ilam

د علم پلټنه يوه اړتیا ده

لیکوال: حبیب شیرزاد /

ابوريحان البيرونی زمونږ د هيواد هغه ستر پيژندل شوی ساينس پوه، منجم، ټولنپوه، ژبپوه، تاریخ ليکونکی او شميرپوه و چی د هغه ارزښتناکه علمی پلټنی او لاس ته راوړنی په نړی کی بی ساری بلل شوی دی . هغه زر کاله د مخه ژوند کړی او د ابن سينا او سلطان محمود غزنوی معاصر و . ابوريحان خپله وروستي سلګی ايستله او د مرګ په بستره کی پروت و چی دروازه يی چا وټکوله، د هغه ګاونډی چی يو اسلامی لوی فقیه او قانون پوه و، د ابوريحان پوښتنی ته راغلی و. ابوريحان چی لاتراوسه يی فکر سم کار کاوه د هغه په ليدو سره خوشحاله اوسملاسی يی د ميراث اوځينو نورو اسلامی مسايلو په هکله تری پوښتنی پيل کړی . ګاونډی فقيه حيران پاتی شو چی ابوريحان په دی ورستيو شيبو کی هم له ده نه په دی هکله پوښتنی کوی . ابوريحان د ده حيرانتیا درک کړه او څه شیبه وروسته يی په خبرو پیل وکړ او فقيه ته وويل : زه غواړم له تا څخه پوښتنه وکړم، راته ووايه چی کوم يو ښه دی، پوه مړ شی او که ناپوه له دنيا نه سترګی پټی کړی؟ فقيه ورته وويل چی ښکاره خبره ده چی پوه مړ شی او دا له ټولو بهتره ده . ابوريحان ورته وويل چی له همدی کبله زما لومړی پوښته له تا څخه د ميراث په هکله وه. فقيه وروسته له څو شيبو له ابوريحان څخه خدای په امانی واخسته، کور ته نژدی نه و رسيدلی چی د ژړا غږ يی واوريدو، چا ورته وويل چی ابوريحان له دنیا سترګی پټی کړې .

وګوری چی زر کاله مخکی کله چی مسلمانانو د علم او پوهی ډیوه د نړی په ګوډ ګوډ کی بله ساتلی وه، داسی یو اسلامی تمدن يی منځ ته راوستلو چی د اختراعاتو او پلټنو په بڼست ولاړ و، او د څو پيړيو لپاره يی د نړی د تمدن څراغ په لاس کی نیولی و .

د هيوليت پکرد د کمپنی با استعداده او روڼ فکري پخوانی مشرې په خبره : ”د دوی انجینرانو داسې لوړ پورې وانی جوړې کړی چی د جاذبی قوی سره يی ډغرې وهلې، د دوی رياضی پوهانو الګوريتم او الجبر مینخ ته راوستلو چی نن ورځ د کمپيوتر په جوړونه او د کمپيوتر د شفرونو او کودونو په اړونه او بدلونه کی اساسی رول لوبوی . د دوی ډاکټرانو انسان مطالعه کړو او نوی علاجونه يی د ډول ډول ناروغيو لپاره اختراع کړل . د دوی نجومانو فضا ته ځير شول، نوی ستوری يي پیدا او لاره يی فضايي څيړنو او کشفياتو ته خلاصه کړه. د دوی ليکوالو د مينی، ميړانی او لوالتيا ډک داستانونه او کیسی ولیکلی .

هغه وخت چی د نړی نور هيوادونه د نوو افکارو او نظرياتو مخالف او په خپلو کی په جګړه بوخت و، دی تمدن په ورين تندی نوو اختراعاتو او اکتشافاتو ته ښه راغلی وويل او د پرمختګ او تمدن ستوري یي ځلانده وساتل . کله چی په فکرونو او ليکنو باندی بنديزونه لګول شوی و او دنيا یي د دی ويری سره مخ کړی و چی کواکی تير تمدونونه به هير او له منځه ولاړ شی، دی تمدن نه يواځی پخوانی او تیر شوی تمدونونه ژوندی وساتل بلکه راتلونکو نسلونو ته یی ستر او ارزښتناکه ميراث پريښود . که څه هم د نن ورځی تمدن هم داسی صفات لری، مګر هغه تمدن چی مایی مخکی یادونه وکړه، اسلامی تمدن وچی د ۸۰۰ نه تر۱۶۰۰ پيړی پوری ټوله دنيا روښانه ساتلی وه . دغه تمدن د عثمانیانو د امپراطوری په لمنو، بغداد، سوریی او قاهره کی داسی روښان فکره مشران منځ ته راوستل چی هر یو د علم او فرهنګ په برخه کی نه هيريدونکی هلی ځلی کړی دی .  که څه هم زمونږ نسل د دغه ستر تمدن نه بی خبره پاتی شوی دی ولی د دی تمدن ساينسی او علمی اکتشافاتو زمونږ په ورځنی ژوند کی ډيره اغيزه درلودلی ده .  ننی تکنالوژی د اسلامی ساينس پوهانو له پلټنی بی غیر ښایی وجود نه درلودی .” له همدی کبله داسی يوه علمی څانګه نشته چی اسلامی پوهانو په کی لوستنه او نوی پلټنی نه وی کړی .

