نظــر

امریکايي روبوټونه به څه کوي؟!!

لیکوال: فاتح کاروان

صلیبي اشغالګرو د خپل عادت سره سم په افغانستان کې هم ځانته ډیر داسې کرایي کښ غلامان پیدا کړي دي چې د دوی هره روا او ناروا کړنه تاییدوي او خلکو ته یې د جواز دلایل برابروي، دا ډالري غلامان چې امریکايي روبوټونه یې بولي شپه او ورځ په دې هڅه کې دي چې تر څو افغان آزادي خوښې ولس ذهناً او جسماً د صلیبي اشغالګرو غلامۍ ته تیار کړي، د امریکا په مشرۍ د صلیبي اشغالګرو د یر غل سره سم د امریکايي پروژو په ترڅ کې یوه هم د تبلیغاتو پروژه وه چې کرکټران یې همدغه ډالري غلامان و چې عبارت دی له: خبریالانو، مدني فعالانو، ترجمانانو، جاسوسانو او لیکوالان څخه؛ هغه خدمتونه چې دوی امریکا او اروپا ته وکړل رښتیا هم ډير زیات دي خو د امریکایانو او اروپایانو یارانه تر هغه وخته پورې وي تر څو یې چې مطلب نه وي پوره شوی، کله چې یې مطلب پوره شي نو بیا خپل غلامان لکه د استعمال شوي کاغذ تشناب لرې غورځوي، چې دا دې ښې بیلګې یې موږ او تاسو دلته په افغانستان کې ګورو، خبریالان،ترجمانان،جاسوسان،پلورل شوي لیکوالان او درباري ملایان اوس په دې پوهیدلي چې امریکایي باداران یې نور کوچیږي نو دوی ته هم د افغانستان ځمکه سره تبۍ ګرځیدلې څه یې لګیا دي ځانته د پاسپورټ غم کوي او غواړي چې خارجي هیوادونو ته وتښتي، ځیني یې لا له وخته تښتیدلي دي او ځیني نور بیا د امریکايي او بریطانوي سفارت رحم او کرم ته ناست دي، په دې امید دي چې که د بادارانو لخوا یې پرې یو یو ګرین کارډ پیروزینه وشي نو دوی به یې له لویه غمه ژغورلي وي!!

په دې کې شک نشته چې اجیرانو او غلامانو د صلیبي اشغالګرو ځيني اهداف ورته تر سره کړل خو دا هم حقیقت دی چې دوی و نه توانیدل تر څو افغان ولس د استعمارګرو صلیبيانو غلامۍ منلو ته قانع کړي او یا د صلیبي اشغال پر وړاندې د توند مقاومت څپې کمزورې کړي.

په هغه خلکو کې چې د اشغالګرو خدمت یې اوس عادت ګرځیدلې د کابل د ادارې ځیني سیاسي چارواکي هم ډير مخکي دي مګر د اشغالګرو د ناکاۍ سره د دوی پښو ته هم ځمکه نه ټينګیږي او اوس نو که خدای جل جلاله کول هغه شیبې په را رسیدو دي چې دغه د صلیب غلامان به د اسلام په محکمه کې د اسلام، اسلامي امت، افغان ولس او خپلې خاورې سره د خیانت په جرم محکمه شي.

