د نن سرلیکنه

د کندوز روغتونونه د دولتي مدیریت په ساحه کې !

نن ټکی آسیا – سرمقاله: (شنبه، تلې۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د نړیوالو رسنیو او عیني شاهدانو د مشاهداتو په اساس تیره شپه په کندوز ښارکې د ټپیانو د درملنې یواځینی فعال مرکز د بي پولې ډاکترانو روغتون د امریکايي الوتکو د بمبار هدف ګرځیدلی او په لسګونه طبي پرسونل ، د بسترونو ناروغان او دهغوی پایوزان ورکې مړه او ژوبل شوي دي.

د وژل شویو په جمله کې یوهم د دې رغتون فعال ډاکټر احسان عثماني دی چې خپل ژوند یې د قندوز د وروستۍ جګړې د خمیانو معالجې ته وقف کړی و چې بالاخره خپله دی هم د دې جګړې یو مظلوم قرباني شو.

د بې پولې ډاکټرانو د عملياتو عمومي مدير برټ جانسن وايي چې په کندوز کې د امریکايي ځواکونو لخوا د دوي پر روغتون د بمباري په ترڅ کې د دې روغتون اتیاسلنه ودانۍ او تأسیسات تخریب شوي او اوس مهال خپله د یاد روغتون کارکوونکي او طبي پرسونل طبي مرستو او درملنې ته اړتیا لري .

په کابل کې د امریکايي ځواکونو وياند ډګروال برين ټريبوس هم په کندوز کې د بي پولي ډاکټرانو پر روغتون باندې د امریکايي ځواکونو بمباري منلې او دايي ویلي چې ښايي په ترڅ کې یې ولسي خلګ زیان من شوي وي.

داچې د کندوز د بیرته ترلاسه کولو په عملیاتو کې د امریکايي ځواکونو لومړی هدف د مرستندویه طبي ټولنې اړوند صحي مرکز وي نو حتمي ده چې نور ولسي تأسیسات ، تجارتي مرکزونه او د ملکي وګړو استوګنځي به تر هغوی ډیر زیات د بمباریو او بهرنیو ځواکونو او توپچي قواو د بریدونو له امله متضرر شوي وي.

ځکه صحي مراکز او مرستندویه ټولنې کولای شي خپل غږ په ډیره چټکي سره تر رسنیو پوري ورسوي خو ولسي وګړي چې تر رسنیو پوري خپل غږ نشي رسولای او یا رسنۍ نه غواړي د هغوی د مظلومیت غږ منعکس کړي په دغه ډول عملیاتو کې ډیر تلفات ویني .

په ټولنیزو رسنیو کې یوشمیر داسې تصویرونه او ویډیو ګانې هم خپرې شوي چې په کندوز کې د الکوزي تجارتي شرکت اړوند تأسیسات او دفترونه د امریکايانو لخوا په نښه شوی او له منځه وړل شوي دي.

دا هرڅه په داسې حال کې تر سره کیږي چې د ګډ حکومت مشر د کندوز د عملیاتو تر پیل وړاندې د خبري رسنیو په مخ کې وویل چې زمونږ حکومت یو مسؤل حکومت دی او نه غواړي په عملیاتو کې یې ملکي خلګو او دهغوی اړوند شتمنیو ته زیان ورسیږي.

همدا راز نوموړی داهم ویلي و چې کندوز په تمامه معنی ز مونږ د امنیتي ځواکونو تر مدیریت لاندې دی او هلته که هر اقدام کیږي په هغه کې به د ولسي خلګو د سر او مال خوندیتوب ته پام کیږي.

خو اوس چې څه د کندوز په ساحه کې څه لیدل کیږي هغه په بشپړه توګه دهغه برعکس دی کوم چې ښاغلي اشرف غني يې له رسنیو او کندوزیانو سره ژمنه کړې وه .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x