له همدی کبله دجورج سارتن خبره په ځای دی چی وایی : ” مسلمانانو نړی ته ډیر زیات انسانی او بشری خدمتونه کړی دی د مثال په توګه ستر فيلسوف او پوهاند فارابی مسلمان و، لوی ریاضی دان ابو کمال او ابراهيم ابن سنان مسلمانان وو، لوی جغرافيه ليکونکی او د انسکلوپیديا جوړونکی ال مسعودی مسلمان و، او ستر تاريخ پوه   او مورخ  ال تبری هم د اسلامی تمدن زيږند و.”

د اسلام نه مخکی، تاريخ د افسانو، کيسو او اوازو یوه مجموعه وه. همدا مسلمانان تاريخ ليکونکی و چی نوی ميتودونه یی د تاريخ ليکولو په برخه کی دنيا ته وړاندی کړل . حقايق یی په علمی توګه وڅيړل او هڅه یی وکړه چی تاريخی پيښی په صادقانه توګه راټولی او تحليل کړی . د پيښو د راټولولو لپاره یی نه يواځی په تاريخی اسنادو اتکا وکړه بلکه دراپاتی شوو تاريخی پيښودرښتياوالی او سپيڅلتوب په خاطریی د خلکو د سترګو ليدلو ته یی په خپلو څيړنو کی ځای ورکړ. د مشهور تاريخ ليکونکی بکلی په وينا” داسی تحليلی او استنادی ميتود تر ۱۵۹۷ ميلادی کاله پوری په اروپا کی وجود نه درلود .” بل ميتود: ”  چی په انتقاد، تحليل او تاريخی پلټنو باندی اتکا درلوده د نړی نامتواو نوماندتاريخ ليکونکی ابن خلدون را منځ ته کړو .

د کشف ظنون د کتاب ليکونکی ۱۳۰۰ تاريخی کتابونو ته چی د اسلام په لومړيو دوو پيړیو کی   په عربی ژبه ليکل شوی اشاره کوی . دا د نړی په تاريخ کی ستر علمی خدمت ګڼل کيږی .

اوس راشی په اوسنی وخت کی د مسلمانانو حال ته وګورو. په تيرو لسيزو کی تاسی اوريدلی چی يو مسلمان په ساينس يا طبابت کی د نوبل جايزه ګټلی وی؟ له بده مرغه ډير لږ اسلامی نامونه د نړی په ساينسی مطبوعاتو کی تر سترګو کيږی . ولی مسلمانان دومره لويدلی او وروسته پاتی شوی او دليل یی څه دی؟

د ملګرو ملتو د یو راپور له مخی په عربی نړی کی چی ۲۲ ملکونه جوړوی ، په کال کی ۳۳۰ کتابونه ژباړل کیږی .

حال داچی یواځی د اروپا په یو کوچنی ملک یونان کی د کال پنځه ځلی زیات کتابونه د عربی نړی په پرتله ژباړل کیږی .  ایا مسلمانانو خپل پلرونه، نیکونه هیر کړی چی به نه ستړکیدونکی توګه یې پخوانی اثار او کتابونه راټول کړل، و ژباړل، د تیر تمدن ډیوه یی بیرته را ژوندی او د  پیړو لپاره روښانه وساتله . د دوی دا خدمت به بشر هیڅکله هیر نه کړی .

