امريکايانو ته له سوريې د عاجل وتلو په اړه د روسي جنرال ګواښ، اندېښې او پايلې

ژباړه او زیاتونه: احمدالله احمدزی

د سوريې بحران ورځ تر بلې سره نور هم پېچلی کيږي، په داسې حال کې روسيې هم د بشارالاسد رژيم سره د خواخوږۍ په نوم سوريه کې د داعش پر ضد هوايي بريدونه پيل کړي دي.

په عين حال کې روسي جنرالانو سوريه کې پرتو امريکايي چارواکو، ډيپلوماتانو، عسکرو او جنرالانو ته ګواښ کړی، چې د سوريې ځمکه او فضا خوشې کړي او دوی به پر سوريې قوي بمبارۍ پيلوي.

له تېرو پنځو کالو راهيسې، چې سوريه کې د بشارالاسد پر ضد ولسي پاڅونونه پيل شوي، په دې وروستيو کې امريکايي او برتانوي رسنيو د سوريې په اړه د روسي ولسمشر ويلاديميرپوتين او امريکايي ولسمشر بارک اوباما سياليو په اړه ځانګړې ليکنې او تحليلونه پيل کړي دي او د ټولو هڅه دا ده، چې سوريه کې د امريکايي چارواکو ونډه پراخه وښيي او بل پلو روسي رسنۍ د خپل هېواد مداخلې او لاسوهنې په اړه د سيمې او نړۍ توجه د خپلو ګټو په موخه را جلب کړي.

د سوريې په اړه د امريکا او روسيې سيالۍ او ناندرۍ د نړۍ په ځانګړې توګه د سوريې او منځني ختيځ پر جغرافيايي سياست ژورې اغېزې لري.

له لندنه خپرېدونکې د «ګارډين» ورځپاڼې د منځني ختيځ د چارو څارونکي ايال بلاک ليکلي، چې د سوريې بحران کې د روسيې عملي مداخله به د بحران تله کې ژور بدلون راولي او سوريه چې له څو کالو د نړيوالو د مداخلو له امله د سختو خونړيو نښتو مرکز دی، د نړيوالو د سيالۍ په مهم سټېج بدل شوی.

ليکلوال زياتوي، چې روسيې له تېرو څو اونيو راهيسې هڅې پيل کړي، چې د سوريې د بحران واګې په خپل واک کې واخلي او اوس ناببره غواړي، چې د سوريې په اړه خپله دنده له هغه ځايه پيل کړي، چې امريکا او نورو هېوادونو پيل کړې ده.

له بشارالاسد وروسته

ورځپاڼه د سوريې په اړه په خپل څېړنيز راپور کې وايي، چې متحده ايالتونه د خپلو کړنو او مداخلو د زيانونو او راتلونکو پېښېدونکو ستونزو د اټکل او څېړنې په لټه کې دي او هڅه کوي، چې د سوريې د زياتېدونکي او پيچلي بحران په اړه په خپله پاليسي او ستراتيژي له سره فکر وکړي، چې د بشارالاسد له نسکورېدو وروسته بايد دوی څه وکړي.

د ياد څېړنيز راپور ليکونکی سپينسر اکريمن وايي، چې د سوريې په اړه د روسيې «د دښمني» پاليسي د امريکا خوبونه وړي او فکر کوي، چې اوس په داسې يو ځای کې ولاړه ده، چې له امله يې د ګردې نړۍ د ويجاړېدو وېره شته.

ليکوال زياتوي، چې منځني ختيځ کې د روسيې مداخله په داسې حال کې مخ پر زياتو ده، چې دغه سيمه کې د امريکا ستراتيژي له سختې ناکامۍ سره مخ ده او ليکوال پوښتنه کوي، چې ايا امريکايي ولسمشر به دې ته تيار شي، چې د پوتين پر وړاندې د خپل هېواد ماتې ومني او منځني ختيځ کې د روسي پراخه برلاسي وزغمي؟

بل پلو انډيپينډينټ برتانوي ورځپاڼې هم د پيټريک کوکبرن يوه څېړنيزه مقاله خپره کړې او سوريه کې يې د روسيې د مداخلې په اړه ګڼو انديښنو او ستونزو ته اشاره کړې او زياتوي، چې تر ټولو ستونزمن کار دا دی، چې روسيه به پر دې وتوانيږي، چې داعش په شا وتمبوي، په داسې حال کې، چې د سوريې ډېرې برخې د داعش په لاس کې دي.

ليکوال زياتوي، چې امريکا او روسيه د داعش په ځپلو سره متحد دي، مګر د دواړو هېوادونو ستونزه او اختلافات هغه مهال رامنځته کيږي، چې هر يو سوريه کې ځان لپاره غوښنه ونډه غواړي او په دې خپلو کې سره چنې وهي، چې د بشارالاسد له نسکوېدو وروسته به څه کيږي.

ژر تر ژره له سوريې ووځئ

يادې برتانوي ورځپاڼې په خپل څېړنيز راپور کې ويلي، چې درې ستوريز روسي جنرال سوريه کې امريکايي چارواکو ته ګواښ کړی، چې ژر تر ژره له سوريې ووځي.

«موږ امريکايي چارواکو، ډيپلوماتانو او نظامي مسؤولينو ته وايو، چې له سوريې ووځي او فضا يې هم خوشې کړي: ځکه چې په لنډ وخت کې موږ سوريه کې پراخ هوايي بريدونه پيلوو او زموږ له مخې لرې شئ.»

