ورزش

پاکستان د زیمبابووي په څیر کمزورې لوبډلې څخه ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۱مه ۱۳۹۴ل): نن د پاکستان او زیمبابووي تر منځ د دریو یوه ورځنیو سیالیو دوهمه لوبه وه. دغې لوبې کې پاکستان د خرابې توپ وهنې له امله د زیمبابووي په وړاندې ماتې وخوړه.

د پاکستان لوبډل مشر د لوبې پچې ګټلو سره د توپ اچونې پریکړه وکړه. د زیمبابووي لوبډلې یو شمیر توپ وهوونکو د پاکستان د لوبډلې دغه پریکړه غلطه ثابته کړه.

زیمبابووي په ټاکلو شوو پنځوسو اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د چیبابا او چیګمبرا غوره توپ وهنې په مرسته ۲۷۶ منډې جوړې کړې.

د زیمبابووي لوبډلې لپاره چیبابا په ۱۲۵ توپونو د اتو څلوریزو په مرسته ۹۰، چیګمبرا په ۵۵ توپونو د څلورو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۶۷ او چري په ۶۴ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۳۹ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

د پاکستان لپاره د توپ اچونې په برخه کې وهاب ریاض تر ټولو غوره توپ اچونه وکړه. وهاب ریاض خپل ۱۰ اورونو کې ۶۳ منډو ورکولو سره څلور ویکټې واخیستې.

د پاکستان په ځوابي توپ وهنې کې یو ځل بیا د دغې لوبډلې د لوبې پیلوونکي لوبغاړي د زیمبابووي د توپ اچوونکو په وړاندې پاتې راغلل او د پیل په شیبو کې يي خپلې ویکټې له لاسه ورکړې خو شعیب ملک او عامر یمین غوره توپ وهنې سره د خپلې لوبډلې عزت په ژغورلو بریالي شول.

د باران له امله پاکستان ته په ۴۸ اورونو کې د ۲۶۲ منډو هدف وټاکل شو. پاکستان په ۴۸ اورونو کې خپل ۸ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۵۶ منډې جوړې کړې او د زیمبابووي په څیر کمزورې لوبډلې په وړاندې يي ماتې وخوړه.

د پاکستان لوبډلې لپاره عامر یمین په ۶۸ توپونو د پنځو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۶۲ منډې جوړې کړې. شعیب ملک په ۱۰۶ توپونو د اتو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۹۶ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د زیمبابووي لپاره د توپ اچونې په برخه کې پنینګارا دوه او جونګوي، چیبابا، کریمر او چیګمبرا یوه یوه ویکټه واخیسته. د دغې لوبې له ګټلو سره د زیمبابووي او پاکستان تر منځ د دریو یوه ورځنیو سیالیو لړۍ ۱-۱ سره مساوي شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x