ولی نن ورځ په اسلامی ټولنه کی د بل هر ملک نه د باسواده خلکو شمیر لږ دی؟ حال دا چی د قران پاک لومړی نازل شوی ایت په آقرا معنی ولوله پیل کیږی . ایا دوی د پیغمبر صلی الله علیه وسلم حدیث هیر کړی چی وایی د علم پلټنه په هر چا فرض ده او یا دا لاندی حدیث چی د ابوداود او ترمزی څخه روایت شوی او داسی پیل کیږی . ” د با علمه سړی رتبه د عبادتګر سړی نه داسی اوچته ده لکه دڅورلسمی میاشتی رڼا د نورو ستورو نه . عالمان د پغمبرانو میراث دی اود پیغمبرانو لوی میراث بشریت ته درهم او دینار نه بلکه هغوی علم بشر ته هدیه کړی او هغه څوک چی علم ترلاسه کوی په دی معنی ده چی د دغه میراث لویه برخه یی په نصیب شوی ده .”

نن ورځ مسلمانان د خپل ضرورت نه زیات دومره د پیسو په لټه کی دی چی حتی نه پوهیږی څه دول یی مصرف کړی.  داډول افکار که خطرناک نه وی خو ډیر احمقانه بلل کیږی .

پوهه له شتمنی نه په لسو دلایلو ارزښتمنه ده

دحضرت علی رض نه یوه ورځ چا پوښتنه وکړه چی علم ښه دی که شتمنی . هغه وویل چی علم او پوهه په لسو دلایلو سره د شتمنی نه ارزښتناکه ده :

۱-  علم د پیغمبرانو تحفه ده، شتمنی د فرعون میراث دی . لدی کبله علم د دولت نه بهتره دی .

۲-  ته باید د دولت ساتنه وکړی او برعکس علم ستا ساتنه کوی . لدی کبله علم بهتره دی .

۳-  شتمن سړی ډیر دښمن لری او دعلم سړی ډیر دوستان لری . لدی کبله علم بهتره دی .

۴-  علم په ویشلو اوورکولو زیاتیږی، حال دا چی دولت برعکس کمیږی .

۵-  علم بهتره دی ځکه چی عالمان ډیر سخاوتمنده او شتمن خلک ناخوښ او خسیس وی .

۶-  علم بهتره دی ځکه غلا کیدی نشی ولی دولت په اسانی غلا کیږی .

۷-  علم بهتره په دی دی چی د وخت په تیریدو سره له منځه نه ځی، ولی شتمنی یوه ورځ له منځه ځی .

۸-  علم بهتره په دی دی چی حد اوسرحد نه لری، ولی شتمنی محدوده ده .

۹-  علم بهتره په دی دی چی مغزو ته ړنایی بخښی، ولی شتمنی دی په تیاره کی ساتی .

۱۰-  علم بهتره په دی دی چی انسانان دی ته وادار کوی چی خدای ته رجوع وکړی، اوشتمنی انسانان دومره مغروروی لکه نمرود او فرعون چی د خدایی دعوه کوله .

نو ولی زمونږ خلک د علم سره د زړه د اخلاصه مینه نه لری . ایا دوی پوهیږی چی د اسلامی دوری هسپانوی ستراونوماند فقیه، قاضی او شاعر امام ابن هزم ویلی: ” که علم او پوهه نور هیڅ ارزښت ونه لری، خو جاهلین ستا احترام او ډار ته  او عالمان ستا درنښت او مینی ته راوبولی، ایا دا کافی دلیل نه شی کیدی  چی د علم او زده کړی په لټه کی شی . که چيری دعلم او پوهی لاس ته راوړلو لپاره د يو سړی  کړه وړه  او اعمال نور هيڅ هدف او ګټه ونلری خو هغه د ژوند د سرګردانيو، سټړيا او تشویش نه وژغوری، همدا يواځی کافی نده چی د علم اوپوهی په لټه کی شی.

زما يواځی هيله دا ده چی پورتنی يادونی زمونږ خلک راویښ او د علم زده کړی ته وهڅوی.

د نن ورځی د ستونځو حل لار

حال دا چی داسی ډيری د حل لاری شته چی مونږ د ننی بد حالت نه وژغوری، زه غواړم چی يواځی دری ځانګړی لاری دلته وڅيړم چی لومړی دوه یی زمونږ په شخصی او ټولنيزو مسووليتونو پوری اړه لري.

