نظــر

د بشرپالو په قانون کې کندزیان مباح الدم دي

زخمي افغان

هوکې، له تیرو پنځو ورځو راهیسې چې د کندز ښار د صلیبي ټلوالې او د هغوی د مرتزقه چاکرانو له واکه وتلی ورسره یوځای د کندز د بې ګناه او بې دفاع خلکو عصمت او د وینو حرمت هم پورته شوی دی.

د بشر د حقوقو نړیوالو دعوه دارانو، دبشرپالنې اوهیومنیزم د مکتب مدني فعالانو او هغوی چې دا څوارلس کاله یې د افغان وژنې د مخنیوي او بې ګناه خلکو د وینو د کرامت او عزت شعارونه ورکول له تیرو پنځو ورځو راهیسې یي د کندز په ولسي خلک داسې ناتار جوړ کړی چې شاید دغه مظلوم او مقهور ښارګوټی یي په خپل تاریخ کې مثال نه وي لیدلی.

هوکې ، د افغانستان د بیا ودانوونکو، د سرک او مکتب د ساتونکو او د افغان انسان د سراو مال د ساتنې د دروغجنو مدعیانو په قاموس کې نور د کندز ښار او ښاریان معصوم نه دي، نور د کندز دیوالونه باید ونړیږي، د کندز ښایسته واټونه او سرکونه باید د بیلري بمونو په لمبو کې لولپه شي، د کندز ښوونځي او روغتونونه باید د فاسفورسي بمونو په لمبو کې راونغاړل شي، د کندز ډاکټر، نرس، معلم ، انجنیر او خیریه کارمند باید په ترټولو سخت مرګ ووژل شي، ځکه دوی د طالبانو د واک په ساحه کې ژوند کوي او همدا هغه نابخشودني جرم دی، چې د هاګ تر محکمې پورې د بشرپالو په هیڅ قانون او محکمه کې یي د بخښنې ګنجایش نشته .

دا څو ورځې وینم چې د کابل مدني فعالان، د بشرپالنې شعار بازان، د افغان د وینې د حرمت ادعایي ساتونکي او فیسبوکي ډنډورچیان په خپلو نړیوالو قساوتګرو تمویلوونکو چیغې وهي، چې کندز په ترټولو سخت ډول بمبار کړئ، د کندزیانو وینې په داسې عبرتناک ډول وبهوئ چې بیا په عمر د طالب ترواک لاندې سیمه کې د ساه اخیستلو جرم تکرار نه کړي.

هو کې ، د کندز پیښې د نورو حقایقو د رابرسیره کولو سره سره د دروغجنو بشرپالو او د افغان انسانیت د منافقو مدافعینو له مخونو څخه د دروغو نقابونه هم وغورځول، اوس معلومه شوه، چې ددوی بشر پالنه او افغان پالنه یوازې تر هغه ځایه ده تر کومه ځایه چې د ګوډاګي او پردیپال رژیم د واک لمن غځیدلې، ددوی په نزد انسانان، افغانان او مسلمانان یوازې هغه خلک دي چې د صلیبي اشغال تر وزرو او حاکمیت لاندې د ژوند ساه اخلي، دوی له خپلې دې ایریا بهر د حکومت دمخالفینو د واک په ساحه کې نه انسانیت په رسمیت پیژنې او نه هم د هغو سیمو ملکي خلک افغانان یا د بشریت د کورنۍ غړي بولي، نوځکه یي داسې بیدرېغه بمباروي، کورونه یي نړوي، او حتی په شفاخانو کې معصوم او زخمي طفلکان یې هم د رحم وړ نه بولي بلکې د بارودو په لمبو کې په نغاړلو یي د ژوند له خوږو محروموي .

د بشرپالنې مدعیانو، دافغان انسانیت شعاربازانو او د کابل د کوڅو وحشي فعالینو!

تیرې څلور ورځې ددې لپاره کافي وې چې ستاسو په څوارلس کلونو شعارونو د بطلان کرښه راتیره کړي او ستاسو له منافقو څیرو د دوکې او غدر ماسکونه وغورځوي.

تر آبلې ورځې چې کندز ستاسو دواک ساحه وه ، د طالب د یوه غیرعمدي او خطایي برید له امله د کوم ملکي کس وژل کیدل مو افغان وژنه نوموله، او د کومې ودانۍ زخمي کیدل مو هیواد ورانول بلل مګر څو ورځې وړاندې چې همدغه ښار او همدغه ښاریان ستاسو د واک له ځغه خلاص شول ورسره سم ستاسو د بشرپالنې په قاموس کې د ښار دیوالونه هم واجب التخریب وبلل شول، د ښار شفاخانې،ودانۍ،او ملکیتونه هم د بمبار او سوځولو وړ وبلل شول او د کندز د اولس د ښځو، ماشومانو، ځوانانو او بې دفاع ډاکټرانو وینې هم هدر وبلل شوې، نوځکه د بې سرحده ډاکټرانو د روغتون غوندې تر قصدي بمبار لاندې نیول کیږي.

آیا دا وه ستاسو بشرپالنه ؟

آیا دا و ستاسو انسانیت ؟

آیا داوه ستاسو عاطفه ؟

که ستاسو عاطفه او افغان پالنه یوازې د ځان لپاره وي، نو د ځان په نسبت رحم او عاطفه خو له ځنګلي حیواناتو سره هم شته، هغوی هم خپل ځان او خپل اولادونه له خطر څخه ساتي اما د نورو ژوو په نسبت بیا تر ټولو سخت داړونکي،څیرونکي او بې رحمه وي.

دا چې په تیرو څو ورځو کې په تاسو کې هم د عاطفې او ترحم له اړخه همداسې خویشخوري ولیدل شوه نو ښه ده چې د مدني فعالانو په ځای مو وحشي فعالان وبولو .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
yousuf

کلنی کیږي چې ډېره چیغی وهي چې: وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي فعلان! وحشي… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x