۍ امید کوی دا حلقه بګوشه غلامان دی د قدرت لیونیان دی بي ایمانه او بي پته داړه ماران دی الله عزوجل دی خراب کړی

.احمدزئ

بی شرف غنی به په څه وشرمیږی ؟ یوخویی دکمونستی سابقه ده چه خالق یی هم نه مانه اودالحاد له هغی ستری ویالی یی ټوپکلی دی اوبل یهودو اونصواراوو دمفکراوغیره نومونه ددی لپاره ورکړی چه عیصوۍ رولا زموږدګران افغانستان جمهوری ارګ ته په ډیر چل اومکارۍ ورسوی. دده څه حیثیت دی

بريالي افغان

جزاك.الله
موسي.فرهاد

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x