دعلم پلټنه:

د اسلام په لومړيو پیړيو کی د مسلمانانو یواځینی بری په دی کی وو چی دوی د علم په لټه کی شول او د دی کار لپاره یی هرچيرته لاسونه واچول او منډی رامنډی وکړی.کله چی نورو دخپلوفرضیو د حل لپاره په تجربو شک درلود، مسلمانانو په ډېره میړانه او لیواله سره دغه خلا ډکه کړله ځکه چی هغوی د پیغمبر په سنت باور او ایمان درلود. د اسلام د ريښتینې بچی په توګه مسلمانانو د پیغمبر د سنت په معنی ښه پوهېدل . دا حدیث چی ترمزي د ابو سعید خدری نه روایت کړی، پیغمبر(ص) علم د یو مسلمان لوړ صفات ګڼي او فرمایی چې یو مسلمان هیڅکله د علم په پلټنه کی بسیا نه کوي تر څو جنت ته ننوځی.

همدارنګه ترموزی د انس (رض) نه روایت کوی چی که چیرې یو سړی د علم زده کړی لپاره له کوره وو ځی، کورته راستنیدو پوری هغه به د خدای په لاره روان وی.

هغه څوک چی د علم په پلټنه کی قدم ږدي ، خدای جنت ته د هغه تلل اسانوي.

(مسلم: ابوحریره  رض )

د شپی له خوا یو ساعت د علم پلټنه د ټولې شپې د ویښ پاتی کیدو نه بهتره ده.

(درومي: عبدالله بن عباس)

د رسول (ص) د سنت سره سم، مسلمانانو د علم د زده کړی، ژباړلو او څېړنو  په برخه کی له هیچا نه شاته پاتې نه شول. علم د عالمانو ورک شوی میراث دی، هر چا چی پیدا کړ د هماغه دی. (ترموزی: ابو حریره رض)

علم د خزانې هغه مخزن دی چې کیلي یی پوښتنه او تپوس کول دي. (علي رض)

همدا شان مسلمانان باید د موید ابن جبال په دی خبره سوچ وکړي چی ویل یی: ،، د علم زده کړه د خدای د رضا، تقوا او د بدو کارونو د مخنیوی لپاره ستره لاس ته را وړنه او د لوی خدای لمانځنه او درناوی دی. د علم هڅه د خدای ستایل دي. لوستل یی د خدای درناوی او برم، پلټل یی اجر، نورو ته ورښودل یی صدقه او خیرات او په ورباندی عمل کول یی قدرت او توانایی بلل کيږي.

علم په یوازیتوب کی د ډاډ وړ ملګری او په سفر کې ستاسو خوږ مل دی. هغه داسې ملګری دی چی په محرومیت او خلوت کی ستاسو سره راز کوي.

علم ستاسو د دښمن په مقابل کې یوه اغیزناکه وسله او توره ده. شریف الدین مناری (رض) وایي: علم د ټولو خوښیو سرچینه ده، خو جهل او ناپوهی د ټولو خواشینیو او بی وزلیو پیل دی. همدارنګه علم د بد مرغیو نه د خلاصون او ژغورنې وسیله ده خو جهالت د ورانی او تباهی وسیله ده.

د ولسمشرۍ مقام او د حکومت کنټرول

د اسلام په لومړنیو پیړیو کې اسلامي واکمنان، نه یواځې د علم ډیر سخت ملاتړ کوونکې و بلکه په خپله هم لوی عالمان او پوهان و. د دی واکمنانو شاوخوا ، ډیر پوه انسانان، فیلسوفان، دینی عالمان، ریاضي پوهان، انجنیران، شاعران، تاریخ پوهان، قاموس پوهان، قانون پوهان، معماران او نور ډیر روڼ فکره انسانان راټول شوی و. چی د دی واکمنو ټولنو لخوا یی سخت ملاتړ هم کيدلو.

دی واکمنانو په ټولنه کی لوړ مقامونه درلودل. دوی ستر کتابتونونه جوړ کړل، پوهنتونونه او علمي اکاډمی یی د خلکو پر مخ پرانیستلی، د ستورو او کایناتو د مطالعې کتنځي یی جوړ کړل او د نورو ځایونو پوهان یی پرته د ژبنی او مذهبي تعصب نه خپلو علمي مرکزنو ته دعوت کړل چې پلټنې او څيړنې وکړي. په دی توګه دوی داسې ودانی، علمي مرکزونه او لوی ښارونه جوړ کړل چی له هر پلوه د دوی د ځیرکې او روښان فکری ښکارندوینه کوله. لکه د اکسفورد، هارو رد ستنفورد او د نړی نورو نامتو پوهنتونونو په شان، د دوی پوهنتونونه او علمي ټولنې په نړی کی بې سارې وی.

