
د کندز په روغتون کې شهید شوی ډاکټر عثمان ته د سالمزي شعري ډالۍ
سالمزی /
ځان دې قربان کړ په خدمت شهیده
صد آفرین ستا په همت شهیده
ته په رښتیا خادم د قام وې
مین په دین او په اسلام وې
شه مبارک دې شهادت شهیده
صد آفرین ستا په همت شهیده
د رب رضا دې کړه ترلاسه
د شهادت مزه له پاسه
شولو نصیب دې سعادت شهیده
صد آفرین ستا په همت شهیده
صبر جمیل دی کورته غواړو
ډاکټر عثمانه په تا ویاړو
ته افتخار یې د ملت شهیده
صد افرین ستا په همت شهیده
دا مې دعا دا مې وینا ده
د سالمزي دا تمنا ده
له خدایه غواړم دا نعمت شهیده
صد آفرین ستا په همت شهیده