د انډيپينډينټ په وينا روسي جنرال په خپله بغداد کې امريکايي سفارت ته د روسيې ګواښ ور رسولی، له امريکايي چارواکو او ډيپلوماتانو يې غوښتي، چې امريکايي بمبارۍ دې ودرول شي، امريکايان دې له سيمې ووځي او د سوريې فضا بايد «ژر تر ژره» د روسي جنګي الوتکو پر مخ پرانېستل شي.

همدا رنګه نيويارک ټايمز امريکايي ورځپاڼې هم د سوريې په اړه د بارک اوباما پر ستراتيژي بحث کړی او زياتوي، چې کېدای شي د بارک اوباما دا پرېکړ پر ځای وي، چې سوريه کې له مداخلې ځان لرې ساتي؛ ځکه چې ټول پوهيږي، د سوريې په ګډون هېڅ هېواد کې د امريکا نظامي مداخلې ښې پايلې نه دي لرلي «موږ په خپلو سترګو افغانستان، ليبيا او عراق کې د امريکا د نظامي مداخلو پايلې وليدلې.

د پېښو څارونکي وايي، چې د روسيې او امريکا تر منځ پر پرديو هېوادونو د واک او ځواک سيالۍ روانې دي او وروسته له هغې، چې روسيې اوکراين کې امريکا او ناټو ته ماتې ورکړه، اوس يې سوريه کې هم په نظامي او ډيپلوماتيک ډګر کې له ماتې سره مخ کړې ده.

سوریه کې د روسيې د مداخلې په لومړيو کې امريکايي چارواکو سخت غبرګون وښود او امريکايي ورځپاڼو د سپينې ماڼۍ په ملاتړ د روسيې پر ضد خپرونې پيل کړې او هڅه يې کوله، چې د سوريې په اړه د خپل ولسمشر د ستراتيژي ملاتړ وکړي، مګر وروسته له هغې، چې امريکا عملا د روسيې پر وړاندې ماته شوه، امريکايي ورځپاڼې هڅه کوي، چې سوريه کې د امريکا ماتې نوې ژغورونکې ستراتيژي وبولي.

سوريه کې د پنځو کالو خونړۍ نښتو او کورنيو جګړو پايله دا راوځي، چې د نړۍ قوي هېوادونو سره د سوريې د ولس او نظام هېڅ اندېښنه نه شته او هر ښکېل هېواد هڅه کوي، چې سوريه کې خپل ځان لپاره غوښنه برخه خپله کړي.

موږ دا په ډاګه ويلی شو، چې پوتين او ايران سره د بشارالاسد د واک غم نه شته او يوازې دومره غواړي، چې بشارالاسد ته په ذهن کې دا ور کړي، چې روسيه لا هم د بشارالاسد دوست او ملاتړی هېواد دی او بل پلو امريکا هم هڅه کوي، چې د بشارالاسد مخالفين دومره قوي، چې د بشار واک او ځواک وننګوي او سيمه کې د خپلو ګټو سره سم نوي بدلونونه راولي.

د څارونکو په اند د روسيې او امريکا د مخالفتونو پايله به همدا راوځي، چې دواړه هېوادونه به د سوريې په اړه په خپلو کې سره ښې ناندرۍ او چنې ووهي او پايله کې به امريکا د روسې او ايران ګڼو شرطونو منلو ته تياره شي او سوريه به داسې سره ووېشي، چې بشارالاسد ته داسې يو وړوکی هېواد په لاس ورشي، چې دی په کې خپل ځان او راتلونکی نسل خوندي او واکمن وبولي، د ايران د پراختيايي فکر له مخې به شيعه دولت رامنځته شي او کېدای شي د سیمې کردیانو لپاره هم د وخت په تېرېدو يو ځانګړی هېواد جوړ شي.

امريکا، روسيه او ايران د عربي چارواکو په مشوره په دې سلا شوي، چې سيمه کې به هغه سنيان در په در وي، چې د امريکايي، ايراني او روسي ښکېلاک مخالف دي او عربي ديکتاتوران يې هم د خپل واک لپاره ګواښ بولي.

دا د نړۍ د زورواکانو او عربي هېوادونو د ديکتاتورانو پرېکړې او ستراتيژۍ دي او دا نه ده معلومه، چې د مظلومو مسلمانانو په اړه به د الله تعالی پرېکړه څنګه وي، دا به راتلونکو لنډو وختونو څرګنده شي او مسلمانان په دې عقيده دي، چې الله تعالی د مظلومانو مل دی، په دې شرط، چې عقيده او عمل يې د الله تعالی له شريعت سره په ټکر کې نه وي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

زه دا نه وایم چه یو ورور او هغه هم کافر ورور به د بل کافر وروره سره مادی رقابت ونه لری ، او بیا دا چه دوه کافر هیوادونه او هغه هم پرونی دوه امپریالسی قدرتونه یعنی ( روسان او انګریزان ) او هغه هم چه پرون یو بل ته په افغانستان کی په سحده کولو مجبور او تسلیم شو . مګر دا چه معنوی مور او پلار ( ماټریالیزم او ماسونیزم ) یی سره یو دی ، هغوی دواړو بچو ته توصیه او دستور ورکړی چه د مسلمانانو او مظلوم بشریت مقابل کی سره یووالی ولری ، د… نور لوستل »