اوس څه وشول؟ نن مونږ څه لرو؟

د اسلامي هيوادونو اکثرا مشران ناپوه او بې تعلیمه دي. د حکومت په چارو کی یی داسې کسان راټول کړی دي چی نه سواد لري او نه لیاقت خو یواځې د مصلحتونو او اړیکو په واسطه دندې ورکړل شوی دي. زمونږ د اسلامی هیوادو تقریباْ ټول مشران په بشپړ توکه په فساد کی ککړ او د ځان په غم کی اخته دي.  د تعجب خبره نه ده چی وویل شی ټولی دولتي چاری یی هم هغه چاته په لاس کی ورکړی چی په فساد کی ډوب دي. لکه چی ټول په سترګو وینو، په اکثره اسلامي هیوادو کې د ماڼیو او قصرونو شميره ورځ په ورځ زیاتیږي خو یو ولسمشر هم کوم پوهنتون او یا علمی موسسه نده جوړه کړی. پخوانی پوهنتونونه او علمي موسسی په خپل نامه کوی خو یو هم دومره میړانه او د هیواد پالنی احساس نه  دی لرلی چی حتی یو پوهنتون په خپلو غلا شوو پیسو جوړ کړي. د اسلامی دولتونو د بودیجې یوه کوچنی برخه د روزنې او تعلیم لپاره مصرفیږي. له دی امله دا یوه ډېره عامه ارزونه ده چی په اسلامي هیوادونو کی د پلټنو او څيړنو ګلان ورځ په ورځ مړاویږي.

د اسلامي ځلانده تمدن په لومړنیو پيړیو کی، د نړی ډیر نامتو پوهنتونونه په اسلامي هیوادونو کی جوړ شول. داسې پوهنتونونه چی ډیرو اروپايانو هیله درلوده چی هلته زده کړه وکړي. خو نن حتی د دوی یو پوهنتون هم د نړی د سلو زبردستو پوهنتونونو په قطار کې نه راځي. بشري ذکاوت او نابغه انسانان د اسلامی نړی نه په تيښته کی دي او غواړي په امریکا او اروپایی پرمختللی نړی کې ميشت شي تر څو د خپل ذکاوت نه مناسبه استفاده وکړئ شي.

زمونږ اسلامي ټولنه په داسې یو دولتي نظام کې عرقه شوې چی هلته حکومتي چوکۍ او قراردادونه يواځې په خپلو خپلو انو او چاپلوسانو ويشل کیږي او د خلکو ګټې هیڅ په پام کې نه نیول کیږي. د داسې یو سیستم په ماحول کی یواځې څو تنه بیسواده او نیمه بیسواده چارواکي په ملیونرانو بدلیږي او نور ولس ورځ په ورځ د بد مرغۍ په لور بیول کیږي.

دا ولی؟

ایا اسلام مونږ ته نه وایي چی هر څوک باید د ټولنې د ښيګڼې لپاره هلې ځلې وکړي. په فضیلت، پوهه او تقوا اتکا ولري.  په خپلوۍ، توکمنۍ او قومي اړیکو باور و نه لري او په هغو کسانو باور  وکړي چی پوه، ریښتیني، پرهیزګاره، صادق، د اعتماد وړ، با حوصلې، منطقي، باوقاره او سخاوت مند وي.

که چیرې اسلامي هیوادونه غواړي، بیر ته  تیر ورک شوی علمي او کلتوري میراث تر لاسه کړي، هغوی باید یو ځل بیا په هغه کرښه او لاره ځان برابر کړي چی یوه ورځ یی ستر بریالیتوبونو ته لوړ کړی او رسولی وو. او خپله دا اوسنۍ کږه لار چې دوی یی فنا او د نابود ی تورو تیارو ته سم کړی، پریږدي.

د اسلامي نړی او پرمختللی نړی تر منځ لوی واټن موجود دی. که اسلامی نړی غواړي  ځان هغوی ته ور ورسوئ او خپل تیر برم را ژوندی کړی، باید چټک چټګ ګامونه واخلي. او د ورو ورو کیږده  قدمونو سندره هیره کړي. لوی خدای دی مونږ سره مرسته او هدایت وکړي چی په دی کار کی بریالي شو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Mohebullahwardak
میلمه
Mohebullahwardak

سلامونه