موږ لا وار د مخه ویلي و چې: اشغالګر صلیبیان به ماتې خوري یا مخکې او یا وروسته مګر ماتې د ظالمانو په تقدیر کې لیک ده او امریکايي خونخوا عسکر هم د داسې خلکو سره په مقابله کې کیوتل چې ویتنام یې له یاده ووت، هغه ولس او هغه قهرمان ملت چې چنګیز،انګریز او روس ته یې د سر په کاسه کې اوبه ورکړی وی نن یې امریکايي اشغالګرو ته هم تاریخي سبق ورکړ او هغه دی ګورو چې صلیبي اشغالګران د تیښتې یوه عزتمنه؟لار لټوي. خبره داده چې امریکایان وتښتي نو داخلي غلامان به یې څه کوي؟؟ هغوی چې قسمت یې کار کړی امریکا او اروپا ته رسیدلي او هلته د سګ شویۍ په دنده ګومارل شوي یا د ځان پلورنې په کرغیړن مرض روږدي دي، سمدستي خو د اسلامي عدالت له منګولو تښتیدلي مګر په وخت سره به یې ان شاءالله محکمه صورت ونیسي، خو! هغوی چې دلته پاتي دي او د امریکایانو د بریا یا امریکايي ګرین کارډ پورې یې یې خپلې هیلي تړلي باید پوه شي چې: تاسو هغه رټل شوي او ذلیله طبقه یاست له چانه چې دا ولس کرکه لري، تاسو به ښه خبر یاست چې افغان مجاهد ولس د اشغالګرو د غلامانو سره هم د دوی د بادارانو په څير عمل کوي، هغه که نظامیان دي که سیاسیون دي او که نور، خو هر یو به په خپل نوبت سره د خپلو ټولو کړو جنایاتو حساب ورکوي.

موږ له دغه امریکايي روبوټو نه په وار وار غوښتنه کړی چې نور نو مات شوي صلیب ته جعلي پیوندونه مه جوړوۍ، ماتو شویو یرغلګرو ته درواغجن تبلیغات مه کوۍ، د خپل دین، ولس او خاورې سره خیانت نه لاس واخلۍ مګر دا د ډالرو او چوکۍ په نشه مست غلامان لکه چې هغه وخت په سور کې نه ؤ ځکه يې زموږ خبرې بابیزه وګڼلې او له غلامۍ نه لاس په سر نه شول، اوس نو هغه وخت رارسیدلې چې دا یو یو به د اسلام عدالت ته را وستل کیږي او دلته به پرې اسلامي شرعي عدالت تطبیقیږي.

دوی ته باید دا هم ووایو چې: امریکایان نور تاسو ته هیڅ ضرورت نه لري که تاسو نور هر څومره په هغوی پورې ځانونه ومخښۍ بیا به هم د هغوی د سیاست قربانیږي کیږۍ کوم سیاست چې عبارت دی له: د غلامانو ذلیلول، له دوی نه جنسي او فکري استفاده او بیا په اخر کې لکه د کاندوم لرې غورځول دي، یعنی: تاسو استعمال شوي کاندوم یاست چې کله کثافاتو ته واچول شۍ بیا به د همدغه کثافاتو د سوځولو په لړۍ کې تاسو هم سوځۍ او له منځه به ځۍ.

په اخر کې به همدومره ووایو چې د اشغالګرو د شکست شیبې را لنډې شوي او که پاک خدای جل جلاله ته منظوره وه دا پاکه خاوره به له دې ناپاکو صلیبیانو خلاصه شي خو! غلامانو ته يې ور په زړه کوو چې د خپل برخلیک په انتظار اوسۍ، تاسو چې دا یوه نیمه لسیزه مو د اشغال د جواز لپاره ډول ډول پوچ او بې اساسه تبلیغات وکړل، د اشغالګرو هر ظلم او ناروا ته مو د جواز برابرولو ناکامه هڅه وکړه اوس به د خپلو همدغه جرمونو حساب ورکوۍ. او که چیرته اوس هم له عقل او هوش نه کار واخلۍ د اشغالګرو له غلامۍ تیر شۍ په خپلو کړیو جرمونو اعتراف او پښیماني ښکاره کړۍ امکان شته چې په سزا کې مو یو څه کمې راشي او کنه همداسې په خپل ضد ولاړ پاتې شوۍ نو بیا د خپل تریخ انجام انتظار وباسۍ دا خبره هسې خوب مه ګڼۍ بلکې په سړه سینه یوه شیبه د تاریخ تیر پړاوونه له نظره تیر کړۍ تر څو په هر څه پوه شۍ.

وما علینا الا البلاغ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x