نظــر

دماغی تطهیر یا برین واشنګ

media  Afghani Aosanai Rasanaiد برین واشنګ په موضوع باندی په لیکل شويو کتابونو کی یو کتاب د (ګیستاولی بان)  دی  چی (سایکلاجی ګیدرنګ)  په نوم مشهور دی .
د انسانی نفسیاتو په تجزیه کولو وروسته یی لیکلی : انسان که ځه هم باشعوره مهذب او تعلیم یافته هم وی که چیرته هغه له یو ګروپ یا مجمع سره اوسیږی نو هغه د هغی مجموعی له نفسیاتود کیفیت تابع اوسیږی.
د تلویزون داثراتو د تجزیه کولو وروسته د دماغی تطهیر یو ماهر (ټیوډ ایډورډ) ویلی دی د تلویزون په بڼه کی دانسان په زړه دماغو او جزباتو باندی د کنټرول زبردسته وسیله زمونږ په لاس راغلی ده د کومي یوی چی مونږ خوب هم نشوای لیدلی .
تلویزون تاسو ته داسی څه پیش کوی که یی ته غواړی او که نه دهغه په خوښولو به ځان مجبور ومومی هغه یی په داسی انداز سره پیش کوی ګویا له هغه قبلولو سوا بله چاره نه لری.

ددماغی تکلیف یو بل ماهر(فیډریک امری)  دتلویزون دتصویرو دژورو اثراتو له ژوری مطالعی وروسته لیکلی چی هغه دومره مؤثر اوسحر انګیزه وی چی د لیدونکی ټوله توجه خپل جانب ته اړوی تلویزون سترګی او دماغ د یو غیر معمولی حد پوری متآثره وی .

د تلویزون د لیدونکو په باره کی داقوامه متحده یوی اداری (یونیسکو) یو رپورټ جاری کړی وه په کوم یو کی چی ویل شوی وه چی په دنیا کی ۸۵ ٪ فیصده خلکو دخپلو خوړلو څکلو ویده کیدلو لیکلو لوستلو او کار کولو پروګرامونه بلکل بدل کړی دی دهغوی د فیصلی پرقوت تلویزون اثر کړی هغه په ازادانه طریقی سره دفیصلی کولو قابل نه دی پاتی شعوری اوپه غیر شعوری طور باندی د تلویزون او نورو ذرائع ابلاغ د پروګرامونو له وجهی نه متآثره شوی.

د موسیقی بڅر کی د انسانی زړه مرګ دی البته دا خبره ژوندی زړه محسوسولی شی نبی اکرم صلی الله علیه وسلم په یوه لاره تیریده نو له یو ځای نه د موسیقی اواز راغی نو نبی صلی الله علیه وسلم په خپلو غوږونو کی ګوتی واچولی او همدغسی مخی ته روان وه تر څو چی له هغه ځای نه لری لاړی.

په موجوده دور کی له موسیقی سره سره له تلویزون نه راوتونکی بڅرکی د تباهی پیغام دی

په میډیا کی له افواه سازی څخه ډیر لوړ مقاصد حاصلیږی دا افواهات دعوامو له مینځو څخه راپورته کیږی ددی مقصد دمعاشرتی ستون رانړول وی دهغوی تر مینځ تفرقه اچول دی کله چی دعوامو تر مینځ دناامیندی او مایوسی کیفیت وی نو ددغو افواهاتو په ذریعه دامید دیوی لاری په ورښودلو دهغه کیفیت دورکولو کوشش کیږی دافواهاتو یو خصوصیت دادی چی هغه دځنګل د اور په څیر ډیر ژر پراخیږی .

دخبرونو دنشرولو اداری دخبرونو دلوستلو له پاره دداسی چا انتخاب کوی دکوم چا په اواز کی چی سحر وی دغه اوازونه د اوریدونکو په زړه او دماغو د یو مرض په شکل ورننوځی او هلته ځای نیسی. چنانچه خلک د دوهمی ورځی له پاره که چیرته هغه اواز وانه وری نوارام نه ورځی. دهمدغه سره سره دخبر ویونکو داواز لوړ والی او ټیټوالی او دالفاظو انتخاب هم به سامعینو باندی اثر کوی داواز دغه جادو دهر خبر ویونکی نه لیدلی شی مثلا دسوچ کولو دصلاحیت او نتیجی متاثره کول له یقین نه ویستل دشکونو او بی یقینی به صحرا ګانو کی ورکول دوسوسو زیات پیدا کیدل دهمدی جادوګری غږونو اثرات دی.

محمد حیدری

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x